لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

طالبانو له لویدیځو هېوادونو غوښتي چې له افغانستانه د لوستو او پوهو کسانو ویستل ودروي


واشنګټن – طالبانو په لویدیځو هېوادونو غږ کړی چې له افغانستان څخه دې بهر ته د لوستو او پوهو کسانو وېستل ودروي او وايي، دا بهیر افغانستان ژوبلوي.

طالب مشران وایي، ټول افغانان د هغو په ګډون چې له تېر افغان حکومت سره یې کار کړی په هېواد کې خوندي‌ دي‌ او په ازاده توګه کار او ژوند کولای شي.

د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي د نهې یا سې شنبې په ورځ وویل، "نړۍ باید دې پیغام ته هم غوږ ونیسي چې افغانانو ته دې د کډوالۍ هغه دوسیې نه پرانیزي چې کواکې دلته یې ژوند په خطر کې دی."

متقي زیاتوي، "دوی باید د افغانستان کدرونه، د افغانستان ساینسي کدرونه او د افغانستان ویاړونه ژوبل نه کړي او دې هیواد څخه یې ونه باسي."

په لسګونو زره افغانان چې اکثره یې لوستي او تعلیم یافته وو او له تېر افغان حکومت سره یې کار کړی وو، د طالبانو له وېرې په تېرو دوو کلونو کې له هېواده تښتېدلي دي.‌

ملګروملتونو او د بشري حقونو نورو ډلو طالبان د تېر حکومت د ځینو امنیتي کارکونکو په وژنو، بندي کولو او شکنجه کولو باندې تورن کړي دي خو طالبان دا ردوي.

امریکا، کاناډا او ګڼو نورو اروپايي‌ هېوادونو د ۲۰۲۱ د اګسټ راهیسې کله چې طالبانو واک ترلاسه کړی تر ۱۵۰۰۰۰ زیاتو افغان کډوال او پناه غوښتونکي په خپلو هېوادونو کې منلي دي.

کاناډا ته په ګڼ شمېر افغانان ورغلي:

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور سرپرست وزیر خیر الله خیرخواه تېره اونۍ ادعا وکړه چې د کابل پوهنتون استاذانو ته له بهر څخه بلنې راځي چې کډوالۍ ته درخواست واستوي.

دغه تبصره د رسنیو د هغو راپورونو په غبرګون کې شوې چې د کابل پوهنتون تر نیمايي زیات استاذان چې کابو ۴۰۰ تنه کېږي د امنیتي اندېښنو، د طالبانو د بندیزونو او نورو ټولنیزو او اقتصادي ستونزو له امله له افغانستان څخه وتلي دي.

دغه ډول د بې پولې خبریالانو د راپور له مخې، د رسنیو په سلګونو کارکونکي له افغانستان څخه وتلي دي چې له دې سره په افغانستان کې رسنۍ سختې په شا شوي.

خطرناک مهاجرت:

تېره اونۍ د ۱۸ هغو افغان کډوالو مړي چې اروپا ته په قاچاقي لارو باندې د تګ پر وخت په فیبروۍ کې مړه شوي وو کابل ته استول شوي.

له بلغاریا څخه افغانستان ته د دغه مړو په انتقال باندې څو میاشتې وخت ولګېده چې طالب

چارواکي یې تور د لویدیځ لخوا په غیر عادلانه بندیزونو لګوي.

د طالبانو رژیم د یوه هېواد لخوا هم په رسمیت نه دی پېژندل شوی او امریکا له ترهګرۍ سره د تړاو له امله په طالب مشراو او د هغوی په ادارې باندې اقتصادي او سفري بندیزونه لګولي.

په ورته وخت کې د ایټالیا په جنوبي ساحلي غاړو کې په فیبرورۍ کې هم د لسګونو افغانانو د ډوبېدو راپورونه خپاره شوي وو چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل وو.

طالبان وايي، ایتالیا ته څېرمه د کشتۍ په ډوبېدو کې ۸۰ افغانان مړه شوي:

د کډوالۍ د نړیوالې ادارې یا آی او اېم د معلوماتو له مخې، له ۲۰۱۴ څخه تر ۲۰۲۲ کاله پورې لږ تر لږه ۱۶۴۵ افغان کډوال ورک یا مړه شوي.

د ملګروملتونو د کډوالو چارو ادارې ویلي، چې په میلیونونو افغانان په نړۍ کې د کډوالو، او پناه غوښتونکو په توګه تیت پراته دي چې په دې توګه افغانستان له سوریې، وینزویلا او اوکراین وروسته په نړۍ کې د کډوالو څلورم لوی صادرونکی هېواد دی.

نا امني، غریبي، بې کاري او ژوند غوره شرایط نورې نړۍ ته د افغانانو د کډوال کېدو اصلي لاملونه دي.‌

ځانګړې ویډیوګانې

پيوټن د نورو شپږو کلونو دپاره د روس صدر منتخب شو
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:55 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG