لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پي ټي ایي د مشرانو لخوا د ګوند په پرېښودلو د عمران خان څه غبرګون دی او څېړونکي ورته څنګه ګوري؟


په پاکستان کې دحکومت مخالف ګوند پي ټي ایي دیو شمیر مهمو مشرانو اؤ دپارلیمان دپخوانیو غړو لخوا ددغه ګوند پرېښودلو اعلانونو ته په غبرګون کې پخواني وزیراعظم مشر عمران خان ویلي هیواد کې دجبري ودونو په اړه هرچا اوریدلي وؤ خو اوس پي ټي ایي نه د"جبري بیلتون" یوه نوې عجوبه رامنځته کړل شوې ده.

څېړونکي هم په دې عمل کلکې نیوکې کوي اؤ وایي نن چې دچا خوشحالولو لپاره دیو سیاسي ګوند ماتولو ته کوم سیاسي ګوندونه خوشحالیږي، سبا به پخپل دې عمل پښېماني ښایي.

هرڅو که دتحریک انصاف نه تر اوسه جلا شوؤ شخصیاتو دګوند پرېښودو تر شا دچا د دباؤ یا فشار خبره نه ده راڅرګنده کړې خو څېړونکي په دې اند دي چې ګنې ددغه ګوند مشران دپوځ اؤ استخباراتي شبکو په فشار دپي‌ ټي ایي نه خپلې لارې جلا کوي.

دسیاسي شخصیاتو لخوا دپي ټي ایي نه دلارو جدا کولو په اړوند وروسته له هغې پاکستان کې په میډیا اؤ سوشل میډیا تاوده بحثونه پیل شوي چې پرون دنهې په ورځ ددغه ګوند په تېر حکومت کې پخوانۍ مرکزي وزیره شیري مزاري دقید په دوران کې یو ناساپه په رسنیو راښکاره شوه اؤ اعلان یې وکړو چې نور دیاد ګوند اؤ سیاست نه لاس اخلي.

هغې دګوند پرېښودو علت خپل خراب صحت وبللو او وي ویل غواړي نور خپلې مور ،خپلو اولادونو اؤ خپل کور ته وخت ورکړي خو ددې ترڅنګ هغې په نهم مئ پاکستان کې په پوځي تاسیساتو شوي بریدونه هم وغندل.

په عین حال کې دتحریک انصاف ګوند په تېر حکومت کې دپنجاب داطلاعاتو پخواني وزیر فیاض الحسن چوهان هم ګوند پرېښودلو اعلان کړی دی خو هغه دتحریک انصاف په مشر عمران خان نیوکې هم کړي دي چې دبند په مهال یې دده پوښتنه نه ده کړې.

دپنجاب اسمبلۍ پخواني غړي جلیل شرقپوري چې دمسلم لیګ نواز ګوند نه په دې وروستیو کې پي ټي ایي ته ورغلی ؤ ، هم دپي ټي ایي پرېښودلو اعلان کړی دی اؤ دګوند پرېښودلو علت یې دپوځ پرضد دپي ټي ایي تګلارې بللې دي.

تر دې وړاندې نور ګڼ شمیر دپي ټي ایي مشرانو هم دې ګوند نه خپلې لارې جدا کړي خو زیات غبرګون د قید په مهال دشیري مزاري دګوند پرېښودلو اعلان راپورته کړی دی.

دتحریک انصاف ګوند مشر اؤ پخواني وزیراعظم عمران خان دشیري مزاري لخوا دګوند پرېښودلو داعلان نه وروسته پخپل غبرګون کې ویلي هرچا پاکستان کې دجبري ودونو خبره اوریدلې وه خو دګوند نه دجبري بیلتون عجوبه په اول ځل ویني.

په ټویټر عمران خان لیکلي "په دې ټول وضعیت کې زه دا سوچ کووم چې دبشري حقونو تنظیمونه د ملک نه چرته ورک شول؟"

وتلي خبریال حامد میر په ټویټر لیکلي تحریک انصاف ګوند ماتول دهیچا فتحه نه ده ، چاچي پرون د مسلم لیګ(ن) اؤ‌ پیپلز پارټۍ دماتولو هڅې کولې هغوي نن تحریک انصاف ماتوي.

ښاغلی میر وایي "څو کاله وروسته به مسلم لیګ ن،پیپلز پارټي اؤ تحریک انصاف ګوند په ګډه دګوندونو ماتوونکو غندنه کوي ځکه نو په دې کارونو کې اخته خلک دې دالله نه ویره وکړي"

دپاکستان وتلي قانون پوهه اعتزاز حسن د شیري مزاري لخوا دګوند په پرېښودو په یو ټي وي دتبصرې کولو په مهال په غریو نیولي انداز ویلي "زمونږ پر وړاندې چې دشیري مزاري کوم حال دی،ایا مونږ مونږ یو بل ته دکتلو جوګه یو"

خو ګڼ شمیر څېړونکي بیا په عمران خان نیوکې کوي چې کله په تېرو وختونو کې ایجنسیو دنورو ګوندونو نه خلک دده ګوند ته راماتول نو هغه وخت عمران خان ولې ددې عمل غندنه نه کوله ؟

په نهم مئ دغبن یوه مقدمه کې دعمران خان دنیول کیدو پرضد دهغه دګوند پلویانو په ګرد هیواد کې قهرجن احتجاجونه کړي وؤ اؤ پوځي تاسیساتو اؤ ودانیو ته یې اورونه لګولي وؤ چې له هغې وروسته پولیسو ددې ګوند په زرګونو فعالین اؤ مشران نیولي اؤ حکومت اؤ پوځ پرېکړه کړې ده چې پرضد به یې پوځي محکمو کې مقدمې چلولی شي.

دپي ټي ایي د فعالینو پرضد د روانو عملیاتو په مهال ددې ګوند یو شمیر مشرانو دیاد ګوند نه خپلې لارې جدا کړي دي اؤ زیاترو دګوند پرېښودو علت دنهم مئ پېښې ګرځولې دي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG