لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عمران خان نن پلټنو ته بلل شوی، د دفاع وزیر وایي پرضد یې د پوځي قانون لاندې کارروایي له امکانه بهر نه ده


د پاکستان پخوانی وزیراعظم اؤ د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان د نهم مئ د پېښو د پلټنو په لړ کې نن د نهې/سې شنبې په ورځ د پلټنو ګډې ډلې یا جې آی ټي ځانته رابللی دی.

د هیواد د دفاع وزیر خواجه اصف وایي د عمران خان پرضد د پوځي قانون لاندې کارروایي له امکانه بهر نه ده.

په نهم مئ پاکستان کې د عمران خان د ګرفتارۍ پرضد د شوؤ قهرژنو احتجاجونو په مهال پوځي تاسیساتو اؤ دولتي ودانیو ته د اورونو اچولو کیدو اؤ پولیسو سره د نښتو پلټنو لپاره د پنجاب حکومت 10 بیلابیلې ګډې پلټنیزې ډلې جوړې کړې دي.

د اړي ګړي د دغو پېښو په تړاؤ د عمران خان پرضد پنجاب کې بیلابیلې مقدمې هم درج کړی شوي دي.

پاکستاني رسنۍ وایي چې د لاهور‌ د کور کمانډر په کور اؤ عسکري ټاور د شوؤ بریدونو د پلټنو لړ کې د ډي آی جي کامران خان په مشرۍ جوړې شوې د پلټنو ګدې ډلې نن د نهې یا سه شنبې په ورځ عمران خان ځانته رابللی دی.

رسنۍ وایي چې د پلټنو د ګډې ډلې لخوا د عمران خان د رابلل کیدو نوټس هغه ته رسیدلی دی اؤ نوموړي په دې اړوند تېره ورځ د خپلې قانوني ډلې سره مشورې هم کړې دي خو پرېکړه یې نه ده کړې چې نن به دپلټنو لپاره جی آی ټي‌ ته وړاندې شي که نه؟

په عین حال کې د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف ویلي د عمران خان پرضد د پوځي قانون لاندې کارروایي له امکانه بهر نه ده.

دجیو ټي وي په یو پروګرام کې د خبرو په مهال د دفاع وزیر ویلي عمران خان وړومبی خپلې ټولې حربې و ازمایلې خو کله چې پوهه شو چې اوس هغه په یوه بنده کوڅه کې ولاړ دی نو د هلته نه اسټیبلشمنټ ته غږونه کوي چې ده سره دې خبرې وکړل شي.

نوموړي وویل ښاغلي خان چې د تېرو درې، څلورو ورځو راهسې د سولې یا پښیمانۍ کوم الفاظ له خولې ویستي په هغې کې هیڅ خلوص یا صداقت نشته اؤ له دې لارې یوازې د ځان ژغورنې هڅه کوي.

د عمران خان پلویان اؤ د ګوند مشران وروسته له هغې د سختو حالاتو سره مخ شوي چې په نهم مئ د غبن په یوه قضیه کې عمران خان د نیب لخوا ونیول شو اؤ د ګوند پلویانو یې ګرد هیواد کې له قهره ډک احتجاجونه پیل کړل.

ددغو احتجاجونو په مهال مظاهرین په راولپنډۍ کې په پوځي مرکز جي اېچ کيو، او لاهور کې د کور کمانډر په کور ورغلي وؤ اؤ اورونه یې ورته اچولي وؤ.

د دې ترڅنګ پاریدلو مظاهره چیانو ګاډي مات کړي وؤ او نورو سرکاري ودانيو ته پرې د تاوانونو اړولو تورونه لګول شوي وو.

د پاکستان د کورنيو چارو د وزير رانا ثناالله ترمخه، د نهمې مئ د پېښو وروسته په ټول ملک کې(د تحریک انصاف د مشرانو اؤ غړو خلاف) 499 مقدمې [اېف آی اررز] درج کړی شوي، 88 په کې د ترهګرۍ د مادو لاندې او پاتې د نورو مادې لاندې درج کړی شوي دي او د 33 کسانو قضيې پوځي چارواکو ته سپارل شوي دي.

د بشري حقونو تنظیمونو پاکستان کې د ولسي وګړو پرضد دپوځي قانون لاندې د مقدمو په چلولو اندېښنې ښکاره کړي اؤ د پاکستان په حکومت یې غږ کړی دی چې باید د ټولو وګړو بشري حقوق خوندي کړي.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG