لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

يو اېن اېچ سي آر: د پېسو په بدل د مهاجر کارډونو يا اسنادو چمتو کوونکو څخه محتاط اوسئ


د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې [يو اېن اېچ سي ار] ويلي، راپورونه یې تر لاسه کړي ځينې کسان د يو اېن اېچ سي آر د کارډونو او اسنادو چمتو کولو دعوې کوي او د پېسو په بدل کې د خلکو مرستې کوي خو ادارې ويلي د دوی او ملګرو لخوا چمتو شوي ټول خدمتونه یې ويړيا دي.

پاکستان کې د يو اېن اېچ سي آر وياند قېصر اپريدي وي او اې ډیوه ته وويل، " دوی ته داسې خبرونه ترلاسه شوي چې ځینې کسان د خلکو نه پېسې اخلي او ورته وايي د يو اېن اېچ سي ار کارډونه به ورته جوړ کړي او نورې اسانتياوې به ورته برابرې کړي".

هغه وویل " دوی ټولو کډوالو ته ویل غواړي چې د يو اېن اېچ سي ار او ورسره تړلو نورو ادارو ټول خدمات ويړيا دي او که څوک ترې د کوم کار دپاره د پېسو غوښتنه کوي نو خلک دې پېسې نه ورکوي".

نوموړي زياته کړه، " که څوک چاته د يو اېن اېچ سي ار نه علاوه د کار کولو باور ورکوي او پېسې ترې اخلي نو هغه به جعلي وي خلک دې ترې ډډه وکړي. او که څوک هم د چا نه د پېسو غوښتنه کوي خلک دې د يو اېن اېچ سي ار سره په خپله نېغ رابطه کوي".

ادارې نن په يوه خپره کړې اعلاميه کې ويلي، " څوک هم د یو اېن اېچ سي ار د کارډ يا اسنادو جوړولو واک نه لري".

په اعلاميه کې زیاته کړی شوې، " د داسې کسانو څخه محتاط اوسئ چې ادعا کوي تاسو سره د ايو اېن اېچ سي ار پروسې ګړندۍ کولو کې مرسته کولی شي يا د پېسو په بدل کې مرستې ته لاس رسی لري، څوک دې د چا سره خپل شخصي معلومات نه شريکوي".

قېصر اپريدي وويل يو اېن اېچ سي ار دا وخت کوم کارډونه نه جوړوي او که نور کوم خدمات ورکوي اداره په خپله د هغې اعلان کوي.

هغه وویل، دا وخت په پاکستان کې د يو اېن اېچ سي ار سره 13 لکه افغان کډوال رجسټرډ دي، اته نيم لکه افغانانو ته د پاکستان حکومت په کال 2017م کې د رجسټرېشن کارډونه ورکړي، او درېم د حکومتي دعوو ترمخه پينځه لکه افغان کډوال داسې دي چې اسناد نه لري.

هغه زیاته کړه، د کال 2021م وروسته چې پاکستان ته د افغانستان نه کوم خلک راغلي حکومت د هغو شمېره خواوشا شپږ لکه ښايي.

د کال 2021م په اګست کې طالبان په افغانستان واکمن شوي او له هغې وروسته په لويه شمېره کې افغانان کډوال شوي او بهر هېوادونو ته وتلي دي.

د کال 2021م نه وروسته پاکستان ته راغلي افغانان چې ډېر پکې په اسلام اباد کې دېره شوي وخت په وخت احتجاجونه او غوښتنې کوي چې يو اېن اېچ سي ار او ورسره نورې ادارې دې د دوی د ويستلو پروسه ګړندۍ کړي.

دوی د نړيوالو نه هم غوښتنه کوي چې د دوی بهر هېوادونو ته بوتلو کې دې ورسره مرسته وکړي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG