واشنګټن ـــــ ملګري ملتونو وایي د نړۍ په ناارامه هېوادونو کې په جګړو کې د عامو خلکو وژنې د وړم کال په نسبت تېر کال 53 فیصده زیاتې وې او وایي په 12 لویو شخړو کې نیژدې 17,000 ملکي وګړي وژل شوي دي.
د ملګرو ملتونو عمومي مشر انتونیو ګوتېریش د نهې- سه شنبې په ورځ «په وسلوالو جګړو کې د ملکي وګړو خوندیتوب» تر سرلیک لاندې وینا کې اندېښنه ښکاره کړه چې وایي په اوکراین، سوډان او نورو هېوادونو کې په تېرو څو اوونیو کې په سلګونو کسان وژل شوي دي.
انتونیو ګوتېریش وویل، په افغانستان کې د بشري مرستو د رسولو په برخه کې د ښځو پر کار د طالبانو د حکومت بندیز د ښځو او نجونو ژوند ته ګواښوونکې نتیجې لرلای شي.
ښاغلي ګوتېریش د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته خبرداری ورکړ چې وایي "نړۍ د عامو خلکو د ژغورنې په برخه کې په خپلو ژمنو کې پاته راغلې ده، هغه ژمنې چې په نړیوال بشردوستانه قانون کې ځای شوې دي".
ملګري ملتونه وایي یواځې د سوډان په څه دپاسه یوه میاشتنۍ جګړه کې شاوخوا 700 کسان وژل شوي چې د ملګرو ملتونو کارکوونکي هم پکې شامل دي او دوه لکه 50 زره کسان له خپلو کورونو کډه شوي دي.
انتونیو ګوتېریش وایي د جګړې په سیمو کې له عامو خلکو سره د چلند په اړه د ملګرو ملتونو څېړنې ښیي چې تېر کال د ابادۍ په سیمو کې د "چاودېدونکو وسلو" ښکار شوي 94 فیصده عام خلک وو او تر 117 میلینه زیات خلک د جګړې او ناامنیو له کبله له سختې لوږې سره مخ وو.
ملګري ملتونه وایي یواځې د اوکراین په څه باندې یوکلنه جګړه کې د روسي ځواکونو په بریدونو کې نیژدې 8000 ملکي وګړي وژل شوي او تر 12,500 ډېر ټپیان شوي دي خو وایي اصل شمېر کېدای شي تر دې زیات وي.
ښاغلي ګوتېریش وویل چې په ټوله نړۍ کې د جګړو، تشدد، د بشري حقونو د سرغړونو او ځورونې له کبله د هغو کډوالو شمېر 100 میلینه ته رسېدلی دی چې د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي.
بل لور ته د نړیوالې مرسته کوونکې ادارې ریډ کراس یا سره صلیب مشرې میرجانا سپولجاریک هم د نهې- سه شنبې په ورځ د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته په وینا کې ویلي، چې د نړۍ بې شمېره عام خلک د جګړو له کبله له "ژوندي دوزخ" سره مخامخ دي:
"هره شېبه کولای شي بل میزایل د هغوی کور، د هغوی سکول، د هغوی کلینیک او په هغه کې هر څوک تباه کړي. هره اوونۍ کېدای شي د هغوی خواړه او دارو درمل ختم شي".
ملګري ملتونه وایي تېر کال یواځې د ایتوپیا هېواد په درو سیمو کې لږ تر لږه 2000 سکولونه تباه کړل شوي دي.
انتونیو ګوتېریش وایي سومالیا ته په خپل وروستي سفر کې یې ولیدل، چې خلک یې د کلونو جګړو وروسته له تر ټولو بدې وچکالۍ سره مخ دي. وایي دوی اټکل کوي چې یواځې په 2022 کال کې په دې هېواد کې 43000 کسان مړه شوي دي چې نیمايي یې ماشومان دي او په میلینونه له خپلو سیمو کډه شوي دي.
یادونه:- د دې رپوټ معلومات له اې ایف پي خبري ایجنسۍ اخیستل شوي دي.