د ټېکساس یوالډي کلیزه- صدر جو باېډن یو وارې بیا د وسلو د کنټرول غوښتنه کړې
د امریکا ټېکساس ایالت په یوالډي سیمه کې تېرکال د ښونځي د ۱۹ زده کونکو او دوو ښونکو د وژل کېدو کلیزه لمانځل شوې. ولسمشر جو بایډن په دغه مهال یو ځلې بیا د وسلو د کنټرول د قانون غوښتنه کړی د کوم له مخې به چې پوځي ډول وسلو ته لاس رسی محدود کړای شي. خو د هغه سیاسي مخالفینو په دوامداره توګه ددې کار مخه نیولې. د وي او ای انیټا پاول راپور مجاهد جواد وړاندې کوي.