لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پښتین: د مې نهمې د پېښې په تړاو سلګونه کسان نیول شوي خو د خړ کمر پېښې کورنیو ته انصاف نه ورکول کېږي


ډېره اسماعیل خان / واشنګټن ــــ پښتون ژغورنې غورځنګ د شمالي وزیرستان دته خېل تحصیل کې د خړ کمر په پېښه کې د وژل شویو کسانو یاد تازه کولو د پاره غونډه کړې او ویلي دا ورځ به تر هغه وخته د تورې ورځې په توګه لمانځي چې دوی ته انصاف نه وي ورکړل شوی.

د شمالي وزيرستان په خړکمر علاقه څلور کاله وړاندې په (26 مې) په يوه پوځي چيک پوسته ډزې شوې وې چې د پي ټي اېم د مشرانو په وینا د دوی 16 فعالان پکې وژل شوي او 23 نور ژوبل شوي وو، خو د پاکستان پوځ تور پورې کړی وو چې د پي ټي ایم کسانو د دوی پر چیک پوسټ برید کړی وو.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین د وژل شويو کسانو تلین غونډې ته وینا پرمهال ویلي، د مې په نهمه پوځي ځایونو ته زیان اړولو په تور په سلګونو کسان نیول شوي خو د شمالي وزیرستان خړ کمر پېښې څلور کاله پوره شول او په دې پېښه کې تر اوسه وژل شوو کسانو ته انصاف ور نه کړی شو.

پښتین تور پورې کړی دغه کسانو ته انصاف ځکه نه ورکړل کیږي چې د ده په وینا "په رڼا ورځ د پاکستان پوځ په پرامنه احتجاج کوونکو ډزې کړې او بې ګناه احتحاج کوونکي یې وژلي دي". پښتین وایي هغه وخت د پاکستان مېډیا او تېر د پاکستان تحریک انصاف حکومت د دوی خلاف منفي پروپېګنډه کولې او دوی یې په زندانو کې بندول چې په دا پېښه غلې کړي.

هغه وویل د نهم مې په پېښه د پاکستان مطبوعات خبرونه او مرکې خپروي او عدالتونه پکې سوموټو اخلي خو د خړ کمر په پېښه دا عدالتونه او مېډیا بېخي غلي دي.

د منظور پښتین په وینا دغه وژل شويو کسانو مبارزه د جنګ پرضد او امن د پاره وه او "د منصوبې سره وژل شوي" چې دا د ډالري جنګ منصوبو په وړاندې خنډ لرې کړي.

پښتین تور پورې کړ چې سیمې ته د جنګ نوې منصوبې راوړل کېږي او د ده په وینا مقصد یې دا دی چې "په علاقه کې نوي ځمکني ماینونه ښخ کړي او د عملیاتو پر مهال عام ولس ځورول کیږي ځکه چې خلک مجبور کړي او بیا دا علاقې دوی ته خالي کړي".

غونډې ته د وینا پرمهال د قامي پارلیمان غړي علي وزیر ویلي ،وژل شوي کسان "قامي شهیدان" دي او دوی ته انصاف ترلاسه کېدو د پاره به خپله مبارزه دوام داره ساتي.

یو ځایي مشر ملک عطاء الله ویلي د کورنۍ یې درې کسان په دې پېښه کې وژل شوي، خو وایي تراوسه دوی ته دا مالومه نه شوه چې په څه جرم وژل شوي دي.

هغه ویلي دوی په علاقه کې احتجاجي پرلت پیل کړی وو چې پکې یې د امنیت غوښتنه کوله.

په 2019 کې د پي ټي اېم د مشرانو او قامي اسمبلۍ غړو محسن داوړ او علي وزیر په مشرۍ په خړ کمر کې احتجاجي مظاهره کېدله او په دغه مهال چې دا مظاهره چيان په پوځي چيک پوسته ورغلي هلته بيا د ډزو پېښه شوې وه.

پوځ او پي ټي اېم په يو بل د ډزو کولو تورونه لګولي، پوځ ويلي وو د محسن داوړ او علي وزير په مشرۍ احتجاج کوونکي د مشکوک ترهګر د خلاصولو دپاره په چيک پوسته ورختلي او بیا د پوځ لخوا د مخنيوي په وخت دوی په پوسته ډزې کړې وې چې په نتيجه کې يې پينځه پوځي سرتيري ژوبل شوي وو.

پوځ ویلي وو د پوځ په ځوابي ډزو کې بيا درې کسان وژل شوي او لس نور ژوبل شوي وو.

پوځ دا هم ويلي وو چې په دغه موقع یې علي وزير سره د اته نورو کسانو نيولی وو او محسن داوړ بيا وروسته په خپله ځان پوليس ته حواله کړی وو.

خو وروسته د شمالي وزيرستان انتظاميې د خړکمر په پېښه کې د 15 کسانو د وژل کېدو او 23 ټپي کېده تاييد کړي او د خېبرپښتونخوا حکومت بیا د مړو او ژوبلو دپاره امدادي پېسې اعلان کړې وې.

پوځ د پېښې مقدمه د ترهګرۍ د مادو لاندې د علي وزير او محسن داوړ پرضد درج کړې وه او هغوی پکې بيا جېل ته لېږل شوي وو.

خو د بنو د ترهګرۍ د عدالت د اېبټ اباد څانګې بيا په 14م اکتوبر 2020 په علي وزير او محسن داوړ د خړکمر د پېښې او وروسته بيا په يو پوځي ګاډي د چاودنې جوړې مقدمې خارج کړې وې.

د دغه پیښې وروسته پي ټي ایم په ملکي او نړیواله کڅه احتجاجي مظاهرې کړې چې پکې د انصاف غوښتنې شوې وې.

منظور پښتین وایي د دوی د غوښتنو د منلو پر ځای د دوی خلاف د ملک په ګوټ ګوټ کې مقدمې درج شوې او د دوی پلویان زندانونو کې بندیان کړی شول.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG