لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شمالي وزیرستان: پوځ وایي، عملیاتو کې یې شپږ ترهګر وژلي دي


پوځ وایي افغانستان سره په پوله پرته دخېبر پښتونخوا قبایلي ضلعه جنوبي وزیرستان کوټ اعظم سیمه کې یې دترهګرو پرضد عملیات کړي چې پکې شپږ ترهګر وژل شوي دي.

دشورو یا چهارشنبې په ورځ دپوځ ویاندې ادارې ایي ایس پي ار پخپل بیان کې ویلي دجنوبي وزیرستان کوټ اعظم سیمه کې امنیتي ځواکونو سره نښته کې وژل شوي ترهګر په امنیتي ځواکونو بریدونو اؤ دعامو وګړو په وژنو کې ککړ وؤ.

پوځ د وژل شوؤ وسله والو نوره پېژندګلو نه ده په ډاګه کړې اؤ نه یې دا ویلي دي چې دهغوي تعلق دکومې وسله والې ډلې سره ؤ؟

پوځ دعوه کړې ده چې چې د وژل شوؤ ترهګرو د ولکې نه یې وسلې اؤ چاودیدونکي مواد هم ترلاسه کړي دي.

دپوځ په بیان کې ویل شوي دي چې دترهګرو نه دسیمې پاکولو لپاره عملیات دوام لري اؤ دپاکستان امنیتي ځواکونه دترهګرۍ نوغي ویستلو ته ژمن دي.

په دې وروستیو کې دپاکستان په بیلابیلو سیمو کې په امنیتي ځواکونو دترهګرو لخوا دبریدونو لړۍ چټک شوې چې دهغې په ترڅ کې پوځ هم دترهګرو پرضد دخپلو عملیاتو چټک کولو پرېکړه کړې ده اؤ وایي دا عملیات داستخباراتي معلوماتو په اساس کوي

پرون دچهارشنبې په ورځ هم دجنوبي وزیرستان سره په پوله پرته قبایلي ضلعه شمالي وزیرستان کې دامنیتي ځواکونو په یوه پوسته ځانمرګي برید شوی ؤ‌چې پکې د پاکستان دوه پوځيان، يو پوليس او يو ځايي تن وژل شوي وؤ.

د روانې میاشتې په پیل کې دغیر دولتي څېړنیزې ادار پاکستان انسټي ټیوټ فار کانفلیکټ اینډ سیکیورٹی اسټډیز په یو رپورت کې مخې ته د راغلو شمیرو له مخې دتېر اپریل په میاشت کې دترهګرۍ پېښو کې 23فیصدي اؤ په دې کې اوښتو ځاني زیانونو کې 17 فیصدي اضافه لیدل شوې ده.

دغه رپورټ ښایي چې خېبر پښتونخوا صوبه ترهګرۍ تر ټولو زیاته ځپلې ده اؤ قبایلي ضلعو کې دترهګرۍ پېښې 100فیصدي زیاتې شوې دي.

رپورټ وایي په تېره میاشت کې امنیتي ځواکونو ته اوړیدلو ځاني زیانونو کې هم 35 فیصدي اضافه ریکارډ کړل شوې ده.

پورټ کې ویل شوي چې امنیتي ځواکونو هم تېره میاشت دتندلارو اؤ ترهګرو پر ضد خپل عملیات لا پسې سیوا کړي دي اؤ په بیلابیلو عملیاتو کې 41 ترهګر وژل شوي اؤ 40 نور نیول شوي دي.

رپورټ ښایي چې تېره میاشت امنیتي ځواکونو زیات عملیات خېبر پښتونخوا صوبه کې کړي چې پکې د وژل شوؤ تندلارو شمیره 30 اؤ دنیول شوؤ شمیره 14 ښودل شوې ده.

دپاکستان انسټي ټیوټ فار کانفلیکټ اینډ سیکیورٹی اسټډیز دا رپورټ په ګوته کوي چې تېره میاشت خېبر پښتونخوا صوبه ترهګرۍ تر ټولو زیاته اغېزمن کړې ده اؤ ترهګرو په دې صوبه کې 33بریدونه کړي چې پکې 45 کسان وژل شوي اؤ په دغو وژل شوؤ کسانو کې 23 امنیتي عسکر،17 ترهګر اؤ پینځه عام وګړي شامل دي.

همدا شان دې بریدونو کې 32 کسان ژوبل شوي هم دي چې 17 پکې عسکر اؤ 10عام وګړي ښودل شوي.

رپورټ ښایي چې دخېبر پښتونخوا په بندوبستي ضلعو کې تېره میاشت دترهګرۍ 19 اؤ‌ په قبایلي ضلعو کې 14 پېښې ریکارډ کړل شوي دي.

په قبایلي ضلعو کې تېره میاشت دترهګرۍ پېښې 100 فیصدي سیوا شوي دي ، په مارچ کې دغو سیمو کې ټول اووه بریدونه شوي وؤ چې اپریل کې یې بیا شمیره 14 ته لوړه شوې ده.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

ځانګړې ویډیوګانې

پاکستان کې د "عزم استحکام" عملیاتو په اړه څېړونکي څه نظر لري؟
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:23 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG