د پاکستان د روغتیا مرکزي وزیر عبدالقادر پټیل ویلي د پېښور د دوؤ سیمو نه اخستل شوؤ د چاپیریال نمونو کې د پولیو وایرس د شتون پخلی شوی دی.
پخپل یو بیان کې د صحت وزیر ویلي دغه نمونې د پېښور د لړمې اؤ نري خوړ سیمو نه ترلاسه شوی اؤ دپولیو کوم وایرس چې په کې موندل شوي نو هغه په جینیاتي ډول د افغانستان په ننګرهار ولایت کې د موجود پولیو وایرس په څېر دي.
ښاغلي عبدالقادر پټیل ویلي پاکستان اؤ افغانستان د پولیو پرضد مبارزه کې متحد دی اؤ پاکستان د پولیو نوغي ویستلو ته ژمن دی.
مرکزي وزیر پخپل بیان کې ویلي چې پاکستان د پولیو د بشپړې خاتمې لپاره ټول اړین ګامونه پورته کوي اؤ په دې لړ کې د والدینو هم ذمه واري جوړیږي چې خپلو اولادونو ته د پولیو د مخنیوي څاڅکي ورکړي.
تر دې وړاندې په 19م اپرېل د پاکستان د قبایلي ضلعې کوز جنوبي وزیرستان د وچه خوړه يونين کونسل د قرېشي محلې څخه هم اخستل شوؤ ماحولياتي نمونو کې د پولیو وایرس د شتون تصدیق شوی ؤ.
دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د روان کال په اوږدو کې دپولیو لومړۍ پېښه رپوټ شوې ده.
په افغانستان کې د واکمنو طالبانو د عامې روغتيا چارواکو دغه پېښه تاييد کړې ده.
د ملګروملتونو د ماشومانو ادارې یونیسف وياند کمال شاه هم وي او اې ډيوه ته تاييد کړې چې د ننګرهار په بټي کوټ سيمه کې دا پېښه معلومه شوې او دا په افغانستان کې د روان کال د پوليو لومړۍ پېښه ده.
نوموړي ویلي دا د اندېښنې خبره ده چې سږکال په پاکستان کې په ماحولياتي نمونو کې د پوليو وايرس معلوم شوي او د هغې تړاو د ننګرهار سره معلوم شوی دی.
نوموړي زياته کړې د پولې دواړو غاړو ته د پوليو وايرس شتون دا نوره د پرېشانۍ خبره ده.
د راپورونو ترمخه تېر کال په 2022م کې په افغانستان کې د پولیودوه پېښې رپورټ شوې وې، او له دغې وړاندې په کال 2021م کې د پوليو څلور پېښې مخې ته راغلې وې.
کال 2023م کې پاکستان کې د پوليو يوه پېښه او شپږ ماحولياتي نمونې رپورټ شوي دي.
او په تېرو دوه کلونو کې د خېبرپښتونخوا د جنوبي برخو نه علاوه په بل کوم ځای کې د پوليو کومه پېښه مخې ته نه ده راغلې.
د روانې میاشتې په سر کې پاکستان کې د پوليو مخنيوي پروګرام ويلي وو، د خېبرپښتونخوا د پېښور او هنګو سیمو څخه ترلاسه کړی شوو ماحولياتي نمونو کې د پوليو وايرس تصديق شوی دی.
له دغې وړاندې د جنورۍ په میاشت کې په لاهور کې هم په ماحولياتي نمونو کې د پوليو وایرس موندل شوي، او د دغو ټولو په اړوند ویل شوي وو چې تعلق یې د ننګرهارد وايرسو سره دی.
پاکستان کې د پوليو مخنيوي د پروګرام ترمخه سږ کال تراوسه پورې په ملک کې د پوليو يواځينې پېښه په بنو کې رپورټ شوې ده.
په 2022م کال کې پاکستان کې د پوليو 20 پېښې مخې ته راغلې او ټولې په خېبرپښتونخوا صوبه کې معلومې شوې وې چې پکې 17 په شمالي وزیرستان، دوه په لکي مروت او يوه په جنوبي وزيرستان کې رپورټ شوې وه.