لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ماسکو اقتصادي فورم ته د "غیردوستانه" خبریالانو په ورتګ بندیز ولګولو


(فایل تصویر) - تېر ۲۰۲۲ کال، د روس په سېنټ پېټرزبرګ ښار کې د نړېوال اقتصادي فورم یوه برخه
(فایل تصویر) - تېر ۲۰۲۲ کال، د روس په سېنټ پېټرزبرګ ښار کې د نړېوال اقتصادي فورم یوه برخه

واشنګټن - ماسکو وایي هغه خبریالان چې د روس په نظر کې د "غیردوستانه ملکونو" څخه دي، هغوی به سږکال په سېنټ پېټرزبورګ ښار کې کېدونکي نړېوال اقتصادي فورم ته د ورتګ اجازت ونلري. دا د روس د خبرونو د کورېج دپاره د مغربي ملکونو د خبریالانو کار ته خنډ اچولو کې د کرملېن تازه ګام بلل کیږي.

اقتصادي فورم چې د 1997 کال راهیسي د روس په کوربه توب هر کال جوړیږي، د سویټزرلېنډ په ډاوس ښار کې د کلني نړېوال اقتصادي فورم په شان دی. صدر ولاډیمیر پوټین دا فورم، چې د روس یو له شانداره دستورو څخه دی، نړېوالو سرمایه کارانو ته د خپل ملک د اقتصاد ښودلو دپاره استعمالوي. سږکال به د روس اقتصادي فورم د جون له 14 تر 17 نېټې پورې روان وي.

د روئټرز خبري اداره وایي چې مغربي خبریالان هېڅ کله هم په داسې ټولیزه طریقه د یاد فورم نه منعه کړی شوي نه دي. مګر دا بندیز – چې د خالي/شنبې په ورځ اعلان شوی – په داسې وخت کې مخې ته راځي چې د روس او مغربي ملکونو ترمنځ بې مثاله تناوونه راپېښ شوي. په دې لړ کې مغربي ملکونو په اوکراین کې د روان جنګ په وجه، په روس باندې پراخې پابندۍ لګولي دي.

د کرملېن ویاند دیمتري پېسکوف د خالي/شنبې په ورځ د ټاس سرکاري خبري ادارې ته وویل: "دا فیصله وشوه چې اېس پي آی اي اېف ته دا ځل د غېردوستانه ملکونو مېډیا ادارو ته اجازت نامې ورنکړی شي." اېس پي آی اي اېف د روس د اقتصادي فورم مخفف نوم دی.

د کرملېن له نظره "غېردوستانه ملکونه" هغه ملکونه دي چې په اوکراین کې د جګړې له امله یې په روس باندې بندیزونه لګولي دي.

پېسکوف همدا راز زیاته کړه: "اېس پي آی اي اېف ته دلچسپي درلودل همیش ډېره غوره خبره ده، ټول خبریالان به په هغه ځای کې سره کار کوي.

ځینو مغربي خبریالانو ته د وړاندې نه اجازت نامې ورکړی شوې وې چې د سږکال فورم نه رپوټونه جوړ کړي.

په ماسکو کې د روئټرز ادارې ته د زیارت/پنجشنبې په ورځ د اجازت نامې تصدیق ورسېدو، لاکن یوه ورځ وروستو ورته آګاهي ورکړی شوه چې د هغې ادارې د خبریالانو اجازت نامې لغوه شوې دي.

له هغه وخته چې روس په اوکراین باندې تېر کال حمله وکړه، تر اوسه خارجي خبریالان ډلې ډلې د خپل تحفظ د ېرې د روس نه بهر ته ځي.

هغه جرنلسټان چې ویې غوښتل پاته شي، هغوی د سېوا کېدونکو خطرو سره مخ دي، په شمول د غیرقانوني ګرفتارۍ. امریکایي خبریال اېوان ګېرشکوویچ، کوم چې د والسټریټ جرنل دپاره کار کوي، د څه باندې دوه میاشتو راهیسي په روس کې حراست کې دی او ورباندې د جاسوسۍ تورونه لګېدلي دي، مګر هغه او د امریکا حکومت دا تورونه ردوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG