لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د لاهور د کور کمانډر په کور بريد کې ککړه خديجه شاه څوک ده؟


په نهمه می د لاهور کور کمانډر يا جناح هاوس باندې بريد کې ککړې د پاکستان تحریک انصاف [پي ټي ايي] ښځينه غړې خديجه شاه د 14 ورځو تېښتې وروسته پوليس ته ځان وسپارلو.

په هغې تور دی چې د نهمې د تشدد څخه ډکو قهرجنو مظاهرو کې شريکه وه او د يادو پېښو ويډيوګانې یې په ټولنيزو رسنيو هم شريکې کړې وې.

خديجه شاه د پاکستان د پخواني پوځي مشر جنرال اصف نواز جنجوعه نمسۍ او د خزانې د پخواني وزير سلمان شاه لور ده.

خديجه شاه فېشن ډيزاينره يعنې د ډول سنګار د جامو يو مشهوره کار پوهه ده او د پاکستان سره سره د يو بهرني ملک شهريت هم لري. مطبوعات وايي هغه د ا مريکا شهريت لري.

د مطبوعاتو تر مخه خديجه شاه د قيمتي جامو غټ کاروبار چلوي او د کمپنۍ نوم یې الان دی، د برتانيې شهزادګۍ چې د پاکستان ته سفر کړی وو خديجه شاه ورله د خپلې کمپنۍ د جامو يوه ډالۍ هم ورکړې وه.

میډيا کې د راغلو مالوماتو ترمخه خديجه شاه د پي ټي ايي پخواني غړي او د پنجاب مالداره کاروباري تن جهانګير ترين د لور مهر ترين کره په لاهور کې پټه وه او د پوليسو نه د تېښتې په مهال یې هغې او د هغې خاوند عمر شېخ کومک کولو، خو کاميابه نه شو.

د پاکستانۍ ميډيا رپوټونه وايي چې خدېجه شاه د بچ کولو لپاره د پنجاب اشرافيه ډېرې هلې ځلې پېل کړې وې چې بچ يي کړي خو د پوځ مشر جنرال عاصم منير يې نه مني.

د رپوټونو ترمخه د پنجاب د چودهري شجاعت حسېن نه تر وزير اعظم شهباز شريف پورې د واک اختيار خاوندانو ورله د بچ کولو هڅې کړې دي خو څه نتيجې یې نه دي ورکړي.

د پاکستان د انګرېزۍ ژبې ورځپاڼه دې نيوز ليکي"د خدیجې خسر سرمد امين چې د وزیر اعظم شهباز شریف زوړ ملګری دی، د هغه سره یې څو ملاقاتونه کړي خو د وزير اعظم هڅو څه نتېجې نه دي راوړي البته وزير اعظم دا باور ورکړی چې مقدمه به د قانون سره سمه وي".

خديجه شاه د سوشل ميډيا د پاڼو د لارې معافي هم غوښتې او ويلي یې دي د کور کمانډر په کور باندې بريد کې یې داسې څه رول نه دی لوبولی د احتجاج لپاره تللې وه.

اخبار ليکلي د لاهور د کور کمانډر سلمان غني خلاف هم پلټنې روانې دي چې په نهمه می یې هر څه ولې داسې پرېښودي وو؟.

اخبار زياته کړې د لاهور د کور کمانډر ښځه د پاکستان د مشر قاضي (چيف جسټس) عمر عطا بنديال رشته داره ده او پوځ دا مالومول غواړي چې د لاهور د کورکمانډر سره یې څه قسمه اړيکې لرلې.

په ټولنیزو رسنیو ډېرو خلکو ویلي د خدیجه شاه مثال ښیي چې پاکستان کې ټوله اشرافیه څنګه د يو بل سره رشتې لري او څومره په يو بل خفه کيږي.

په ټويټر ډېرو خلکو دا موازنه کړې چې ولې په زرګونو د بنديوانو کسانو پوښتنه څوک نه کوي خو د خدیجه شاه غم ټول راخستي دي.

نيا دور خبري ادار وايي، "چې د سياسي اشرافيه سره بايد د عامو خلکو په پرتله بل شان سلوک ونه شي".

په نهمه مې د عمران خان د نيولو وروسته د تحریک انصاف غړو د ملک په لويو ښارونو کې قهرجنې مظاهرې کړي وې، په راولپنډۍ کې په پوځي مرکز جي اېچ کيو، او لاهور کې د کور کمانډر په کور ورغلي وو، اوورونه یې اچولي وو ، ګاډي یې مات کړي او نورو سرکاري ودانيو ته د تاوانونو اړولو تورونه پرې لګول شوي وو.

د پاکستان وزيراعظم شهباز شریف ويلي، په نهمه مې په ریاست، او ریاستي ادارو او حساسه ودانيو حملې شوي دغه د عمران خان د يو کال د ويناګانو نتيجه وه.

د نوموړي په مشرۍ د ملي امنیت کمېټۍ په غونډه کې د نهمې مې پېښو ته ناوړه ويل شوي او کمېټۍ په دغو پېښو کې منصوبه بندي کوونکو او دخلکو راپارونکو پرضد د پوځي قانون لاندې د مقدمو چلولو تاييد کړی وو.

پاکستان تحريک انصاف ګوند دعوه کوي په زرګونو غړي یې نيول شوي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG