لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

تېرو 11 میاشتو کې پاکستان کې د ګرانۍ کچه 29 فیصدي ته رسېدلې ده


د پاکستان د شمیر شمیرو دولتي اداره وایي د روان مالي کال 23-2022 په وړومبیو 11 میاشتو کې هیواد کې د ګرانۍ کچه 29 فیصدي اؤ تېرې د مئ میاشت کې 38 فیصدي ته رسېدلې ده.

د قامي ادارې دا تازه شمیرې ښايي چې د تېر یو کال په مهال پاکستان کې د خوراکي توکو بیعې 48.65 فیصدي لوړې شوې دي اؤ هم د ټرانسپورټ په کرایانو کې 53 فیصدي اضافه شوې ده.

د ادارې رپورټ کې ویل شوي چې د تېر کال په پرتله تعلیم 8.50 فیصدي،د روغتیا اسانتیاوې 19 فیصدي اؤ د بجلۍ،ګیس اؤ خشاکو بیعې 0.51 فیصدي په بره تللې دي.

همداشان د جامو اؤ پېزارو نرخونو کې هم 22.47 فیصدي اضافه ریکارډ کړل شوې ده.

رپورټ کې ویل شوي چې د پاکستان په ښاري سیمو کې ګراني 35.1 فیصدي ریکارډ کړل شوې خو د دې برعکس بیا کلیوالو سیمو کې د ګرانۍ کچه 42.2 فیصدي ته رسېدلې ده.

د شمیرو د قامي ادارې رپورټ کې ویل شوي چې د پروسږکال په پرتله سږکال پاکستان کې د ساعت تیري شیان یا اسانتیاوې 72 فیصدي ګرانې شوي اؤ د ریسټورانټونو اؤ هوټلونو چارجز یا پیسو کې 42 فیصدي اضافه ریکارډ کړل شوې ده.

شمیرې ښایي چې د خوراکي توکو بیعې هم تېره میاشت په بره تللي اؤ د الوګانو نرخ کې 17.22فیصدي، د چرګانو نرخ کې 11.31 فیصدي اؤ د غنمو نرخ کې 6.4 فیصدي اضافه لیدل شوې اؤ هم د دالونو، مسالو، شېدو اؤ سیګریټو نرخونه پورته ختلي دي.

خو دا رپورټ بیا وایي چې د مئ میاشت کې د غنمو، چینو، پیازو، ټماټرو اؤ میوؤ نرخونه راپریوتي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG