لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

مطبوعات وایي هند د خپل نصاب نه د علامه اقبال په اړه مضمون ویستی دی، څېړونکي دا ګام د هند په تاوان بولي


په پاکستان کې تعلیمي ماهرانو اؤ لیکوالانو په هند کې د نصاب نه د پاکستان “د قامي شاعر علامه اقبال” په اړه د مضمون ویستل کیدلو د اقدام غندنه کړې ده اؤ دا یې هند دطالبعلمانو سره زیاتی بللی دی.

په اسلام اباد کې د قایداعظم پوهنتون د پاکستان د مطالعاتو د څانګې مشر اؤ وتلی لیکوال پروفیسر ډاکټر حنیف خلیل ډیوه ته وایي علامه اقبال دیوې سیمې اؤ یو دور شاعر نه دی بلکې هغه دنړۍ شاعر دی اؤ که هند دخپل نصاب نه دعلامه اقبال په اړه مضمون ویستلی وي نو دا ددغه هیواد دطالبعلمانو سره زیاتی دی.

مطبوعاتي رپورټونه وایي هندوستان دخپل نصاب دکتابونو نه دپاکستان دقامي شاعر علامه اقبال په اړه مضمون ویستلی دی.

دپاکستان په ایکسپریس ټریبیون ورځپاڼه کې دهندي مطبوعاتو په حوالې سره خپور شوي رپورټ کې ویل شوي چې دهند د بي ای یا څوارلسم د نصاب نه دعلامه اقبال په اړه د"اقبال،کمیونټي"په نوم مضمون د دهلي پوهنتون د اکېډمک کونسل د قرارداد نه وروسته ویستل شوی دی.

داقبال،کمیونټي"په نوم دا مضمون دهند دپولیټکل ساینس په نصاب کې شامل ؤ .

رپورټ کې ددهلي پوهنتون د انتظامیې له قوله ویل شوي چې د اقبال په اړه دنصاب دکتاب نه دا مضمون په دې خاطر ویستل شوی چې نوښتونه یا نوي بدلونونه پکې وکړي.

دعلامه اقبال دافکارو څېړونکی اؤ په اسلام اباد کې دقایداعظم پوهنتون دپاکستان دمطالعاتو دڅانګې مشر پروفیسر ډاکټر حنیف خلیل د دهلي پوهنتون ددې اقدام په اړه ډیوه سره خبرو کې ویلي که دیو ملک په نصاب کې دعلامه اقبال په اړه مواد شامل وي نو دا اقبال ته کومه ګټه نه ورکوي بلکې هغه هیواد پرې ویاړ کولی شي چې دعلامه اقبال په څېر افکار خپل ملک کې طالبعلمانو ته ورښایي.

پروفیسر خلیل وایي "که په هندوستان کې دنصاب نه اقبال ویستل شوی دی نو دا هندوستاني طالبعلمانو سره ظلم دی،زیاتی دی ځکه چې اقبال ځای پځای دهندوستان سندرې ویلي دي اؤ دپاکستان نه مخکې هندوستان خپل قامي شاعر تصور کړی ؤ"

دتعلیمي چارو دماهر حنیف خلیل په وینا، که دیو قامي شاعر افکار دهغه هیواد اؤ ملت په نصاب کې نه وي ددې مطلب دادی چې دغه ملک اؤ دغه ملت دخپلو قامي اتلانو نه مخ اړوي اؤ دا ډیر زیات دغندنې وړ عمل دی.

هغه وایي یوازې په هندوستان کې نه بلکې علامه اقبال په جرمني، روس،ایران،امریکا اؤ په ټوله نړۍ کې خور دی اؤ ددنیا په نصابونو کې شامل دی .

دحنیف خلیل په خبره، که هندوستان علامه اقبال دخپل نصاب نه ویستی وي نو دا به یې خپل لوستونکي ماشومان اؤ طالبعلمان دیو ډیر لویې مفکر دفکر سره اشنا کیدلو نه محروم کړي وي اؤ دې سره دعلامه اقبال په مقام هیڅ اثر نه پریوځي

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG