لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اقتصاد پوهان: د اسحاق ډار د اقتصاد ښه کېدو دعوه تشه هيله ده په عمل کې څه نشته


اقتصاد پوهان وايي د پاکستان د خزانې وزیر اسحاق ډار دعوه کوي ملک به نه ديواليه کیږي او اقتصاد ښه کېدو پله روان دی، دا تشه دعوه ده او دوی نه پوهیږي ډار په څه بنياد دغه دعوه کوي خو ښايي هغه خلکو ته هيله ورکوي، د اقتصاد ښه والی به د خلکو په ژوند کې د بدلون راتلو نه څرګنديږي او هغه څه نه ښکاري.

د پاکستان د خزانې وزير اسحاق ډار نن په اسلام اباد کې د پاکستان د ونډو بازار د کراچۍ د پلاوي سره ليدلي او ويلي يې دي، ملک د اقتصادي مشکلاتو ښکار دی خو د ښه والي هيله ده او ځینې خلک چې د ملک ديواليه کېدو شوق لري داسې به نه کيږي او چا چې به د ملک ديواليه کېدو نېټې ورکولې هغو ته شرم پکار دی.

د پاکستان وتلی اقتصاد پوهه قېصر بنګالي وايي، هغه نه پوهيږي چې اسحاق ډار په څه بنياد دا بيانونه ورکوي ځکه د قرضونو د واپسۍ دپاره کوم انتظام نشته، د نړيوالې مالياتي ادارې [ايي اېم اېف] سره د پور لوظنامه ده شوې او نورې مالياتي ادارې او ملکونه د ايي اېم اېف د لوظنامې په تمه دي.

وي او اې ډیوه سره په خبرو کې هغه وويل، " کله د ملک سره د قرضونو د واپس کولو پېسې نه وي د بهر نه راتلونکي څيزونه د ملک څخه بهر تلونکو توکيو په مقابله کې دوه چنده سېوا وي، نو دا بحران دی" .

هغه زیاته کړه، "د خزان د وزير د اقتصاد د ښه والي بيانونه تشې دعوې دي نور هیڅ نشته".

او اقتصاد پوهه جرنلسټ مهتاب حېدر وايي، "په اصل کې د خزانې د وزیر کار هيله ورکول کوي او د دغه حده پورې سمه ده خو دغه هیلې کوم کوټلي اقدامات هم غواړي".

وي او اې ډیوه سره په خبرو کې هغه وویل، "ايا پاکستان کې د ډالر مسله حل شوه؟ ايا د ايي اېم اېف د پور پروګرام بحال شوی دی؟ ايا د پاکستان د بهرنيو زر مبادله ذخيره سېوا کېدل پېل شوي دي؟ د دې ټولو خبرو جواب په نفي کې دی، نو د هيلې تر حده خو دعوه سمه ده خو په عمل کې څه نه ښکاري".

ښاغلي حېدر زياته کړه، "ايا د پاکستان د خلکو په ژوند کې ښه بدلون را روان شوی دی؟ دا پوښتنه دې د ولس نه وشي که د خلکو ژوند ښه شوی وي خو بيا د اسحاق ډار د اقتصاد د ښه والي پله تلو دعوه سمه ده خو داسې نه ده".

د خزانې وزیر ويلي، د ملکي اقتصاد ښه کولو دپاره ګامونه اخستل کيږي او هڅې روانې دي چې ولس ته زیات رعايت ورکړی شي.

هغه منلې چې په ملک کې د سياسي بې ثباتۍ له امله اقتصاد کمزوری کيږي.

نوموړي ويلي، "د کرکيلې په برخه کې ښه والی را روان دی او د ټېکنالوجۍ برخه هم ښه کولی شي. او د ملکي اقتصاد د ښه والي دپاره به د بجټ وروسته هم د اقداماتو سلسله روانه وي".

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG