لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان نیویارک کې خپل لګژري هوټل "روز ویلټ" د دریوؤ کالو په اجاره دنیویارک ښاري انتظامیې ته ورکړو


پاکستان ویلي دامریکې په نیویارک ایالت کې یې د ورز ویلټ په نوم خپل لګژري هوټل دنیویارک ښاري انتظامیې ته د دریوؤ کالو په اجاره ورکړی دی.

د1025 خونو یا کمرو لرونکی دا قیمتي هوټل دپاکستان دقامي‌ هوایي شرکت پي ایي ای ملکیت دی اؤ د خالي په ورځ لاهور کې یو مطبوعاتي کانفرنس ته دهیواد دهوابازۍ وزیر خواجه سعد رفیق ویلي دنیویارک ښاري انتظامیې نه به د هوټل دهرې خونې یا کمرې پسر د ورځې 200 ډالر اخستل کیږي.

هغه وویل دتړون له مخې دهوټل نور ټول مامورین اؤ کارمندان به ګوښه کولی اؤ یوازې 77 به په دندو ساتلی شي.

روز ویلټ هوټل زیاتره وختونو کې دپاکستان په سیاسي اؤ صحافتي حلقو کې هم د بحث موضوع پاتې شوې ده اؤ په دې وروستیو کې داسې رپورټونه هم په مطبوعاتو کې خپاره شوي وؤ چې ګنې دپاکستان حکومت دا مهمه ملي پانګه پلورل غواړي.

خواجه سعد رفیق وویل د روز ویلټ هوټل په اجاره د ورکولو سره ددې د خرڅون کیسې ختمې شوې دي اؤ اوس دا هوټل دتل لپاره خوندي شوی دی.

هغه وویل په تېرو 18 ورځو کې د هوټل 600 کمرې دنیویارک ښاي انتظامیې ته ورکړل شوي اؤ راتلونکې یوه میاشت کې به ورته باقي پاتې کمرې هم وسپارل شي اؤ هغوي به پکې دبهر نه ورغلي کډوال ساتي.

دامریکې دپخواني صدر ډانلډ ټرمپ په تېر حکومت کې داسې خبرونه هم مخې ته راغلي وؤ چې ټرمپ ددې تاریخي ودانۍ په اخستلو کې خوښي لري‌ خو نه هغه وخت ډانلډ ټرمپ یا دهغه انتطامیې په دې هکله څه ویلي وؤ اؤ نه دپاکستان حکومت تر دې مهاله په غوڅه توګه ددې هوټل دخرڅولو اعلان کړی دی.

د روزویلټ هوټل تاریخ

داستوګنې دپاره غوره اسانۍ لرونکی دا هوټل د نیویارک ښار په ختیز کې دمیډیسن ایونیو اؤ په45مه کوڅه کې د ملګرو ملتونو د ودانۍ نه یوازې یو څو کوڅې وراخوا پروت دی.

دنیویارک ښار ځلېدونکی ټائم اسکوایر هم ددې هوټل سره نزدې دی اؤ له دغه ځایه یې واضحه ننداره کیږي.

ددې هوټل پرانسته په کال 1924کې شوې وه اؤ دا اوس د مهمو ډپلوماټانو اؤ سیلګرو د استوګنې دپاره مشهور دی ځکه چې دې هوټل کې پاتې کیدونکي میلمانه هر ډول عصري اسانتیاوې لري.

دلرګیو دفرنیچر نه جوړ دا هوټل یو زر اؤ 25 خونې لري اؤ ددې ترڅنګ پکې پراخه 25 دفلیټونو په څېر خونې یا کوټې هم دي چې ددې هوټل ارزښت یې سیوا کړی دی.

ددې خونو تر څنګ په روز ویلټ هوټل کې یو صدارتي وداني یا اپارټمنټ هم شته چې په څلورو خونو،یوه اشپزخانه اؤ یوه حجره یا بیټک سمباله ده اؤ ډائننګ روم هم لري.

روز ویلټ هوټل په کال1947 کې دنیویارک ښار د هغه وړومبي هوټل ویاړ هم لري چې په ټولو خونو کې یې ټي وي ګان لګیدلي وؤ.

په تاریخي توګه دا هوټل د1943 نه کال 1955 پورې د نیویارک د ګورنر تهامس ډیوي د ارام خونه یا سرکاري دفتر هم پاتې شوی دی.

هغه د کال1948 دټولټاکنو پایلې هم ددې هوټل په1527 نمبر خونه کې اوریدلې وې، دغه ټاکنو کې هیري ټرومین هغه ته په غیراحتمالي ډول په ماتې ورکولو دامریکا صدر جوړ شوی ؤ.

نیویارک کې دنیمې پیړۍ راهسې دمیشت خبریال افتخار علي له مخې ملګرو ملتونو کې د چین د شاملولو په مهال د چین پلاوي هم په دې هوټل کې استوګنه لرله اؤ هغه مهال به روزانه ددې هوټل مخې ته د چین په پلوۍ اؤ مخالفت کې مظاهرې کیدلې .

روزویلټ کله دپاکستان ملکیت شو؟

دپاکستان هوایي شرکت پي‌ ایي ای دخپلې پانګونې دڅانګې دلارې روز ویلټ هوټل په کال1979 کې په ټېکه ترلاسه کړی ؤ، هغه مهال د شوي تړون له مخې پي‌ ایي ای دا حق لرلو چې شل کاله وروسته دا هوټل په بیعه واخلي اؤ بیا یې همدغسې وکړل.

پي ايي‌ ای کال 1999 کې په درې کروړه اؤ 56لکو ډالرو دا هوټل واخستو، دهوټل تر اخستو وړاندې پي‌ایي ای دهوټل دمالک پال ملسټین نه دا عدالتي جګړه هم ګټلې وه چې هغه محکمې ته عریضه کړې وه چې د هوټل بیعه اوس دمارکیټ له حسابه ډیره لوړه شوې ده.

هوټل کې دسعودي شهزاد برخه

کال 1979کې چې کله پي ایي ای دا هوټل واخستو نو هغه مهال د سعودي شهزاده فیصل بن خالد بن عبدالعزیز هم په دې کې پانګونه کړې وه.

پي ايي ی بیا په کال 2005م کې په څلور کروړه ډالرو اؤ دسعودي ریاض ښار کې دخپل ملکیتي هوټل هالي ډي په بدل کې دا هوټل په بشپړ ډول ترلاسه کړو،

اوس دې هوټل کې 99 فیصده دملکیت برخه دپاکستان اؤ یو فیصد دسعودي شهزاده ده.

کال 2008م کې پي ایي ای ددې هوټل په ډول سینګار شپږ نیم کروړه ډالر مصرف کړې وې اؤ هوټل کې یې ټولې عصري اسانۍ برابر کړې وې.

دهوټل دانتظامي واک د پي‌ ايي‌ ای لاسو ته له ورتلو وروسته چې د ملګرو ملتونو غونډو کې دپاکستان نه دلوړې کچې څومره هییتونه امریکا ته سفر کوی نو په دغه هوټل کې پاتې کیږي.

کال 2020م کې ددې هوټل د راتلونکي په اړوند هغه مهال شخره راولاړه شوې وه چې دپاکستان دهغه وخت د مرکزي کابېنې د نجکارۍ یا شخصي څانګې کمیټې ددې هوټل دپلورلو دپاره یوه ډله وټاکله .

خو دهیواد دهوابازۍ دمحکمې لخوا دقانوني اعتراضونو راپورته کولو وروسته دغه کاري ډله بیا ختمه کړل شوه.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

ځانګړې ویډیوګانې

پيوټن د نورو شپږو کلونو دپاره د روس صدر منتخب شو
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:55 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG