واشنګټن – ایراني چارواکي وايي، هغه دوه بندي ایرانۍ خبریالې به د دې میاشتې په وروستیو کې محاکمه کېږي چاچې په تېر سپټمبر کې د پولیسو په بند کې د ۲۲ کلنې مهسا امیني د مړینې راپور ورکړی و.
د عدلیې یو ویاند ویلي، چې الاهه محمدي به د مې په ۲۹ نېټه او نیلوفر حمیدي به د مې په ۳۰ نېټه محاکمه کېږي.
مېرمن حمیدي چې له شرق ورځپاڼې سره کار کوي، تر هر چا مخکې له پولیسو سره د مهسا امیني د مړینې راپور ورکړی و.
د مهسا امیني له مړینې سره چې د کلک حجاب په نه کولو تورنه شوې وه، په ټول هېواد کې د حکومت پرضد لاریونونه راوپارېدل.
د امیني له مړینې څو ورځې وروسته د ایران امنیتي ځواکونو حمیدي ونیوله.
دوهمه خبریاله الاهه محمدي له "هم میهن" په نامه ورځپاڼې څخه د امیني د جنازې په اړه راپور چاپ کړی و.
الاهه محمدی د ۲۰۲۲ کال د سپټمبر راهیسې له پولیسو سره بندي ده.
ایراني چارواکو ویلي، په دواړو خبریالانو باندې تور دی چې له امریکا سره مرسته کوي، د ایران د ملي امنیت پرضد کار کوي او د حکومت پرضد پروپاګند خپروي.
د دغو دواړو خبریالانو دوسیې په تهران کې د انقلابي ګارد ۱۵ څانګې ته استول شوي دي.
د مې په دریمه نېټه، دغو دواړو خبریالانو او د ایران په زندان کې د نرګس محمدي په نامه د بشري حقونو بندې شوې فعالې ته د ملګروملتونو د کلتوري ادارې یا یونیسکو لخوا په نړۍ کې د بیان د ازادۍ لپاره د ۲۰۲۳ کال د Guillermo Cano جایزې ورکړې.
حمیدي او محمدي دواړو د ۲۰۲۳ کال د بیان د ازادۍ نړیواله جایزه هم وګټله.
د دواړو نومونه په ټایمز مجله کې د ۲۰۲۳ کال په سلو اغیزمنو کسانو کې هم راغلي وو.
د بې پولې خبریالانو لخوا د وارلډ پریس فریډم انډېکس په نامه د ۲۰۲۳ کال په راپور کې کوم چې په نړۍ کې د بیان د ازادۍ په نړیواله ورځ خپور شوی راغلي، چې ایران په نړۍ کې د بیان د ازدۍ له پلوه تر ټولو بد حالت لري.
ایران د ۱۸۰ هېوادونو په دغه نوملړ کې ۱۷۷ ځای لري چې ویتنام، چین او شمالي کوریا پسې څلورم هېواد ګڼل کېږي.
د ایران د لیکوالانو ټولنې هم د مې په څلورمه نېټه د بیان د ازادۍ د نړیوالې ورځې په مناسبت په خپرې کړې اعلامیې کې غوښتي چې ټول بندي شوي خبریالان باید له هرډول شرط پرته خوشې کړای شي.
په بیان کې وړاندې راغلي و چې دوی به د یوې داسې ټولنې د جوړولو لپاره خپلې جګړې ته دوام ورکړي په کومه کې چې حکومت د بیان په ازادۍ او ازادې رسنۍ باندې بریدونه نه کوي.
د ایران د استخباراتو وزارت او د انقلابي ګارډ د استخباراتو ادارې په یو ګډ بیان کې په حمیدي او محمدي باندې تور لګولی چې "غلط خبرونه خپروي."
د مریم دیهکوردي په نامه یوې خبریالې مخکې امریکا غږ ته ویلي و چې حمیدي او محمدي خپل مسلکي کار کړی او تل د ټولنیزو مسلو په اړه حساسې پاتې شوې.