لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا کې بندي پاکستانۍ عافیه صدیقي 20 کاله وروسته خپلې خور فوزیه صدیقي سره زندان کې لیدلي


امریکا کې دقید پاکستانۍ سائنس پوهه ډاکټرې عافیه صدیقي سره دهغې خور فوزیه صدیقي لږ تر لږه 24 کاله وروسته په وړومبي ځل ملاقات کړی دی.

ډاکټره عافیه صدیقي دا مهال دامریکا فورټ ورتهـ زندان کې خپل 86 کلن بند لنډوي اؤ دهغې خور فوزیه صدیقي ته په دې وروستیو کې عافیه صدیقي سره د لیدنې لپاره دامریکا ویزه ورکړ شوې وه.

دپاکستان دسینیټ غړي مشتاق احمد خان چې دا مهال د امریکا په سفر دی،دعافیه صدیقي سره دهغې دخور فوزیه صدیقي د لیدنې پخلی کړی دی اؤ وایي سبا د زیارت - پنجشنبې په ورځ به دی پخپله هم دعافیه صدیقي سره په فورټ ورتهـ کې لیدنه وکړي.

پخپله ټویټر پاڼه سنیټر مشتاق احمد خان لیکلي چې د عافیه صدیقي سره خپلې خور فوزیه صدیقي دا لیدنه 20 کاله وروسته کړې ده چې دوه نیم ساعته یې دوام درلودو.

هغه وایي ددې لیدنې په مهال ډاکټرې فوزیه ته اجازه نه ده ورکړل شوې چې عافیه صدیقي په غیږ کې ونیسي، یا ورسره لاس میلاؤ کړي.

د مشتاق احمد له مخې ، ډاکټرې فوزیه ته دا اجازه هم نه ده ورکړل شوې چې هغه عافیه صدیقي ته دهغې دبچو عکسونه ور وښایي.

سنییټر مشتاق لیکلي دجیل دیوې کمرې منځ کې یوه پېړه شیشه لګېدلې وه اؤ دواړو خویندو ددغه شیشې نه دپورې غاړې نه یو بل سره لیدنه کړې ده.

هغه وایي عافیه صدیقي سپین سکارف پسر کړی ؤ اؤ دجیل خړ لباس یې په تن ؤ اؤ د دووه نیمو ساعتو لیدنه کې یې وړومبي یو ساعت کې هره ورځ په ځان دتېریدونکو سختیو احوال بیان کړی دی.

پاکستاني سائنسدانې ډاکټرې عافيه صديقي ته په 23م ستمبر کال 2010م کې د وژنې دهڅې په ګډون د اوؤ تورونو په اساس د86ؤ کلونو دبند سزا اورول شوې وه اؤ اوس مهال دټيکساس دفورټ ورتهـ په يو زندان کې بندي ده.

عافیه صدیقي چې دناdن الیون دپېښو په پلان جوړونکي اؤ دالقاعده دمهم مشرخالد محمد شیخ په یو وراره واده ده دکال 2008م دجولايي په مياشت کې دافغانستان په غزني ولايت کې افغان پوليسو دخپل مشر ځوې احمد سره يو ځايې نيولې وه.

په هغې تور دی چې دنیولو په وخت یې په امریکایي پوځیانو ډزې هم کړې وې اؤ ددې ترڅنګ یې د ولکې څخه داسې کاغذونه هم ترلاسه شوي وؤ چې ترې په امريکا دبريدونو پلانونه څرګندیدل.

خالد شیخ محمد په پاکستان کې له نیول کیدو ورسته دا منلي وو چې عافیه صدیقي د القاعدې د پاره کار کوي خو د برطانيي ورځپاڼې انډیپنډنټ خبریال رابرټ فسک په خپل یو رپورټ کې پخوا ویلي وو چې کیدای شي خالد شیخ محمد رېښتیا ویلي وي خو د هغه دغه بیان د امریکې لخوا په قید کې د سختو سزاگانو لکه واټر بورډنگ نه وروسته راغلی و نو ځکه زیات باور پرې کیدای نه شي.

رابرټ فسک د عافیه صدیقي په افغانستان کې نیولو، بیرته پاکستان کې د هغې خپلې کورنۍ سره لیده کاته او د هغې د دریوM بچو په اړه ټولې قیصې ته د رازونو ډکه قیصه وايي.

خو عافیه صدیقي اؤ کورنۍ یې دا تورونه ردوي اؤ دریځ لري چې هغه دپاکستان څخه تښتول شوې ده.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

ځانګړې ویډیوګانې

پيوټن د نورو شپږو کلونو دپاره د روس صدر منتخب شو
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:55 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG