لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پنجاب پوليس: د عمران ریاض معامله کې د افغانستان نمبر کارول شوی، سمیع ابراهیم کور ته ستون شوی


د پاکستان د پنجاب صوبې پوليس مشر لاهور هايکورټ ته ويلي، د اېنکر پرسن يا ټي وي پروګرام کوربه عمران رياض خان تر اوسه هيڅ درک نه دی معلوم شوی او د هغه په معامله کې د افغانستان نمبر کارول شوی دی او بل بې درکه صحافي سميع ابراهيم شپږ ورځې وروسته بيرته کور ته ستون شوی دی.

سميع ابراهيم په ټویټر دومره ویلي، شکر الحمدالله. خو نور یې څه نه دي ویلي چې هغه چرته وو؟.

د خبريالانو د حقونو د څار نړيوال تنظيم رپورټر ود اوټ بارډر په 11 مې ویلي وو، د تحریک انصاف ګوند د مشر عمران خان د نيولو وروسته د احتجاجونو په مهال په خبريالانو تشدد شوی، په دغه مهال پوليسو، عمران خان ته نزدې ګڼل کېدونکي دوه خبريالان هم نيولي وو.

د تنظيم د بيان ترمخه د بول نيوز ټي وي اېنکر عمران رياض خان تشدد پله د راپارولو په تور د سيالکوټ د هوايي اډې څخه نيول شوی وو.

د پاکستانيو رسنيو ترمخه نن د پنجاب صوبې پولیس مشر ډاکټر عثمان انور او دفاع وزارت استازی لاهور هايکورټ ته مخامخ شوي دي.

د لاهور هايکورټ چيف جسټس محمد عامر بټي پوښتنه کړې عمران رياض تر اوسه ولې بې درکه دی؟ او د دفاع وزارت استازي ويلي، دوی نه ده معلومه کړې چې هغه چرته دی.

او د پنجاب پوليس مشر ویلي، "په جیو فېنسنګ کې معلومه شوې، په دغه پېښه کې بهرنی نمبر کارول شوی او نمبر په افغانستان کې معلوم شوی دی او مونږ د دې وړتيا نه لرو چې په افغانستان کې نمبر معلوم کړو".

رسنۍ وايي، پوليس مشر عدالت ته ويلي د ټيليفون نمبر په اړوند جزيات عدالت ته وړاندې کولی شي.

له دې وړاندې په اورېدنه کې عدالت ويلي وو، عمران رياض دې په 30 مې عدالت ته وړاندې کړی شي.

د اېنکر پرسن عمران رياض پلار د زوي د خوشي کولو دپاره لاهور هايکورټ ته خواست کړی وو.

د پاکستان د دفاع وزير خواجه اصف د وي او اې اردو سره په يوه مرکه کې د عمران رياض په بې درکۍ د لاعلمۍ څرګندونه کړې او ويلي یې وو، کوم خبريالان چې د يو ګوند پلوي کوي هغه بيا خبريالان نه وي.

هغه ويلي وو، " ماته نه ده پته، چې هغه چرته دی، خو هغه د سيالکوټ اېرپورټ نه د بهر تللو کوشش کوو، کله چې تاسو په نظام يقين ساتۍ نو بيا به هلته پاتې کېږئ، تېښته به نه کوئ. کوم صحافيان چې دومره ښکاره د يو ګوند ملاتړ کوي هغوي بيا صحافيان نه شي کېدلی".

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG