لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا په صومالي کې د الشباب ډلې په ضد هوایي حمله کړې ده


د صومالي د شبیلي السفلی سیمه چې بولو مارېر ښار یې یوه برخه ده
د صومالي د شبیلي السفلی سیمه چې بولو مارېر ښار یې یوه برخه ده

واشنګټن - د امریکايي ځواکونو د افریقې څانګه یا کمانډ وایي چې امریکا د جمعې په ورځ په صومالي کې د الشباب تندلارې ډلې په جګړه مارانو باندې هوایي بریدونه کړي دي.

د امریکايي ځواکونو د افریقې کمانډ د خالي/شنبې په ورځ په یو بیان کې وویل چې په دې هوایي برید کې هغه وسلې او پوځي وسایل تباه کړی شوي چې "د الشباب جګړه مارانو په غیرقانوني توګه قبضه کړي و." په بیان کې دا نه دي ویلی شوي چې دا وسلې او وسایل له کومه ځایه غلا کړی شوي و.

امریکایي پوځیان وایي چې په الشباب ډلې باندې دغه هوایي برید د صومالي د شبیلي السفلی سیمې په بولو مارېر ښارګوټي کې د افریقايي اتحاد منتقلي مېشن یوې اډې ته څېرمه ترسره شوی دی.

د امریکايي ځواکونو د افریقې څانګه یا کمانډ وایي چې دغه هوایي حمله "د صومالي د فېډرل حکومت او په صومالي کې د افریقایي اتحاد د منتقلي مېشن په ملاتړ کې" ترسره شوی دی.

د امریکایي پوځیانو ابتدايي ارزونې دا دي چې په دې عملیاتو کې هېڅ کوم عام کس ته ځاني نقصان ندی رسېدلی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG