واشنګټن (اې پي) ـــ د هند په منیپور ریاست کې د امنیتي ځواکونو او وسلوالو قبایلي باغیانو تر منځ له څه مودې نښته لا روانه ده او د ګل- دوشنبې په ورځ هم د ډزو او کورونو ته د اور اچولو پېښې شوې دي چې د چارواکو په وینا پینځه تنه نور پکې وژل شوي دي.
منیپور له میانمار یا برما سره پوله لري چې پکې له څو اوونیو راهیسې وروسته له هغه له تشدده ډکې شخړې روانې دي چې لومړی دلته د اکثرو عیسایانو قبایلي ډلو له هندو اکثریت خلکو سره د ځانګړو اقتصادي ګټو د غوښتنې پر سر جګړه وشوه.
په دې جګړو کې تر اوسه تر 75 ډېر کسان وژل شوي دي او دا په دې شمال ختیځ ریاست کې په تېرو څو لسیزو کې تر ټولو بده قومي شخړه ګڼل کېږي، چې په سلګونو کسان پکې ژوبل او تر 35000 زیات خلک بې کوره شوي دي.
دې شخړو د هندوستان مرکزي حکومت دې ته مجبور کړی چې په زرګونو نیم پوځي عسکر او پوځيان منیپور ته ولېږي چې د اسوسیېټیډ پریس په وینا وروستي زیات کسان د امنیتي ځواکونو په ډزو وژل شوي او ټپیان شوي دي.
د دې ریاست وزیراعلی این بیرن سینګ وایي، حکومتي ځواکونو په مرکز امپال کې د کوکي قبیلې 40 یاغیان وژلي دي، خو دا معلومه نه ده چې دا شمېر په دې روانه جګړه کې د ټولو وژل شویو کسانو برخه دی که نه.
بیرن سینګ خبریالانو ته وویل، "دا جګړه د قبایلي ټولنو تر منځ نه ده، دا د کوکي باغیانو او د حکومت د امنیتي ځواکونو تر منځ ده"، وایي وسلوالو پر عامو خلکو ډزې کړې او کورونه يې سوځولي ځکه نو امنيتي ځواکونه د هغوی د بريدونو د مخنیوي لپاره ګامونه واخیستل.
د هند د کورنیو چارو مرکزي وزیر امیت شاه د ګل- دوشنبې په ماښام د منیپور مرکزي ښار امپال ته ورغلی چې امنیتي حالات له نیژدې وګوري او د امن په بحالۍ کې مرسته وکړي.
ښاغلي امیت شاه د نهې- سه شنبې په ورځ پر ټویټر لیکلي چې هلته یې د مدني ټولنې او د ښځینه مشرانو له یوې ډلې سره لیدلي او د امن د بیرته پر ځای کولو په اړه یې ورسره خبرې کړې دي.
د پرس ټرسټ آف انډیا خبري ایجنسۍ د رپوټ له مخې جګړه هغه وخت پیل شوه چې امنیتي ځواکونو له پولیس تاڼو په لوټ شوې وسله پسې پلټنه پیل کړه.
د یکشنبې- اتوار په ورځ په ځینو کلیو کې کورونه او ودانۍ سوځول شوې دي، چې پر ټولنیزو رسنیو په خپرو شویو ویډیوګانو کې لیدل کېږي تور لوګي او لمبې ترې پورته کېږي.
د منیپور د ریاستي حکومت ویاند سپم رنجن وایي، پوځیانو هوایي ډزې کړې او اوښکې بهوونکی ګېس یې کارولی چې خلکو سره خواره کړي او امپال ته نیژدې له پولیس تاڼې وسله را وباسي.
رنجن وایي په وروستيو اوونيو کې 1,041 ټوپکونه او 7,500 ګولۍ لوټ شوې دي او چارواکو تر اوسه پورې شاوخوا 500 وسلې تر لاسه کړي دي.
دا شخړه لومړی د مې پر دریمه هغه وخت پیل شوه چې اکثریت میټي هندوانو له حکومته غوښتنه وکړه دوی ته دې ځانګړی حیثیت ورکړل شي چې د ځنګل مځکې ته د لاسرسي، د بېنک د ارزانه پورونو او روغتیا په ګډون تعلیمي اسانتیاوې او نورې سرکاري نوکرۍ ورکړل شي خو تر 50 زره زیاتو د کوکي قبیلې او د نورو عیسایي قبیلو کسانو د دوی د دې غوښتنې خلاف احتجاجونه وکړل.