لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خېبر پښتونخوا کې د 16کسانو پرضد پوځي محکمو کې د مقدمو چلول کیدو منظوري ورکړل شوې ده


پاکستاني رسنۍ وایي په نهم مئ هیواد کې دتشدد اؤ اړي ګړي په پېښو کې ککړو کسانو ته پوځي عدالتونو نه د سزاګانو ورکولو پیل دخېبر پښتونخوا صوبې نه کیږي اؤ ددغه صوبې سره دتړاؤ لرونکو 16 کسانو پرضد پوځي محکمو کې دمقدمو چلولو منظوري منظوري ورکړل شوې ده.

تر دې وړاندې دنهم مئ دپېښو په تړاؤ سمندر پورې پاکستانیانو کې وړومبۍ مقدمه هم خېبر پښتونخوا کې پولیسو د دیر سیمې د یو پښتون پرضد درج کړې ده چې سعودي عرب کې خواري مزدوري کوي.

په نهم مئ پاکستان کې دتحریک انصاف ګوند دمشر اؤ پخواني وزیراعظم عمران خان دنیول کیدو په ضد دهغه دګوند پلویانو په ګرد هیواد کې قهرجن احتجاجونه کړي وؤ اؤ پوځي تاسیساتو اؤ دولتي ودانیو ته یې اورونه لګولي وؤ.

عمران خان تور لګوي چې دنهم مئ له پېښو وروسته ګرد هیواد کې دهغه دګوند تر 10زرو زیات پلویان نیول شوي دي خو مطبوعات اؤ دبشري حقونو تنظیمونه بیا د نیول شوؤ کسانو شمیره تر 4500 ښایي.

د متحده قومونو د انساني حقونو د دفتر یو اېن هیومن رایټس افس مشر وولکر ټرک د پاکستان په دې اراده تشویش څرګند کړی چې د پخواني وزیراعظم عمران خان د ګرفتارۍ خلاف احتجاجونو کې په پوځي او حکومتي اثاثو حملو کې په ککړو کسانو به په پوځي عدالتونو کې مقدمې چلول کېږي.

دچهارشنبې یا شورو په ورځ دپاکستان ګڼ شمیر رسنیو د سرکاري چارواکو له خولې ویلي چې خېبر پښتونخوا کې دنیول شوؤ کسانو دجملې به د16 کسانو پرضد پوځي محکمو کې مقدمې چلول کیږي چې هغې کې دشپږو کسانو تعلق دمردان سیمې سره دی.

په دغو کسانو تور دی چې دنهم مئ په احتجاجونو کې یې په مردان کې دکرنل شیر خان اؤ نورو ملي اتلانو دمجمسو سپکاوی کړی دی.

دمردان دکومو شپږو کسانو مقدمې چې به پوځي محکمو کې پرمخ وړل کیږي،پاکستاني رسنیو دهغوي نومونه رحمت الله،عدنان،ساکرالله،سید،عالم اؤ یاسر نواز ښودلي دي.

رسنۍ وایي دمردان دترهګرۍ دمخنیوي عدالت دیادو کسانو پرضد د ارمي ایکټ اؤ سیکرټ افیشل ایکټ لاندې پوځي محکمو کې دمقدمو چلولو خواست منظور کړی دی.

رسنیو دچارواکو له خولې ویلي چې ددې ترڅنګ به دملاکنډ،دیر اؤ بنو سره د تړاؤ لرونکو 10 کسانو پرضد به هم مقدمې په پوځي محکمو کې چلول کیږي.

چارواکي وایي دنهم مئ دپېښو په تړاؤ د دملاکنډ نه څلور،دیر نه درې اؤ بنو نه هم درې کسان نیول شوي دي.

تر دې مخکې چې دیادو پېښو په تړاؤ پاکستان کې دکوم وړومبي سمندرپورې پاکستاني پرضد مقدمه درج شوې ده هغه هم د دیر دسیمې یو پښتون دی چې دا مهال په سعودي عرب کې مزودري کوي.

دسیدولي شاه په نوم ددغه سمندري پورې پاکستاني پرضد دپېښور شرقۍ تاڼه کې مقدمه درج شوې ده چې پکې په هغه دترهګرۍ،دخلکو د راپارولو اؤ پولیسو ته د ګواښونو کولو ترڅنګ اته بیلابیلې دفعې لګول شوي دي.

د متحده قومونو نه علاوه اېمېنسټي او ځینو نورو نړیوالو تنظيمونو هم پاکستان کې په صورتحال تشویش څرګند کړی او مجوزه پوځي عدالتونو مخالفت يې کړی دی.

اېمنېسټي انټرنېشنل، ايکوېډرم، سېوېکس او فورم اېشیا ټوډی په شریک بیان کې غوښتنه کړې چې په پاکستان کې دې د حکومت د مخالفینو په ضد اقدامات، ګرفت

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG