لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

څېړونکی: د هنګو په کمپنۍ د برید مقصد نړیوالو منصوبو ته زیان رسول دي


پېښور/ واشنګټن ــــ څېړونکي وایي په هنګو کې د تېلو او ګيس په کمپنۍ بريد د اندېښنې وړ دی او وسلوال اوس هم هڅې کوي په سیمه کې له مالي زيان سره سره روانو لويو پروژو یا منصوبو ته زیان ورسوي.

دوي وایي په ملکي کچه سياسي ګوندونه او حکومت له يو بل سره په لانجو اخته دي او د ترهګرۍ د مخنيوي دپاره کوم ګامونه په نظر نه راځي.

څېړونکي زیاتوي چې په هنګو کې د وسلوالو بريد دا ښکاره کوي چې په پښتونخوا کې وسلوال لا هم فعال دي او د مهمو ځايونو په نخښه کولو توان لري.

دوی وایي په پاکستانې رسنيو کې په داسې پېښو بحث نه کېږي او نه ورته ارزښت ورکول کيږي. د پېښور پوهنتون د جرنلزم څانګې مشر ډاکټر فیض الله جان وایي:

”تر څو پورې چې دې پېښې ته ګورو تر شا یې سټرېټیجک پلان ښکاري، داسې سرمایه کاري چې د ریاست د اړخ نه وي او یا د بھر ملکونو د اړخ نه وي نو د ھغې سرمایه کارۍ دپارہ فضا خرابوي”.

د نهې- سه شنبې په سحر د ښتونخوا په هنګو کې وسلوالو د تېلو او ګيس د پيدا کولو دپاره د هنګري يوي کمپنۍ مول پاکستان باندي بريد کې د ميلشا ځواک څلور عسکر او د کمپنۍ دوه ساتونکي وژل شوي دي.

د هنګو سیمې پوليس چارواکو رسنيو ته ويلي په دغه بريد کې څه پینځوس پورې وسلوالو برخه اخستې وه او د بريد وروسته ټول په تېښته کامياب شوي دی. د هنګو پولیس مشر آصف بهادر وي‌ او اې ډیوه ته وویل:

دا ځای د لوی سړک نه ډېر په څنګ پروت دی قابو یوہ نیمه ګنټه کې مونږدلته راورسېدو، د شپې وخت وو دغه وخت ډېر خطر وي او لارہ ھم کچه وہ خو بیا ھم زمونږنفري موقعې ته رارسېدلې وہ.

د امريکې د بهرنيو چارو وزارت وياند مېتیو ملر په هنګو کې د تېلو په کمپنۍ باندې شوى بريد غندلى او ويلي يې دي چې امريکا ډېر د نزدې په سيمه کې د روان حالاتو باندې نظر ساتي.

د عوامي نېشنل ګوند صوبایي مشر ايمل ولي خان د هنګو بريد په اړه په خپل يو ټويټ کې ويلي چې "قامې ميډيا کې د سياسي چارو او کشالو باندې بحث کيږي خو د هنګو د پېښي پحقله هيڅ په نظر نه راځي".

څېړونکي وایي داسې ډول بريدونه د يو منظم پلان لاندي کيږي چې مقصد يې د ځاني زيان نه پرته په سیمه کې نړيوالو منصوبو ته هم زيان رسول او په کار کوونکو کې يې ويره ترهه خپرول وي:

”د خلکو ژوند که پکې نه ځي هم نو اقتصادي نقصان يې ډېر دی ځکه چې زما نه دی خيال دې نه وروسته به هنګري والا کسان په دغه ځای کې کار وکړي او يا نور غېرملکي وګړي به کار وکړي ځکه چې ټولو کې يې يک دم ويره خپره کړه‘‘.

د پاکستان د پوځ وياند څو ورځې وړاندې يوې خبري غونډې ته ويلي وو، د افغانستان نه د امريکایي ځواکونو وتلو وروسته په پاکستان کې د ترهګرۍ پېښې زياتې شوې دي.

د پوځ ویاند ویلي وو چې په روان کال کې تر اوسه د ترهګرۍ غټې وړې 436 پېښې شوې دي چې وایي پکې 293 کسان وژل شوي او 521 نه زيات ژوبل شوي دي.

  • 16x9 Image

    عثمان خان

    عثمان خان په پېښور کې د ډيوه خبريال دی او د تعليم، سياست، کلتور، افغانستان او نورو موضوعاتو باندې رپورټونه جوړوي. د پېښور پوهنتون د جرنلزم د څانګې نه يې د ماسټر ډګري تر لاسه کړې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG