لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان وزیراعظم آي اېم اېف سره د پور لوظنامې کېدو هيله مندي ښودلې


د پاکستان وزيراعظم شهباز شريف ويلي هېواد يې د نړیوالې مالياتي ادارې [آي اېم اېف] ټول پېشګي شرطونه پوره کړي دي او هېله يې ښودلې چې په روانه میاشت کې به د آي اېم اېف سره د پور لوظنامه وشي.

د آي اېم اېف لخوا پاکستان ته د قسط جاري کولو لپاره د مامورينو په کچه تړون د تېر نومبر د مياشتې راهسې د ځنډ ښکار دی او پاکستان د تېرې فرورۍ را په دې خوا آي اېم اېف سره د يو ارب او 10 کروړه ډالرو لپاره خبرې اترې کوي خو په دې خبرو کې تر اوسه هيڅ کاميابي نه ده ترلاسه شوې.

د ترکي د خبري ادارې انادولو سره مرکه کې وزیر اعظم شهباز شريف ويلي چې پاکستان د نړیوالې مالياتي ادارې د نهمې ارزونې ټول شرطونه پوره کړي دي او هيله لري چې په روانه میاشت به د قرض لوظنامه وشي.

د آي اېم اېف سره د کال 2019م د شپږ نيم اربه ډالرو د قرض پروګرام وخت د روانې میاشتې جون په 30مه سرته رسي او د روان کال د فرورۍ راهسې د قرض پروګرام د بيا پرځاې کولو لپاره د پاکستان آي اېم اېف ترمنځ خبرې لا هم نه دي کاميابې شوي.

اقتصاد پوهان وايي د پاکستان اقتصاد د سخت بحران سره مخ دی او حکومت د ديواليه کېدو څخه د بچ کېدو لپاره د تېرې څه مودې راهسې په درامداتو بنديز لګولی وو چې لکبله یې د لويو صنعتونو وده منفي 25 فيصدي ته ښکته شوې ده.

اقتصاد پوهه خبريال مهتاب حېدر وي او اې ډيوه ته وايي پاکستان سره د آي اېم اېف نه علاوه بله لاره نشته.

هغه وويل، حکومت د آي اېم اېف لخوا د قرض نه ترلاسه کېدو په ترڅ کې د متبادل پلان خبرې کوي خو نوموړی زياتوي چې د چين سره د هېوادونو د بېلنس اف پېمنټ لپاره هغه شان مېکانېزم نشته کوم چې د غربي هېوادونو سره د آي اېم اېف په شکل کې موجود دی.

له دې وړاندې نړيوالې مالياتي ادارې آي اېم اېف د پاکستان څخه د راتلونکي مالي کال 2023-24 د کليز بجټ تفصيلات غوښتي وو او د پاکستان لپاره د آي اېم اېف استازي ايستهر پيريز د دغو تفصيلاتو ترلاسه کېدو تاييد کړی او ورځپاڼې بزنس رېکارډر ته يې ويلي چي د ادارې چارواکي د امدن او لګښتونو په اړه د ګامونو په ګوته کولو لپاره د پاکستاني چارواکو سره د خبرو وړاندې بوتلو ته په تمه دي.

وزیر اعظم شهباز شريف ويلي چي پاکستان د آي اېم اېف ټول پېشګي شرطونه پوره کړي دي خو په ډاګه کړې یې ده که د آي اېم اېف سره خبرې ناکاميږي نو بيا به د پاکستان ولس ته د صبر او استقامت لمن نيول وي.

په حکومتي اتحاد کې د شاملو ډلو غړي ادعا کوي چې د هېواد اقتصاد په پايداره بنيادونو ودرولو اړخ ته ور روان دی او پاکستان یې د اقتصادي سقوط څه بچ کړی دی.

د پيپلز ګوند سېنېټر بهرمند تنګي ډيوه سره خبرو کې وويل چې حکومت غواړي چې د آي اېم اېف سره د قرض لوظنامه وشي.

د ښاغلي تنګي په قول حکومت د آي اېم اېف سره داسې تړون هم نه کول غواړي کوم چې د ادارو او ولس په تاوان وي.

د ادايګيانو د تولې د بحران او د غورځېدونکي بهرنيو اسعارو د کموښت د ستونزې سره مخ پاکستان لپاره د آي اېم اېف فنډنګ انتهايي ضروري بلل کيږي.

د مالي چارو خبريال طاهر امين ډيوه ته وايي پاکستان که د آي اېم اېف د تړون پرته د راتلونکي مالي کال بجټ منظور هم کړي خو بيا به هم د آي اېم اېف مالي مرستو ته اړتیا لري او دا هم امکان دی چې آي اېم اېف به د بجټ لګښتونه ونه مني او که داسې کيږي نو د بلې لوظنامې شرطونه به نور هم سخت وي.

پاکستان کې د خوراکي توکو د ګرانۍ کچه د 36 فيصده څخه 38 فيصده ته رسېدلې ده او پاکستاني روپۍ د امريکاي ډالر په مقابله کې هره ورځ خپل قدر بايلي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:00:00 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG