لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

څيړونکي: حکومت دې د نوې سرشمېرنې په حساب لسم قامي مالياتي اېوارډ اعلان کړي


څيړونکي وايي، پاکستان کې په وروستۍ سرشمېرنه کې د ملک ابادي نزدې 24 کروړو ته رسېدلې او وخت راغلی مرکزي حکومت دې د نوې سرشمېرنې په حساب لسم اېن اېف سي يا د قامي مالیاتي کمېشن اېوارډ اعلان کړي او وفاقي وسيلو امدن صوبو ته ورکول دې د نوې سر شمېرنې په بنياد تر سره شي.

په کال 2010م کې اعلان شوي اووم اېن اېف سي اېوارډ کې د قامي وسيلو وېش کې 82 فيصده برخه د ابادۍ په حساب ورکړی شوې وه.

د مالي وسيلو وېش د مرکز او صوبو تر مينځه تل لانجمنه مسله پاتې شوې او په 18م اييني بدلون کې مهم جز د اېن اېف سي اېوارډ راجوړول وو.

په دې اېوارډ کې صوبو ته د وفاقي وسيلو برخه 57.5 فيصده ته زياته کړی شوې وه او د قدرتي وسيلو کنټرول هم صوبو ته ورکړی شوی وو.

په اووم اېن اېف سي اېوارډ کې د وفاقي وسيلو د امدن څخه درې فيصده برخه قبايلي ضلعو ته د پرمختيايي کارونو دپاره او يو فىصد د ترهګرۍ نه تر ټولو زياتې ځپلې صوبې خېبر پښتونخوا ته د ورکولو اعلان هم شوی وو خو څيړونکي وايي هغه لا نه ده ورکړی شوې.

حکومتي غړي د دې ذمه وار په پښتونخوا صوبه کې نزدې لس کاله او په مرکز کې څلور کاله په واک کې پاتې شوي د تحريک انصاف ګوند حکومتونه بولي.

وي او اې ډيوه سره خبرو کې د خېبر پښتونخوا سره تعلق لرونکي د پيپلز ګوند سېنېټر بهره مند تنګي وويل، "د تحريک انصاف حکومت د بده مرغه د پخوانىو قبايلي سيمو د پرمختګ لپاره په اېن اېف سي اېوارډ کې د اعلان شوو پېسو ترلاسه کولو دپاره هيڅ سنجيده رول نه دی لوبولی. دغه سيمې نن هم د صوبې د نورو برخو نه شاته پاتې دي او د بي ار ټي پېښور نه علاوه د تحریک انصاف حکومت په صوبه کې د ذکر وړ یوه منصوبه نه ده جوړه کړې او صوبه یې د اربونو روپو قرضونو لاندې کړې ده".

نوموړي وويل د درې فيصده په حساب سره پخوانيو قبايلیو سيمو ته هر کال د مرکز نه 100 اربه روپۍ ملاوېدل پکار وې خو داسې ونه شول.

څيړونکي وايي د اووم اېن اېف سي اېوارډ د فارمولې لاندې د صوبو برخه د 57.5 فيصده، د مالي وسيلو، ګرانټونو او نورو څيزونو سره دا د 60 فيصده نه زیاته جوړيږي.

خو مرکزي حکومت نه خو خپل مجموعي پېداوار کې د ټيکس شرحه د پينځه نه 15 فيصده ته زياته کړې او نه یې خپلې خرچې راکمې کړي ځکه دوى د نوي اېوارډ اعلانولو څخه ډډه کوي.

اووم اېن اېف سي اېوارډ په کال 2010م کې اعلان شوی او د ايين ترمخه هر پينځه کاله پس نوی اېن اېف سي اېوارډ اعلانول وي.

څيړونکی خبريال مهتاب حېدر وايي، د 18م اييني بدلون وروسته به مرکز ته خپل امدن سېوا کول او صوبو ته د انتقال شوو وزارتونو په مرکز کې د ساتلو هيڅ جواز نه جوړيږى. او د پوهانو په نظر د دې ختمولو سره به حکومت ته د درېو نه تر څلور سوه اربه روپو پورې بچت وشي.

وي اوا ې ډيوه سره خبرو کې مهتاب حېدر وويل،"مرکزي حکومت سره د امدن سرچينې کمې دي او د دې زياتولو لپاره سنجيده هڅې هم نه کيږي".

د نوموړي په وينا په راتلونکي مالي کال کې چې د اېن اېف سي لاندې صوبو ته خپله برخه ورکړی شي نو د پاکستان بجټ خساره به يو ټريلين يا 1000 اربه روپو ته ورسي او حکومت ته به د خپلو خرچو پوره کولو دپاره نور قرض اخستل د غاړې کیږي.

د کال 2022/23 بجټ د شمار شمېرو له مخې، د وفاقي وسيلو نه صوبو ته څه دپاسه 4000 اربه روپۍ ورکړی شوي دي، د پنجاب برخه 2000 اربه روپۍ، د سيند برخه 1000 اربه روپۍ، د خېبرپښتونخوا برخه 670 اربه او بلوچستان ته 370 اربه روپۍ ورکړی شوې وې.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG