لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

رانا ثناالله: د نهمې مې د پېښو 499 مقدمې درج شوي، 33 قضيې پوځي چارواکو ته سپارل شوي


د پاکستان د کورنيو چارو وزير رانا ثناالله وايي، د نهمې مې د پېښو وروسته په ټول ملک کې 499 مقدمې [اېف ايي اررز] درج کړی شوي، 88 پکې د ترهګرۍ د مادو لاندې او پاتې د نورو مادې لاندې درج کړی شوي دي او د 33 کسانو قضيې پوځي چارواکو ته سپارل شوي دي.

رانا ثناالله په اسلام اباد کې خبري غونډې ته وويل، "په 499 مقدمو کې يواځې شپږ مقدمې، دوه په پنجاب او څلور په خېبرپښتونخوا کې دي، د هغو ممکنه اورېدنې به په پوځي عدالتونو کې کيږي".

نوموړي وويل، "په ټولو تورونو کسانو کې د 19 قضیې په پنجاب کې او 14 په خېبرپښتونخوا کې پوځي چاوراکو ته د د پلټنو دپاره سپارل شوي دي، دا به کتلی شي چې په کوم کوم ځای کې پوځي قانون او افيشل سيکرټ اېکټ لګول کېدی شي".

هغه زیاته کړه، "د پوځي قانون او افيشل سيکرټ اېکټ 1952 لاندې هغه مقدمې درج کولی او چلولی شي، چې څوک هم پوځي، حساسو او دفاعي ادارو ودانيو ته ننوځي، د دغه کار د پارولو هڅه کوي او سهولت کاري، هغه به د یادو قوانينو سرغړونه کوي او قابل سزا به وي".

رانا ثناالله وویل، "که څوک هم منموعه علاقې ته داخليږي، د هغې دپاره د کوم قانون جوړولو ته ضرورت نشته، پوځي عدالتونه د وړاندې نه موجود دي، دا کار د مرکزي حکومت، يا پوځي مشر مرضي نه ده، که څوک دفاعي ممنوعه علاقې ته ننوځي د قانون ترمخه د هغه قضيه به په پوځي عدالت کې چلیږي او د تېرو 71 کالو نه پوځي قانون په ځای دی ياد قانون څو ځله چېلنج کړی شوی دی خو هغه لاقانونه نه دی ګرځول شوی ځکه د هغې ضرورت دی".

د کورنیو چارو وزير په خبره، ټولې اووه مقدمې څلور په خېبرپښتونخوا او درې په پنجاب کې دي په دغو مقومو کې به د ځينو کسانو پرضد په پوځي عدالتونو کې مقدمې چلول کيږي.

په اسلام اباد کې خبري غونډې ته هغه وويل، "د ترهګرۍ په قضيو کې په ټول ملک کې 3946 کسان نيول شوي، په پنجاب کې 2588 کسان او خېبرپښتونخوا کې 1099 کسان نيول شوي دي".

هغه زیاته کړه په نورو قضیو کې 5536 کسان نيول شوي په هغو کې 80 فيصده په ضمانت خوشي شوي دي.

پرون پاکستاني مطبوعاتو ويلي وو، د لاهور د ترهګرۍ ضد عدالت د کور کمانډر په کور [جناح هاوس] د ورننوتلو او تاوان اړولو په تور کې د اسمبلۍ د پخواني غړي په ګډون 16 کسان پوځي عدالت ته سپارلي دي.

له دغې وړاندې ویل شوی وو، په خېبرپښتونخوا کې هم د 16 کسانو ضد په پوځي عدالتونو کې د قضیو چلولو منظوري ورکړل شوې ده.

د پاکستان حکومت ويلي، په نهمه مې پوځي ودانیو بریدونو کې ککړو کسانو پرضد به په پوځي عدالتونو کې مقدمې چلولی شي.

پاکستان کې په نهمه مې د تحریک انصاف ګوند د مشر او مخکني وزیراعظم عمران خان د غبن په قضیه کې د نيولو وروسته د تحریک انصاف غړو د ملک په لويو ښارونو کې قهرجنې مظاهرې کړې وې، په راولپنډۍ کې په پوځي مرکز جي اېچ کيو، او لاهور کې د کور کمانډر په کور ورغلي، اوورونه یې اچولي، ګاډي یې مات کړي او د نورو سرکاري ودانيو ته د تاوانونو اړولو تورونه پرې لګول شوي وو.

پرون د پاکستان وزیراعظم شهباز شريف په پېښور د امنيت غونډې ته ویلي، په نهمه او لسمه مې چې په خېبر پښتونخوا کې کومو خلکو ترهګري کړې او د ملک دښمني یې کړې ده، په پوځي او ملکي ودانیو یې حملې کړي، د هغو پرضد به د ترهګرۍ د مادو لاندې مقدمه چلولی شي او په پوځي ودانيو برید کوونکو پرضد به په پوځي عدالتونو کې مقدمې چلولی شي.

عمران خان پرون د پوځي عدالتونو ضد سپریم کورټ ته خواست کړی د ګوند غړي يې نيول شوي د هغو پرضد په پوځي عدالتونو کې قضيې کول دې غېر اييني وګرځول شي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG