واشنګټن - د امریکا صدر جو بایډن په نېټو کې د سویډن د شاملولو په خاطر د ترکي صدر رجب طیب اردوان مرستې حاصلولو او ورسره یې د راکړې ورکړې په اړه اشاره ورکړې ده.
اردوان په نېټو اتحاد کې د نتیجې وړ او د یو پېچلي غړي په حیث پاتې شوی دی.
د تېر ګل دوشنبې په ورځ جوبایډن د طیب اردوان ته په ټیلي فون په دریم ځل صدر منتخب کېدلو مبارکي ویلی .
وایټ هاوس ویلي د دواړو مشرانو ترمنځه سویډن هېواد ته په غړیتوب ورکولو او ترکي باندې د ایف شپاړس جنګي جازونو خرڅولو په موضوع هم خبرې شوي دي.
د امریکا صدر د مطبوعاتو سره د خبرو په وخت وویل
“هغه یعنې طیب اردوان اوس هم غواړي چې د ایف شپاړس جنګي جازونو په سر ورسره خبرې وشي خو ما ورته ویلي مونږه د سویډن په اړه خبره کول غواړو- نو زمونږه خبره به وشي”
که څه هم کانګرس په ترکي د 40 ایف شپاړس جنګي جازونو خرڅولو مخالفت کړی خو د وایټ هاوس ویانده کارین ژمپیا تېره ورځ ویلي ترکي ته څه شرط نه دی اېښودل شوې.
“صدر بایډن د اوږدې مودې راهیسې دا په ډاګه کړې ده چې د ایف شپاړس (جنګي جازونو) د خرڅولو مرسته کوي.
څېړونکي وايي امریکا به غواړي چې د جنګي جازونو په بدله کې د ترکي سره معامله وکړي او سویډن ته په نیټو کې غړیتوب ته یې اماده کړي.
په اوکراین د روسي یرغل وروسته سویډن او فنلېنډ تېر کال نیټو اتحاد ته د غړیتوب لپاره خواستونه ورکړي وو.
ترکي په اوله کې مخالفت کړی وو خو په تېر اپریل کې د اتحاد غړو په متفقه توګه فنلینډ ته د اتحاد د غړیتوب منظوري ورکړله.
خو د ترکي لخوا ترهګره ګرځول شوې ډلې د کردستان ورکرز ګوند وسلوالو ته د پناه ورکولو په سر انقره تر اوسه د سویډن د غړیتوب مخالفت کوي.
د یادونې وړ ده چې د نېټو غړيتوب لپاره لازمه ده چې د اتحاد ټول غړي به یې منظوري ورکوي.
څېړونکي وايي، داسې ښکاري چې سویډن ته به د جولايي په میاشت کې د نیټو په کېدونکې غونډه کې د غړیتوب منظوري ورکړل شي او په دې لړ کې څه غټ خنډ نه ویني.
د بروکنګز انسټیټوشن یوه څېړونکې اېزلي اېدېنتاس بېز وايي،
“څه چې مونږه وینو هغه دا ده چې دا ډرامه په ناروی کې اخیري منټ خوا ته روانه ده او ممکنه ده د نیټو غونډې په اخیرنی شپه راغونډه شي”
د ویلسن سېنټر یو څېړونکی جېمز جېفري وايي چې که ترکي باندې د امریکا د ایف شپاړس جنګي جازونو خرڅولو ستونزه حل شي هم، د اوکراین په سر د غربي نړی لخوا په روس د بندېزونو عملي کولو کې به ترکي بیا هم هغه رنګه مرستې نه کوي لکه څنګه چې ترې د نیټو د یو غړي په حیث تمه کېږي.
جېمز جېفري وايي
“دوي به چیرې هم سل په سله مونږه سره نه وي- زه هیله مند یم چې دوي به پنځوس فیصده بیا هم لرې وي- خو ډېر څه به د بایډن او د اردوان ترمنځه په ذاتي اړیکو باندې وي کومې چې سړې شوي خو دا تازه خبرې یو ښه ګام دی”