واشنګټن - روس د اوکراین په باخموت سیمه باندې د کنټرول اعلان کړی، خو اوس هم د باخموت د ځینې برخو کنټرول د اوکراین د پوځونو په لاس کې دی. بل اړخ ته د اوکراین نایب دفاع وزیر هېنا ملیار د اتوار/یکشنبې په ورځ د روس دغه دعوې ردې کړي دي چې ګني باخموت اوس دهغوی په قبضه کې دی.
د اوکراین د پوځ ویاند ویلي چې د روسانو د ټولو دعوو باوجود، "مونږ په خاموشۍ او موثرتیا خپل کار کوو. د باخموت ځوانانو چې د دغه ډلې د تباه کولو دپاره تر اوسه پورې هر څه کړي دي په راتلونکې کې به د دې اثرات نور هم راښکاره شي چې کله په اوکراین کې دننه او بهر زمونږ پوځیان تربیه او د جنګ دپاره تیار شي چې زمونږ دښمن د ملک نه بهر کړي."
روس د خالي/شنبې په ورځ دعوا کړې وه چې تباه شوی باخموت ښار یې مکمل نیولی او ګني دې سره به د 15 میاشتو دغه اوږد او خونړی جنګ ختم شي. د روس صدر ولادیمیر پیوټن خپلو پوځیانو ته په دې مبارکي هم ورکړه.
بل اړخ ته په جاپان کې د G-7 په غونډه کې د امریکا صدر جوبايډن د اوکراین دپاره د اضافي امداد اعلان کړی او د اوکراین صدر هم د مېلمه په توګه په هغه غونډه کې برخه اخستې ده.
د جاپان په هېروشیما ښار کې د G-7 د غونډی په موقع د اوکراین صدر ولودیمیر زېلنسکي د امریکا صدر جوبایډن سره جوخت ناست و او د باخموت په سر د یو خبریال د سوال په جواب کې یې وویل، خلکو ته دا پوهېدل په کار دي چې هلته هر څه تباه دي، هېڅ هم نشته.
د G7 د غونډې په موقع د امریکا صدر جوبایډن هم د اوکراین دپاره د 375 ملینه امریکايي ډالرو د اضافي امداد اعلان وکړ چې په کې به پوځي وسله او ګاډي شامل وي.
بایډن پخپلو خبرو کې، صدر زیلنسکي ته دا هم وویل چې امریکا د روس پرضد د اوکراین د دفاع مضبوطولو دپاره، د خپل وس په حساب هر څه کوي.
بایډن زیاته کړه: "پوتین به زمونږه حوصله ماته نه کړی شي. مونږ به د اوکراین سره اقتصادي، بشري او امنیتي امداد جاري ساتو. او نن امریکا د جنګ په میدان کې د اوکراین د کامیابۍ دپاره ورسره تازه امداد اعلانوي."
د G7 نورو غړو لکه جاپان، جرمني، فرانس، اټلي او کېنیډا هم د بایډن د دې سوچ ملاتړ وکړ او دا یې ویل چې دوی به د اوکراین د ملاتړ نه پرشا نشي.
صدر زېلنسکي په جاپان کې د جي-۷ ډلې په سرمشریزه کې د ګډون ترڅنګ، د دې ټولو اوو اقتصادي طاقتونو له مشرانو او د هند د وزیراعظم نرېندرا مودي سره جدا جدا ملاقاتونه هم وکړل.
په همدې حال کې د روس خارجه وزیر سرګي لاوروف، د جي-۷ سرمشریزې غونډې په هکله، په ماسکو کې یوې څېړنیزی ادارې Russia’s council for Foreign and Defence Policy ته د خالي/شنبې په ورځ ویلي چې د دې غونډې دپاره راغونډ شوي ملکونه، د روس او چین دواړو مخه نیول غواړي.
لاوروف زیاته کړه: "د دوی هدف ډېر واضح دی چې روس ته نه یوازې په جنګي مېدان بلکه د یوه جغرافیايي سیاسي حریف په توګه هم ماتې ورکړي. په حقیقت کې دوی چې هر یوه ملک په نړۍ کې خپل خودمختاره حېثیت جوړول غواړي نو دغه شان به چقول کیږي."
د نړۍ اوو اقتصادي طاقتونو په جاپان کې د خپلې سرمشریزې ناستې په پای کې یوه اعلامیه هم جاري کړله او هغې کې یې د اوکراین جګړه "په ممکنه سختو الفاظو" وغندله.