لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د قطر وزیراعظم په کندهار کې د طالبانو له مشر سره د نړیوالې ټولنې د کړکېچ د حل کولو لپاره پټې خبرې کړې


واشنګټن ــــ د قطر وزیراعظم په افغانستان کې د طالبانو له مشر سره 19 ورځې مخکې په دې اړه پټې خبرې کړې چې له نړیوالې ټولنې سره خپل کړکېچ حل کړي. طالبانو تر اوسه د دغو خبرو په اړه په رسمي توګه رسنیو ته څه نه دي ویلي خو د هغه د سفر خبر او له نورو مشرانو سره د لیدو عکسونه یې خپاره کړي وو.

رویټرز خبري ایجنسۍ د شورو- چارشنبې په ورځ‌ په خپل ځانګړي خبر کې ویلي، له دغو خبرو یوې خبرې سرچینې ورته ویلي دي چې د قطر وزیراعظم محمد بن عبدالرحمان الثاني د مې پر 12مه په کندهار کې له ملا هبت الله اخوندزاده سره لیدلي وو.

دا لومړی ځل دی چې د یو بهرني هېواد کوم مشر افغانستان ته په سفر کې د طالبانو له هغه مشر سره ویني، چې د طالبانو د واکمنۍ په شاوخوا دوه کلنه موده کې په رسنیو کې څېره نه ده لیدل شوې.

وزیراعظم شیخ محمد بن عبدالرحمان الثاني چې د قطر د بهرنیو چارو وزیر هم دی د قطر د استخباراتو د مشر په ملتیا د خپل سفر په مهال په کندهار کې د طالبانو له رئیس الوزرا یا وزیراعظم ملا حسن اخوند سره هم لیدلي دي.

سرچینې رویټرز ته ویلي، چې په کندهار کې د قطر او د طالبانو د مشر د خبرو په اړه د امریکا د ولسمشر جو بایډن ادارې ته هم معلومات ورکړل شوي دي او هغوی له طالبانو سره د خبرو غزولو په ګډون پر هغو ټولو مسایلو غور کوي چې دواړو ورباندې بحث کړی دی.

دغې سرچینې رویټرز ته دغه معلومات د نوم نه ښکاره کولو په شرط ورکړي او ورته ویلي یې دي چې شیخ محمد له ملا هبت الله سره پر کومو مسایلو بحث وکړ په هغو کې د طالبانو له خوا د نجونو پر تعلیم او د ښځو پر کار د بندیز ختمېدلو اړتیا هم شامله ده.

رویټرز وایي د طالبانو له مشر سره دا لیدنه او خبرې د قطر سفارتي کامیابي ښکاره کوي، چې پر ښځو یې د طالبانو پر بندیزونو نیوکې هم کړې دي، خو له دې اسلامي تحریک [طالبانو] سره د اوږدې مودې اړیکو په وسیله یې د نړیوالې ټولنې له خوا له کابل سره د ژورو اړیکو جوړولو هڅې هم کړې دي.

امریکا او نړیواله ټولنه له طالبانو غواړي چې د نجونو پر اعلی تعلیم لګېدلي بندیزونه ختم کړي، ښځو ته د ملګرو ملتونو د دفترونو په ګډون په مرسته کوونکو ادارو کې د کار اجازه ورکړي او د هغوی د ازادۍ مخه ونیسي او له طالبانو پرته نور افغانان هم په حکومت کې ور شامل کړي.

سرچینې رویټرز ته ویلي چې واشنګټن د یو داسې پرمختګ په هیله د ټیټې کچې د هغو بې ګټې خبرو د را پورته کولو ملاتړ کړی چې کېدای شي په خپل شکل کې د نړۍ یواځې بندیز [د نجونو پر تعلیم] ختم کړي او هغه بشري او اقتصادي بحران نرم کړي چې په لسګونو میلینه افغانان یې له لوږې او بې کارۍ سره مخ کړي‌ دي.

رویټرز وایي وایسټ هاوس یا سپینې ماڼۍ په کندهار کې د دغو خبرو په اړه له څه ویلو ډډه وکړه او د امریکې د بهرنیو چارو وزارت او په واشنګټن کې د قطر سفارت هم د دوی پوښتنې ته جواب ونه وایه.

طالبانو هم تر اوسه پورې د قطر د وزیراعظم د دې سفر او پټو خبرو په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي، خو مشران یې پرله پسې په خپلو ویناوو کې له نړیوالې ټولنې سره د اړیکو جوړولو او د خپل حکومت د رسمیت پېژندنې غوښتنې کوي.

رویټرز دا نه دي ویلي چې د قطر د وزیراعظم غوښتنو ته د طالبانو مشر څه جواب ویلی، خو وایي ملاهبت ‌الله چې یو سختدریځی اسلامپالی د خپلو فرمانونو په اړه جوړجاړي ته یې لږه لېوالتیا ښکاره کړې ده.

وایي له شیخ محمد سره د ملا هبت الله لیدنه دا ښکاره کوي چې هغه د افغانستان د یواځیتوب د ختمولو او د مرستې پروګرامونو ته د ودې ورکولو لپاره د لارو پرانیستلو په لټه کې دی ځکه چې وایي هیواد یې له لوږې او غریبۍ سره مخ دی.

سرچينې رویټرز ته ویلي، چې "دا ډېره مثبته ناسته وه"، ځکه چې وایي ملا هیبت په دې کې "ډېره دلچسپي" لرله چې له نړیوالې ټولنې سره خبرې روانې وساتي.

د قطر وزیراعظم د طالبانو له مشر سره د ترهګرۍ ضد مبارزې په برخه کې د دوی د روانو هڅو په اړه هم خبرې کړې دي، د رویټرز په وینا دا د داعش ډلې په ضد د طالبانو هڅو ته یوه اشاره ده.

ځانګړې ویډیوګانې

پيوټن د نورو شپږو کلونو دپاره د روس صدر منتخب شو
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:55 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG