لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان: د سيند صوبې له زندانونو نور 66 افغانان خوشي کړل شوي


د کراچۍ او سيند صوبې له زندانونو د اته ماشومانو په ګډون 66 افغانان چې د بند سزاګانې يې پوره کړي، خوشي کړل شوي او بيرته افغانستان ته لېږل شوي دي.

په کراچۍ کې د طالبانو د کونسلګرۍ مشر مولوي عبدالجبار وي او اې ډيوه ته وويل ، "پرون 66 کسان خوشي کړی شوي او بيرته د چمن د لارې خپل هيواد ته ليږل شوي، له دې وړاندې 2276 کسان چې ښځې او ماشومان پکې شامل وو، د خوشي کېدو وروسته افغانستان ته ستانه کړل شوي وو".

هغه دعوه وکړه په وروستیو کې نور 30 کسان نيول شوي دي. د سيند صوبې چارواکو دغه دعوې ته کوم ځواب نه دی ویلي.

هغه وويل، "دا وخت زمونږ د اندازې په مطابق 295 کسان په زندانونو کې بند دي".

مولوي عبدالجبار زياته کړه دوی د پاکستان حکومت نه هيله لري چې د افغانانو نيول دې نور بند کړي.

د افغانانو دپاره وکالت کوونکې منيزه کاکړ اېډوکېټ وايي په ورستيو کې داسې قضيې مخې ته راغلې چې اسناد لرونکي افغانان نيول شوي دي.

هغې وويل، "د کراچۍ په زندانو کې ځينې داسې افغانان هم شته چې د تحريک انصاف ګوند غړو په ډول د [16 اېم پي او] لاندې نیول شوي دي".

په کراچۍ کې مېشت افغانان تاييدوي چې د اسناد لرونکو افغانانو د نيولو لړۍ کمه شوې خو د پولیس لخوا د پېسو دپاره تنګول کيږی او پېسې ترې اخستل کیږي.

خو پولیس چارواکو وړاندې وي او اې ډيوه ته ويلي وو که دوی ته دغه ډول شکايت ترلاسه شي د هغو پوليسو پرضد به قانوني کارروايي کوي.

په کراچۍ او د سيند صوبې په بېلابيلو برخو کې د تېر کال راهسې د افغانانو نيولو لړۍ پېل شوې وه.

د سيند صوبايي حکومت او پوليس چارواکو وي او اې ډيوه ته ويلي وو چې دوی هغه کسان نيسي او بيرته یې ليږي څوک چې قانوني اسناد نه لري.

په افغانستان کې واکمنو طالبانو وخت په وخت ویلي، د پاکستاني چارواکو سره یې د افغانانو نيولو مسله شريکه کړې ده.

  • 16x9 Image

    ذوالفقار بېټنی

    ذوالفقار خان بېټنی د پاکستان په کراچۍ ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی چې وخت په وخت د دې ښار په سیاسي، ټولنیزو او نورو موضوعاتو رپوټونه جوړوي. تر دې وړاندې هم هغه په پاکستان کې له نورو رسنیو سره د خبریال په توګه کار کړی او کالمونه یې لیکلي دي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG