لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عمران خان د القادر ټرسټ د غبن په قضيه کې نېب ته مخامخ شوی


د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر او مخکنی وزيراعظم عمران خان سره د مېرمن د القادر ټرسټ غبن په قضيه کې د احتساب قامي ادارې [نېب] ته وړاندې شوی دی.

د ځايي ميډيا ترمخه د نوموړي نه د يو ساعت پورې په دغه اړوند پوښتنې شوي دي.

عمران خان او مېرمن یې بشرا بي بي نن نېب غوښتي وو.

عمران خان د القادر ټرسټ د غبن په قضيه کې په نهمه مې د اسلام اباد هايکورټ د احاطې څخه نيول شوی، حکومت، د احتساب قامي ادارې نېب او د اسلام اباد هايکورټ د عمران خان نيول قانوني ګرځولي وو.

خو په بله ورځ بيا سپريم کورټ د هغه د خوشي کولو امر کړی او بيا [په 12 مې] بيا د اسلام اباد هايکورټ هم د ضمانت منظور کړی وو.

نن د احتساب عدالت د د عمران خان د مېرمن بشرا بي بي ضمانت هم منظور کړی دی.

بشرا بي بي ته د پينځه لکه روپو په مچلکې د 31 مې پورې ضمانت ورکړی دی، لاهور هايکورټ هغې ته د ننۍ ورځې پورې ضمانت ورکړی وو.

تېر کال د پاکستان د کورنيو چارو وزير رانا ثناالله د عمران خان او د هغه د مېرمن پرضد تور لګولی وو چې د بحريه ټاون د مالک ملک رياض سره یې د بحریه ټاون د پېسو په بدل کې د القادر ټرسټ ځمکه ترلاسه کړې وه.

رانا ثناالله د عمران خان د ګرفتارۍ په اړوند ويلي وو، "عمران خان د القادر ټرسټ د قضيې د پلټنو په لړ کې نیول شوی،او د القادر ټرسټ په قضيه کې د يو پراپرټي ټايکون پېسې چې په غېر قانونه توګه په برتانیه کې نيول شوې او 60 اربه روپۍ وې، د قانون ترمخه دغه پېسې د پاکستان د ولس امانت وې او په قامي خزانه کې به جمع کېدې".

هغه ويلي وو د پراپرټي ټايکون قضيه چې په سپریم کورټ کې چلېده دغه پېسې د سپريم کورټ په اکاونټ کې جمع کړی شوې او سپريم کورټ یې هم کوم خبر نه وو اخستی.

د راپورونو ترمخه د القادر ټرسټ په اړوند د احتساب قامي ادارې نېب ويلي، چې د بحريه ټاون مالک ملک رياض، عمران خان او د هغه مېرمن ته د القادر يونيورسټۍ دپاره په جهلم کې 458 کناله، څلور مرلې او 58 فټه مربع ځمکه ورکړې او د هغې په بدل کې عمران خان چې وزيراعظم وو په مبينه توګه ملک رياض ته د برتانيې څخه بيرته راغلو پېسو په لړ کې ګټه رسولې او دغه پېسې چې 190 ملينه پاونډه وې د قامي خزانې په ځای د سپريم کورټ په هغه اکاونټ کې جمع کړی شوې وې په کوم کې چې د بحريه ټاون مالک سپريم کورټ ته په يوه قضيه کې 460 اربه روپۍ جمع کولې.

رانا ثناالله ويلي وو، "د غبن او رشوتونو د پېسو پټولو دپاره القادر ټرسټ جوړ کړی شوی او د هغې نه ګټه پورته کوونکي عمران خان او د هغه مېرمن دي".

راپورونه وايي نن د اسلام اباد د ترهګرۍ ضد عدالت په نورو اته مقدمو کې د عمران خان عبوري ضمانت د اتم جون پورې منظوري ورکړې ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:57 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG