واشنګټن ــــ د عوامي نېشنل ګوند صوبایي مشر اېمل ولي خان ته په دوو میاشتو کې پرله پسې دویم ځل امنیتي ادارو په هغه ورځ پر هغه باندې د ممکنه ترهګرو حملو خبر ورکړی چې هایکورټ ته په صوبه کې د ترهګرو د بیا فعاله کېدو په اړه د درخواست اورېدنې ته ورغلی وو.
اېمل ولي خان د نهې- سه شنبې په ورځ پر خپل ټویټر هغه سرکاري خبرتیا خپره کړې ده چې د کورنیو چارو مرکزي وزارت پکې د پښتونخوا چیف سیکرټري او د پولیسو مشر ته ویلي، اېمل ولي خان ته دې دا پیغام ورسوي چې دوی ته داسې رپوټونه دي چې کېدای شي ټي ټي پي او جماعت الاحرار له نورو "سیاسي شخصیتونو" سره سره دی هم په نخښه کړي.
په خبرتیا کې اېمل ولي خان ته مشوره ورکړل شوې چې ولسي غونډې دې کمې کړي او له امنیتي ادارو غوښتل شوي چې د عوامي نېشنل ګوند پر مشرانو مخکینیو بریدونو ته په کتو دې د هغه د امنیت لپاره "مناسب ګامونه" واخلي او د ساتنې لپاره دې یې په امنیتي وسایلو سمبال تکړه پولیس وګومارل شي چې له هغه سره د ممکنه پېښې مخه ونیول شي.
اېمل ولي خان پر ټویټر دې خبرتیا ته لیکلي چې "له ترهګرو د خپل ملت" د ژغورنې لپاره به تر هره حده پورې ځي:
"سهار د ترهګرو خلاف په هایکورټ کې ولاړ وم او ماښام راته دغه د خبرتیا لېټر راکړل شوه. زه له خپل ملت سره، د خپل ملت لپاره او د خپل ملت په منځ کې ولاړ یم".
په خېبرپښتونخوا کې د نګران حکومت د اطلاعاتو وزير بېرسټر فېروز جمال کاکاخېل وايي، دوی ته د مرکزي حکومت يا کورنيو چارو د وزارت له خوا دغه رنګ د ګواښونو خطونه راشي او دوی یې بیا په صوبه کې جاري کوي.
وي او اې ډیوه سره په خبرو کې ښاغلي کاکاخېل وویل، دوی هڅه کوي چې د ټولو سياسي مشرانو امنیت وساتي. کاکاخېل زياته کړه، په صوبه کې د امنيت حالات قابو کوي او دوی د پوره امنیت ټینګ ساتلو هڅه کوي.
د پاکستان د کورنیو چارو د وزارت دغه د ګواښونو خبرتیا د مې پر 15مه جاري کړې خو د پښتونخوا د پولیسو د مشر دفتر د مې پر 29مه متعلقه امنیتي ادارو ته پرې د عمل کولو امر کړی دی.
خو اېمل ولي خان ته دا سرکاري خبرتیا د مې پر 30مه په پېښور هایکورټ کې له هغې اورېدنې څو ګنټې وروسته سپارل شوې چې هغه په یو درخواست کې په صوبه کې د ترهګرو د بیا فعاله کېدو په اړه عدالت ته ورکړی وو.
اېمل ولي خان له اورېدنې وروسته له رسنیو سره په خبرو کې له عدالته مایوسي ښکاره کړې او ویلي یې وو د عدالت له ماحوله ورته ښکاره شوه چې دې موضوع [ترهګرۍ] ته نیژدې هم نه ورځي.
هغه وویل عمران خان او د ايي اېس ايي پخواني مشر جنرل فېض حمید د پښتنو خاوره یو وارې بیا د هغه په قول د اور لوبې ته ور ټېله کړې ده. هغه وویل د طالبانو چې کومه اباد کاري شوې د دې دلاسه حالات دې حد پورې خراب شوي دي چې هره ورځ خلک وژل کېږي خو خبرونه يې په ټېلیوژن نه ليدل کېږي.
اېمل ولي خان ته په تېره اپرېل او د تېر کال په دسمبر میاشت کې هم د ترهګرو له خوا د ممکنه بریدونو خبرتیاوې ورکړل شوې وې او حکومت د هغه د امنیت لپاره پولیسو ګومارلي وو، خو هغه بیا هم د مخکې غوندې په ولسي غونډو کې لیدل شوی دی.
د عوامي نېشنل ګوند پر مشرانو په تېرو شاوخوا 15 کلونو کې په پښتونخوا، سیند او بلوچستان کې په لسګونو بریدونه شوي دي چې د دې ګوند په وینا د دوی زرګونه د کارکنان او مشران پکې وژل شوي دي.
د دې ګوند پر مشرانو او غړو د اکثره بریدونو ذمه وارۍ تحریک طالبان پاکستان پر غاړه اخیستې دي، خو ځینې تر تښتول کېدو وروسته او ځینې په احتجاجونو کې وژل شوي چې ګوند یې تور پر امنیتي ادارو پورې کوي، خو امنیتي ادارو دا تورونه رد کړي دي.