لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شهباز شریف: ګډوډي جوړوونکي د مذاکراتو وړ نه شي کېدی


د پاکستان وزیراعظم شهباز شريف ویلي، "خبرې اترې د سياسي عمل مهمه برخه ده خو هغه خلک چې ګډوډي جوړوي اورونه لګوي او ځان تش په نوم سياستوال بولي د خبرو اترو وړ نه شي کېدی".

د خالي- شنبې په ماسخوتن پاکستان تحريک انصاف ګوند د حکومت سره د مذاکراتو دپاره اووه کسيزه کميټي جوړه کړې او ويلي یې وو د عمران خان په وېنا کميټي به د انتخاباتو په اړه د حکومت سره تګلاره جوړوي.

شهباز شریف نن د نهې- سه شنبې په ورځ په يو ټویټ کې د عمران خان يا تحريک انصاف ګوند نوم نه دی اخستی خو ویلي یې دي:

"خبرې اترې د سیاسي عمل یوه مهمه برخه ده او د جمهوريت په وده کې مهم رول لوبوي. تاریخ له داسې سیاسي او اييني لاسته راوړنو ډک دی کله چې سیاسي مشران د خبرو اترو په مېز ناست دي او په قامي چارو یې اتفاق شوی".

هغه زياته کړې، "خو دلته يو بنيادي فرق دا دی، هغه خلک چې ګډوډی جوړوي او اور لګوي، او داسې خلک ځان تش په نوم سياستوال بولي د خبرو اترو وړ نه شي کېدی".

د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف ویلي، "د دغو خلکو د وسله والو اعمالو حساب پکار دی، او دا کومه بده خبره نه ده، بلکې د نړۍ په پرمختللو جمهوريتونو کې د داسې خلکو سره حساب کيږي".

عمران خان يا د هغه ګوند د وزیراعظم شهباز شریف بيان ته کوم رسمي ځواب نه دی ویلی.

د وزیراعظم نه وړاندې د پاکستان د حکومت مرکزي وزيرانو هم د مخالفه پاکستان تحريک انصاف ګوند سره د مذاکراتو کولو رد کړی او د خزانې وزير اسحاق ډار ویلي وو څو پورې چې عمران خان د قام نه معافي نه وي غوښتي مذاکرات نه شي کېدی.

پاکستان کې په نهمه مې د تحریک انصاف ګوند د مشر او مخکني وزیراعظم عمران خان د غبن په قضیه کې د نيولو وروسته د تحریک انصاف غړو د ملک په لويو ښارونو کې قهرجنې مظاهرې کړې وې، په راولپنډۍ کې په پوځي مرکز جي اېچ کيو، او لاهور کې د کور کمانډر په کور ورغلي، اوورونه یې اچولي، ګاډي یې مات کړي او د نورو سرکاري ودانيو ته د تاوانونو اړولو تورونه پرې لګول شوي وو.

د پاکستان حکومت ويلي، په نهمه مې پوځي ودانیو بریدونو کې ککړو کسانو پرضد به په پوځي عدالتونو کې مقدمې چلولی شي.

د کورنيو چارو وزير رانا ثناالله او د رېلوې وزير سعد رفيق هم د تحریک انصاف ګوند سره د مذاکراتو رد کړی وو.

د تحريک انصاف ګوند لخوا د حکومت سره د مذاکراتو دپاره په جوړه شوې کمېټۍ کې شاه محمود قرېشي، پروېز خټک، اسد قېصر، حليم عادل شېخ، عون عباس، مراد سعيد او حماد اظهر شامل دي.

د تحريک انصاف د کمېټۍ جوړولو وروسته د حکومتي واکمنه ګوند مسلم ليګ ن مشر او پخواني وزیراعظم نواز شریف ويلي وو خبرې اترې د سياستدانانو سره کېدی شي.

تېره میاشت هم د ايتلافي حکومت او پاکستان تحریک انصاف ترمنځ د مذاکراتو ناستې شوې وې خو بې د کومې نتيجې دغه ناستې ختمې شوې وې.

د اتحادي حکومت او پاکستان تحریک انصاف ترمنځ د انتخاباتو د نېټې دپاره مذاکرات د سپريم کورټ د امر په رڼا کې شوي وو.

د پاکستان سپریم کورټ د انتخاباتو د نېټې په اورېدنه کې د بېلابیلو سیاسي ګوندونو مشران عدالت ته بللي او ورته یې ويلي وو دوی باید خپلو کې په یوه ورځ د انتخاباتو د نېټې ټاکلو دپاره مذاکرات وکړي او عدالت دې د دغو مذاکراتو د نتیجې نه خبر کړي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG