لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په فرانس کې ریکارډ شوې د جنرل باجوه واېرل وېډیو ته مختلف قسمه غبرګونونه


واشنګټن - د پاکستان د پوځ د پخواني سرلښکر، جنرل (ر) قمر جاوېد باجوه یوه داسې وېډيو نن سبا په سوشل مېډیا کې واېرل شوې چې په هغه کې باجوه د خپلې مېرمنې سره په یو بهرني ملک کې ښکاري او په دې موقع ویډیو کې د یو چا غږ اورېدل کیږي چې باجوه ته ډېرې سپکې ستغې وایي. د وېډیو په خورېدو سره، په سوشل مېډیا باندې ډېر غبرګونونه هم مخې ته راغلي دي.

د وېډیو د حقیقت تصدیق تر اوسه نه دی شوی، خو وي او اې ډېوه په تصویر کې د موجودو نښو نښانو ترمخه او د ګوګل مېپ په مرسته دا موندلې چې د باجوه دا وېډیو، د فرانس په انسي (Annecy) ښار کې چې اېټلي او سویټزرلېنډ ته نږدې پروت دی، ریکارډ شوی دی.

د ګوګل مېپ نه اخېستل شوی تصویر - دا هغه ځای دی چې په واېرل شوې وېډیو کې جنرل باجوه هلته ښکاري
د ګوګل مېپ نه اخېستل شوی تصویر - دا هغه ځای دی چې په واېرل شوې وېډیو کې جنرل باجوه هلته ښکاري

په وېډیو کې یو کس چې د لهجې نه د افغانستان پښتون ښکاري، بغیر د دې چې خپل مخ ښکاره کړي، د پاکستان د پوځ پخواني مشر ته یې کېمره برابره کړې او اورېدل کیږي چې هغه ته ناوړه ښکنځلې او سپکې سپورې وایي. هغه د افغانستان د ناخوالو ذمه وار، باجوه ګڼي. د دې تصدیق هم آسانه نه دی چې آیا دا خبرې باجوه ته هماغه ځای شوي، او که یې وروسته په ریکارډ شوې ویډیو اضافه کړي دي.

په وېډیو کې دا ښکاري چې باجوه د سړک تر غاړه د یوې دروازې مخې ته د خپلې مېرمنې سره آرام ناست دی او هغه کس نظراندازه کوي چې د ښکنځلو غږ یې اورېدل کیږي. په یو ځای کې صرف باجوه کېمرې ته ګوري او غواړي چې هغه کس ریکارډنګ بند کړي که نه پولیس به راوبولي.

د ښکنځلو ترڅنګ، اورېدل کیږي چې هغه کس وایي: «دلته مې شاته پولیس دي، که دا پولیس نه وای، ما په دې باندې شروع کوله...ډبولی به مې و...»

بیا د افغانستان د بربادۍ ذمه وار، باجوه ګرځوي او زیاتوي: «دا څلوېښت کاله ... وایي افغانستان کې جهاد روا ده، جهاد روا ده، او خپله لور یې چې ده هغه سر تور سر ګرځي.»

غبرګونونه:

په امریکا کې مېشت پاکستانی سیاسي څېړونکی ډاکټر محمد تقي، چې د پوځ د تګلارو او رویو ناقد هم پاته شوی دی، د دې وېډیو په حوالې سره یې پخپل ټوېټر کې لیکلي چې: «د هر کوم پخواني چارواکي په ذاتي ژوند کې هغه ېرول سخت د غندنې وړ عمل دی. د دې سره سره، د جنرل باجوه دا خبره چې "زه د پوځ سرلښکر نه یم"، تر دې زیاته ذلت آمیزه جمله خو به شاید جنرل نیازي هم نه وي ویلې.»

جنرل نیازي د پاکستان هغه پوځي کمانډر و چې د بنګله دېش په جنګ کې د هندوستان پوځیانو ته تسلیم شو.

د محمد فهیم په نوم یو پاکستانی خبریال وایي چې د قمر جاوېد باجوه سره په فرانس کې د یو پښتون رویه، د پښتنو د روایاتو خلاف ده. هغه لیکلي چې دا کس صرف پښتو ژبې باندې پوهېده، مګر پښتونولي باندې نه پوهېده.

مګر د نعمت الله وزیر په نوم د پي ټي اېم یا پښتون تحفظ غورځنګ یو غړی بیا هغو ته چې د باجوه سره یې فرانس کې د یو چا رویه د پښتنو د روایاتو خلاف بللې، ویلي: «د جنرل باجوه سره شوې واقعه چې څوک د پښتنو د روایاتو خلاف بولي، په قبایلي ضلعو کې په پوځي چېک پوستو باندې د پښتنو د مېندو خوېندو سپکاوی، کور، څادر او چاردیواري او د پښتنو روایاتو پامالي ولې نظر ته نه ورځي؟»

په امریکا کې مېشت پاکستانی صحافي وقاص د فرانس د واقعې په حواله خفګان ښودلی او پخپل ټوېټر یې ویلي: «انتهایي بدقسمتي او قابل مذمت دی چې زمونږ قدرمن پخوانی سرلښکر جنرل (ر) قمر باجوه پرود دغسې د فرانس د انسي ښار په کوڅو کې له دغسې بدسلوکۍ سره مخ شو. پاکستان ته په کار ده چې دا موضوع د سفارتکاري لارو راپورته کړي. که څوک د خپلې کورنۍ سره په چکر تللی وي، په کار ده چې ځانله پرېښودل شي.»

بل اړخ ته افغان سیاستمدار محمد حلیم فدائي چې په پخواني حکومت کې په څو ولایتونو کې والي (ګورنر) پاته شوی و، د دې وېډیو په اړه ویلي چې دا د افغانانو مظلومیت ښکاره کوي. هغه لیکلي چې مظلوم یا ښېرا کوي، یا ښکنځل کوي، یا ژړا کوي:

یو پخواني افغان خبریال فضل الربي شینواري پخپل ټوېټر لیکلي دي: «دا د پاکستان د جابر پوځ پر وړاندې د افغانانو د کرکې اخري حد دی.»

د مدثر حسن په نوم د عمران خان د تحریک انصاف یو پلوي په خپل ټوېټر کې د باجوه او عمران خان عکسونه څنګ تر څنګ لګولي او ویلي یې دي: «الله څنګه [چا ته] عزت ورکوي. الله څنګه [څوک] بې عزتوي.»

د یادونې وړ ده چې دا د پي ټي آی د یو پلوي ټویټ دی او د هغه ګوند رسمي دریځ څرګندولی نشي.

  • 16x9 Image

    احمد فؤاد لامع

    احمد فؤاد لامع د ٢٠٠٧ کال راهیسې له امریکا غږ سره کار کوي او د ‏ژورنالیزم په ډگر کې د ۲۰۰۲ راهېسي تجربه لري. هغه مخکې تر دې، په کابل کې د لمر ټلیویژن د پښتو خبرونو مسئول، د طلوع ټلیویژن د خبري خپرونې کوربه، او وړاندې تر هغه، د افغانستان په ملي ټلویژن کې خبریال و.

ځانګړې ویډیوګانې

پيوټن د نورو شپږو کلونو دپاره د روس صدر منتخب شو
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:55 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG