لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بر دیر اؤ شمالي وزیرستان کې په پوځ بمي برید اؤ نښته کې درې پوځیان اؤ دوه وسله وال وژل شوي


دخېبر پښتونخوا په بره دیر اؤ قبایلي ضلعه شمالي وزیرستان کې دپاکستان په پوځ بمي برید اؤ ډزو کې درې پاکستاني پوځیان اؤ دوه ترهګر وژل شوي اؤ دوه نور پوځیان ژوبل شوي دي.

امنیتي سرچینو وي او ای ډیوه ته ویلي دخالي یا شنبې په ورځ دبره دیر براول سیمه کې د یو امنیتي چیک پوسټ ترڅنګ دپوځ ګاډی ترهګرو په چاودیدونکو موادو الوځولی چې پکې یو پوځي عسکر وژل شوی اؤ دوه نور ژوبل شوي دي.

دپاکستان پوځ لا په رسمي توګه ددې برید په اړوند څه نه دي ویلي خو امنیتي سرچینو وي او ای ډیوه ته دبرید پخلی کړی دی.

د دیر نه دصوبایي اسمبلۍ پخواني غړي عنایت الله خان هم په ټویټر ددې برید پخلی کړی اؤ په یاده پېښه یې دخفګان څرګندونه کړې ده

چاودنه کې د وژل شوي پوځي پېژندګلو جماء الله اؤ د ژوبلو عسکرو پېژندګلو د مبار اؤ رضوان په نومونو شوې ده.

سرچینې وایي پېښه کې ژوبل شوي عسکر د علاج لپاره په هیلي کاپټر کې پېښور ته رسول شوي اؤ‌ په سیمه کې دچاودنې نه وروسته پوځ دلټونې عملیات پیل کړې دي.

تر اوسه ددې برید ذمه واري چا پغاړه نه ده اخستې.

په عین حال کې دپوځ ویاندې ادارې ایي ایس پی ار ویلي په شمالي وزیرستان کې ترهګرو سره نښته کې دوه پوځیان اؤ دوه ترهګر وژل شوي دي.

دپوځ بیان کې نه ده څرګنده کړل شوې چې دا نښته دشمالي وزیرستان په کومه سیمه کې شوې ده .

پوځ وایي ویلي نښته کې دوه پوځیان اؤ دوه ترهګر ژوبل شوي هم دي .

د وژل شوؤ پوځيانو نومونه ظهیرعباس اؤ معراج الدین ښودل شوي دي.

پوځ دعوه کړې ده چې د وژل شوؤ ترهګرو د ولکې نه یې وسله اؤ چاودیدونکي مواد هم ترلاسه کړي دي.

اوړمه ورځ هم پوځ ویلي وؤ په قبایلي ضلعه شمالي وزیرستان کې یې د ترهګرو پرضد عملیاتو کې دوه وسله وال وژلي دي شوي دي هم په دغه ورځ دبنو په جاني خېل سیمه کې د وسله والو او د پاکستان پوځ ترمینځ نښته کې یو پوځي عسکر وژل شوی او درې نور ژوبل شوي وؤ.

تر دې دوه ورځې وړاندې د جون په لومړۍ نېټه هم پوځ د شمالي وزیرستان په دوسلي سیمه کې د دوو ترهګرو د وژلو دعوه کړې وه.

د مئ په څلورمه پوځ په دوسلي سیمه کې په یو وسله وال برید کې د خپلو شپږو عسکرو وژنه هم تایید کړې وه.

په دې وروستیو کې چې پاکستان کې څومره ترهګریز بریدونه ترسره شوي هغې کې د زیاترو ذمه واري تحریک طالبان پاکستان، تحریک جهاد پاکستان او داعش خراسان پغاړه اخستې ده

د پاکستان انسټيټیوټ فار کنفلېکټ اېنډ سکیورټي اسټډیز په یو تازه رپورټ کې ویل شوي چې د تېر کال د وړومبیو پینځوو میاشتو په پرتله دروان کال وړومبیو پینځوو میاشتو کې د پاکستان دننه ترهګرو بریدونو کې 77 فیصدي،وژنو کې 39 فیصدي اؤ ژوبلو کې 33 فیصدي اضافه شوې ده.

رپورټ وایي د تېرې مې میاشت کې د پاکستان دننه 40 ترهګریزو بریدونو کې48 کسان وژل شوي او 102 نور ژوبل شوي دي.

د رپورټ شمیرې ښایي چې د تېرې مې میاشت کې د خېبر پښتونخوا قبایلي ضلعې تر ټولو زیاتې ترهګرۍ ځپلي چې دغلته 18 بریدونو کې 18 کسان وژل شوي او 27 ژوبل شوي دي.

د رپورټ له مخې د پاکستان دننه د مې میاشت کې ترسره شوو ترهګریزو بریدونو کې وژل شوو او ژوبل شوو کسانو کې تر ترنیمایي زیات امنیتي عسکر او نور عام وګړي دي.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG