لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خواجه اصف: په تحریک انصاف د بندیز لګولو په اړوند غور کيږي


د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف ویلي، حکومت یې په تحریک انصاف ګوند د بندیز لګولو په اړه غور کوي او که چرته په دغه اړه کومه پرېکړه وشوه پارلیمان ته به رجوع کیږي او په اعتماد کې به اخستل کيږي. هغه وایي په حکومت کې د شامل اتحاد پي ډي اېم د ټولو ګوندونو دغه نظر دی.

خو د حکومتي اتحاد نه بهر سياسي ګوندونو په پاکستان تحریک انصاف ګوند [پي ټي آی] د بنديز لګولو مخالفت کړی دی.

په اسلام اباد کې خبري غونډې ته په وينا کې نوموړي وويل، "په نهمه پلان شوي بریدونه شوي دي او دا د عمران خان د يو کال هڅه وه او دا یې اخري حربه وه د پوځونو ضد، او دغه ارادې یې وې چې دا کار یې وکړو او دا کار ټول د پلان لاندې شوی دی".

نوموړي وويل، "د نهمې مې د پېښو په تناظر کې مونږ د دې خبرې جايزه اخلو او امکانات شته چې په دې ګوند بندیز ولګول شي خو فېصله لا نه ده شوې".

خواجه اصف زياته کړه، "د اويايمې او اتيايمې په لسيزه کې که په چا بندېزونه لګول شوي هغه په سياسي بنيادونو شوي په سیاست کې اختلافات شوي خو په دفاعي ودانيو کله هم بريدونه نه دي شوي دې خلکو [تحریک انصاف] رياست چېلنج کړی او د ریاست په اساس یې بريد کړی دی".

هغه وويل، "د تحریک انصاف ګوند پرېښودونکي خلک په خپله وايي چې دا هر څه د پلان لاندې شوي دي، او ياد ګوند په خپل سياسي او اقتدار د واک په جګړه کې پوځ فريق جوړ کړی دی". هغه زياته کړه، "زه نه ګڼم چې مارشل به ولګي نه وړاندې کومه داسې خبره وه او نه اوس شته".

د عمران خان په ملاتړ د نړیوال فشار په اړوند خواجه اصف وويل، "هیڅ ډول نړیوال فشار نشته".

د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر او مخکني وزیراعظم عمران خان د خواجه اصف تازه څرګندونو ته سمدستي کوم غبرګون نه دی ویلي، خو له دې وړاندې یې ویلي، په ظاهره پاکستان کې د مارشل لا په څېر حالت دی او د پوځ مشر ملکي چارې په لاس کې اخستي دي.

او نوموړي له دغې وړاندې په يو بيان کې ویلي وو، "د نهمې مې پېښې بهانه جوړه کړی شوې او د هغه ګوند ماتول کيږي، په لسګونو ښځې او ماشومان نيول شوي او په پوځي عدالتونو کې پرې مقدمې چلول کيږي".

ځینې سياسي ګوندونه په سیاسي ګوند د بندېز لګولو تاييد او ځینې یې مخالفت کوي.

د پاکستان پيپلز ګوند مشر او د بهرنیو چارو وزير بلاول بټو زرداري وړاندې ويلي وو، "دا به د هغه پرېکړه نه وي چې په پي ټي آي دې بندېز ولګول شي که نه"، خو نوموړي ويلي وو چې "پي ټي آي ته به دا پرېکړه کول وي چې وسله واله مبارزه کوي که ځان ته سياسي ګوند وايي نو د تشدد او اړي ګړي جوړولو رد به کوي".

د عوامي نیشنل پارټۍ سنېټر هدایت الله د ډيوه خبريال ارشد حسېن سره په خبرو کې ويلي، "مونږ په پي ټى آي د بندېز مخالف يو". او د جماعت اسلامي د قامی اسمبلۍ غړي عبدل اکبر چترالي هم وايي "بندېز د دې حل نه دی".

خو په حکومتي اتحاد کې د شامل ګوند جمعيت علما اسلام ف ډلې د قامي اسمبلۍ غړی محمد جمال الدین وايي "که په پي ټي آي بندېز ولګي دا به يو ښه کار وشي. ځکه چې د هغه په وېنا عمران خان د ملک دښمن دی".

د پاکستان حکومت ويلي، د نهمې مې په پېښو کې ککړو پرضد به په پوځي عدالتونو کې مقدمې چلول کيږي، او د ملي امنیت کمېټۍ په یادو پېښو کې د منصوبه بندي کوونکو او خلکو راپاروونکو پرضد د پوځي قانون لاندې د مقدمو چلولو تاييد کړی دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG