دپاکستان پوځ وایي دافغانستان سره په پوله پرته دخېبر پښتونخوا قبایلي ضلعه شمالي وزیرستان کې یې دترهګرو پرضد عملیات کړي چې پکې دوه ترهګر وژل شوي دي.
دپوځ مطبوعاتي څانګې دچهارشنبې په ورځ خپل بیان کې ویلي دا عملیات د شمالي وزیرستان په دوسلي سیمه کې داستخباراتي معلوماتو په اساس ترسره شوي دي.
دپوځ په بیان کې د وژل شوؤ ترهګرو پېژندګلو نه ده ښکاره کړل شوې چې تعلق یې دکومې وسله والې ډلې سره ؤ خو پوځ ویلي عملیاتو کې وژل شوي ترهګر په امنیتي ځواکونو بریدونو اؤ د عامو وګړو په وژنو کې ککړ وؤ.
پوځ پخپل بیان کې دعوه کړې ده چې د وژل شوؤ کسانو له ولکې یې چاودیدونکي مواد اؤ وسلې هم ترلاسه کړي دي.
پوځ ویلي سیمه کې دترهګرو پرضد دلټونې عملیات دوام لري اؤ امنیتي ځواکونه ژمن دي چې دترهګرۍ نوغی به په بشپړ ډول وباسي.
تر دې وړاندې په 24م مئ هم پوځ دجنوبي وزیرستان په کوټ اعظم سیمه کې د شپږو ترهګرو د وژلو دعوه کړې وه.
تر دغې پېښې وړاندې په 22م مئ پوځ ویلي وؤ دخېبر پښتونخوا په ټانک سیمه کې یې داستخباراتي معلوماتو په اساس ترسره کړو عملیاتو کې درې ترهګر وژلي دي.
په غو عملیاتو کې پوځ د خپلو دوؤ عسکرو وژنه هم تایید کړې وه.
دا په داسې حال کې ده چې دسولې مطالعاتو لپاره د پاکستان انسټیټیوټ (PIPS) پخپل یو تازه رپوټ کې ویلي په افغانستان کې د طالبانو واک ته له رسېدو راپدیخوا د اګست کال 2021 څخه تر اپریل کال 2023م پورې په پاکستان کې ترهګریزو بریدونو کې 73 فیصد غیر معمولي اضافه شوې ده.
د رپوټ تر مخه په دغه بریدونو کې92 فیصدي په خیبرپښتونخوا او 81 فیصدي په بلوچستان کې شوي دي.
په دې وروستیو کې چې پاکستان کې څومره ترهګریز بریدونه ترسره شوي هغې کې د زیاترو ذمه واري تحریک طالبان پاکستان اؤ وسله والې ډلې داعش خراسان پغاړه اخستې ده