دپاکستان په عدالتونو کې دبیلابیلو مقدمو سره مخ دتحریک انصاف ګوند مشر اؤ پخوانی وزیراعظم عمران خان وایي،په ظاهره پاکستان کې دمارشل لاء په څېر حالت دی اؤ دپوځ مشر ملکي چارې په لاس کې نیولې دي.
دبرتانیې ټایمز راډيو سره مرکه کې ښاغلي خان ویلي دي "په هیواد کې دجمهوریت راتلونکی روښانه دی ځکه چې کوم ګوند دهیواد د اویا فیصدي خلکو رایې لري،هغه په داسې ګامونو څوک نه شي را ایسارولی"
هغه دا څرګندونې په داسې حال کې کړي چې پوځ اؤ حکومت یې ګوند هیواد کې په نهم مئ رامنځته شوؤ د اړي ګړي اؤ تشدد په پېښو تورن کړی اؤ پرېکړه یې کړې ده چې دغو پېښو کې دلاس لرونکو کسانو پرضد به پوځي محکمو کې مقدمې چلولی شي.
عمران خان ویلي حکومت یې څه وخت هم په کومه مقدمه کې نیولی شي اؤ د ګرفتارۍ یې زیات امکان دی.
تر دې وړاندې هم عمران خان دمئ په نهمه نیټه اسلام اباد هایکورټ نه د القادر ټرسټ په نوم دغبن مقدمه کې نیول شوی ؤ چې بیا یې دګوند پلویانو دګرفتارۍ پرضد ګرد هیواد کې دتشدد نه ډک احتجاجونه کړي وؤ.
نن دنهې په ورځ پخوانی وزیراعظم عمران خان په القادر ټرسټ مقدمه کې نیب ته وړاندې کیږي خو هغه نیب ته د وړاندې کیدو نه مخکې دګل په شپه پخپلو پلویانو غږ کړی دی چې که ونیول شي نو باید هیڅوک اړی ګړی جوړ نه کړي اؤ دپرامنه لارې دې خپل احتجاج ریکارډ کړي.
د القادر ټرسټ دوسیه څه ده؟
په عمران خان موجوده حکومت تور لګولی چې کله هغه په اقتدار کې ؤ نو د القادر ټرسټ په نوم دیو خېریه بنسټ لپاره یې د پاکستان دننه د زمکو د یو لوی کاروباري ملک ریاض نه د جهلم په سوهاوه سیمه کې د القادر پوهنتون لپاره 458 کناله زمکه ترلاسه کړې وه.
القادر پوهنتون د القادر ټرسټ یا بنسټ د سیوري لاندې فعالیت لري اؤ عمران خان اؤ د هغه میرمن ددغه بنسټ مسولین یا مشران دي.
عمران خان دریځ لري چې دا زمکه ورته د القادر پوهنتون لپاره ملک ریاض عطیه کړې وه خو حکومت بیا وایي چې دا معامله د عطیې یا چندې نه ده بلکې د بحریه ټاون د مالک ملک ریاض اؤ عمران خان د تېر حکومت ترمنځ د شوي یو پټ تړون برخه ده.
حکومت دعوه لري چې برتانیه کې ګنګل شوي د ملک ریاض 190 میلیونه پاونډونه (چې پاکستاني روپو کې څه باندې 60 اربه روپۍ جوړیږي) برتانیې د پاکستان حکومت ته سپارلې وؤ خو د عمران خان حکومت بیا دا پیسې د ملک ریاض په ذمه ورپورې هغو 460 اربو روپو کې شمارلې وې چې سپریم کورټ یې دکراچۍ د بحریه ټاون په قضیه کې ملک ریاض ته د ادا کولو امر کړی ؤ.
حکومت دعوه لري چې د جهلم په سوهاوه سیمه کې ملک ریاض هم د دې پیسو په بدل کې عمران خان له 458 کناله زمکه د چندې په نوم ورکړې ده.
د عمران خان دریځ
د ګل/دوشنبې په ماسخوتن په سپېس خپله وینا کې عمران خان سپیناوی وکړو چې د برتانیې لخوا راغلې پیسې یې ځکه د سپریم کورټ په اکاونټ کې جمع کړې وې چې ورته ویل شوي وؤ که داسې نه کوي نو بیا به د دغو پیسو پاکستان ته راوړلو لپاره برتانیه کې کیس کوي اؤ په هغې که اووه، اته کاله وخت ولګي نو هغه دا ذمه واري نشته چې پاکستان به دا کېس وګټي.
عمران خان دریځ خپل کړو چې د القادر ټرسټ نه هغه ته هیڅ ګټه نه رسیږي اؤ که حکومت د سپریم کورټ فنډ کې د دې پیسو په جمع کولو اعتراض لري نو باید چې سپریم کورټ کې د دې اقدام پرضد عریضه وکړي.