لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د افغانستان او پاکستان تاجران وايي، د مال په بدل کې د مال تجارت ته ښه مېکانزم پکار دی


د افغانستان او پاکستان تاجران وايي، د پاکستان لخوا د افغانستان، ايران او روس سره د مال په بدل کې د مال تجارت [بارټر تجارت] پېلول ښه پرېکړه ده خو وایي چې د دې دپاره يو غوره مېکانزم يا طريقه کار جوړ شي.

د افغانستان او پاکستان د ګډ چېمر اف کامرس اېنډ انډسټري شريک مشر خان جان الکوزی وايي، د پاکستان د تجارت وزارت د مال په بدل کې د مال د تجارت يا بارټر تجارت د پاکستان او ګاونډي هېوادونو سره یې په ګټه دی.

وي او اې ډیوه سره په خبرو کې هغه وويل، په افغانستان کې واکمنو طالبانو ته دوی [پاکستان] تېر کال د مال په بدل کې د مال د تجارت وړانديز کړی وو خو وایي امارت [واکمنو طالبانو] نه وو نهايي کړی، په دې نظر چې داخلي کرنسۍ ته پکې ضرر ونه رسيږي:

"ځکه د افغانستان په مارکيټ کې کالداره ډېره مروج وه، امارت، بېنکونه او سنټرل بېنک په دې ویره کې دي که ډېره اجازه ورکړل شي او مننظم مکانزم ورته موجود نه وي زمونږ په کرنسۍ به منفي تاثیر وکړي".

ښاغلي الکوزي زياته کړه "د افغانستان په اوسني حالت کې چې په بېنکونو یې بنديزونه دي، ډالر نه انتقاليږي، اوس دا تجارت د افغانستان دپاره هم ګټه لري خو بايد يو مېکانزم ورته جوړ شي".

هغه وویل " تراوسه پورې امارت د تجارت د وزارت واضحه پاليسي نه ده معلومه او نه یې تجارانو ته کوم خاص لارښوونه نه ده کړې خو که د يو خاص مېکانزم لاندې دا ترسره شي دا ښه پرېکړه ده خو چې د امارت پاليسي پکې معلومه وي".

او پېښور کې د سرحد چېمبر اف کامرس اېنډ انډسټري مرستيال مشر شاهد حسېن وايي، اول د دې ضرورت ولې پېښ شو چې بارټر تجارت وشي؟ د هغه په وينا "ځکه چې نړیوال بنديزونه ولګېده، د ايران په بېنکونو د وړاندې نه بنديزونه وو، په افغانستان کې د طالبانو د راتګ وروسته بنديزونه ولګېده او په روس د اوکراين د جګړې وروسته د نړيوال سياست وروسته بنديزونه ولګېده هغه د خپلو پېسو انتقالات د بېنکونو د لارې نه شو کولی".

وي او اې ډیوه سره په خبرو کې هغه وويل، "دا کار ډېر وړاندې پکار وو ډېر وخت ضايع شو"، هغه زياته کړه پکار وه پاکستان "د ايران سره د مال په بدل کې تجارت کړی وی، دغه شان د افغانستان سره هم دوه کاله پوره کيږي چې دغه مشکلات شته، نو د دې به ډېر ښه اثرات وي تجارتي بنديزونه به ورسره حل شي، تجارت به تېز شي او قانوني به شي".

د شاهد حسېن په خبره، "پخوا هم د روس سره د افغانستان دغه ډول تجارت کېدو، اوس دا عمل بيا راتازه شو او د مجبوريت د وجې دغه فېصلې وشوې".

خو نوموړی وايي، "د دې کار دپاره اوس ترتيب او نظم، هغه چې کله دا کار په عملي توګه شورو شي، د ايران، افغانستان او روس سره، د هغې دپاره چې دې حکومتونو کوم نظم جوړ کړی دی د تاجر په حېث به په هغې وروسته کولی شي چې په دې نظم کې څه زیاتوالی يا کموالی پکار دی".

د جون په لومړۍ نېټه د پاکستان د تجارت وزارت ويلي حکومت د يو خصوصي امر د لارې د افغانستان، ايران او روس سره د مال بدله کې د مال تجارت پيلوي چې د نورو توکو سره سره به پکې پيټرول او ګېس هم شامل وي.

د حکومتي حکم ترمخه د مال په بدله کې د مال پاليسي د جون د وړومبۍ نېټې نه اعلان شوې او د روان کال د پاره د تجارتي توکيو فهرست تيار کړل شوی. رياستي او شخصي ادارې که تجارت کول غواړي نو به د پاليسۍ په رڼا کې د وړاندې نه اجازت نامه اخلي او د پاکستان فېډر ل بورډ اف ريونيو او ټېکس ورکوونکي به د بارټر تجارت وړ وي.

د تجارت د وزارت په اعلامیه کې ویل شوي، د پاکستان نه به افغانستان، ايران او روس ته د خوراکي توکيو سره، کېمکل، د ودانيو جوړولو څيزونه، برقي او اوسپني او لوبو پورې 26 توکي صادرولی يا برامد کولی شي.

په اعلاميه کې ویل شوي، د افغانستان نه به تازه او وچې مېوې، سبزيانې، دالونه، معدنيات، کوله يا سکاره، څرمنې او اوسپنه واردولی يا برامد کولی شي. او د ايران نه به هم د مېوو ترڅنګ د معدنياتو، کولې، پټرولیم خام تېلو، اېل اېن جي، اېل پي جي، کيميايي سره د نورو توکيو راغوښتو او د روس نه به د دالونو، غنمو، کولې، پټرولیم خام تېلو، اېل اېن جي، اېل پي جي، معدنياتو، او اوسپنې درامد کولو اجازت وي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG