د ای اېف پي خبري ادارې د یو خبر تر مخه د افغان پوځ یو هیلي کاپټر غورځیدلی چې پکې سپاره دواړه پاېلټان مړه شوي. د افغان طالبانو دفاع وزارت په ټوېټر په یو پېغام کې د دغه پېښې پخلی کړی.
د وزارت په پېغام کې ویل شوي ٬٬ د هیواد د هوايي ځواک یو اېم ډي-۵۳۰ هېلي کاپټر چې د مزار شریف هوایي مېدان نه سمنګان ته روان وو د بجلۍ / برېښنا یوې ستنې سره جنګیدلی.٬٬
د ستمبر په میاشت کې هم په کابل کې یو بلېک هاک هېلي کاپټر د پاېلټانو د تربیې په مهال غورځیدلی وو چې پکې د دووه پاېلټانو په شمول درې تنه مړه شوي وو.
دغه هېلي کاپټرې د افغانستان نه د امریکا د وتلو وروسته د واکمنو طالبانو لاسو ته ورغلي.
په کال ۲۰۲۱م کې د افغانستان نه د وتلو په وخت د امریکا پوځ د بېلینونو ډالرو الوتکې، پوځي ګاډي، وسلې او نور ډیر سامانونه په دغه هیواد کې پرېښودي. وېل کیږي په دغو سامانونو کې یې اکثره د کار وړ نه وو.
ځیني هېلي کاپټرې د افغانستان تېر حکومت ځواکونو د طالبانو د قبضې وړاندې د مرکزي اېشیا هیوادونو ته بوولي دي.
په افغانستان واکمن طالبانو بیا ځیني الوتکې سمې کړي او ګمان کیږي د تیر حکومت ځواکونه یې چلوي. په دغه سمو شو الوتکو کې هېلي کاپټرې هم شاملې دي.
تېر کال د اګست په ۳۱مه نېټه په افغانستان واکمنو طالبانو ځینې پوځي وسلې د یو پوځي پرېډ په مهال نندارې ته وړاندې کړې وې، کله چې طالبانو په واک کې د راتلو یو کال پوره کیدو دستورې لمانخلې.