لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان راتلونکی بجټ د ای ایم ایف د توقعاتو او انتخاباتو تر منځ نښتی دی


واشنګټن ــــ څېړونکي وایي د پاکستان حکومت هیله من دی چې د پیسو د نړیوالې ادارې ای ایم ایف د مطمین کولو لپاره د اصلاحاتو او د جمعې په ورځ وړاندې کېدونکي د 2023-24 مالي کال په بجټ کې د راتلونکو ټاکنو لپاره د اقداماتو تر منځ توازن پیدا کړي او رایه ورکوونکي یې ورسره ومني.

د پاکستان او ای ایم ایف تر منځ پروګرام په روانه جون میاشت کې ختمېږي او هغه 2.5 ارب ډالره فنډ لا هم نه دي جاري کړل شوي چې د تر لاسه کولو لپاره یې پاکستان د پیسو له نړیوالې ادارې سره د تړون لپاره په داسې وخت هلې ځلې کوي چې ګراني پکې تر حد زیاته شوې، مالي توازن یې بې ځایه شوی او ذخیرې یې کمې شوې دي.

رویټرز خبري ایجنسۍ وایي ټاکل شوې چې د پاکستان عمومي انتخابات په راتلونکې نومبر میاشت کې وشي او حکومت به تمه لري چې ورسره به له هغه احتجاجي کمپېن څخه پیدا شوې ناارامي هم ختمه شي چې مشري یې مخکینی وزیراعظم عمران خان کوي.

د پاکستان د خزانې مخکینی مرکزي وزیر مفتاح اسماعیل وایي، دا ډېره ضروري ده چې حکومت له ای ایم ایف څخه فنډ تر لاسه کړي ځکه چې وایي د بجټ د پراخېدو امکانات ډېر لږ دي:

"پاکستان ته به ډېره ګرانه وي چې راتلونکی مالي کال دې له ای ایم ایف بغیر وچلوي، ځکه نو زما باور دی چې حکومت به داسې یو بجټ وړاندې کوي چې د ای ایم ایف له سپارښتنو سره برابر وي".

پاکستان له ای ایم ایف سره د سټاف لېول په کچه په 2019م کال کې تړون کړی وو چې په بنیاد به یې 6.5 ارب ډالره پور ورکول کېږي خو د 1.1 ارب ډالرو قسط یې له تېر نومبر میاشتې راهیسې ځنډېدلی دی.

د رویټرز په وینا دا فنډ د پاکستان لپاره ډېر زیات مهم دی چې د پورونو په پرې کولو کې توازن وساتي او اکثره څېړونکي په دې نظر دي چې حتی د اوسني پروګرام له ختمېدو وروسته به هم پاکستان په راتلونکي مال کال کې د قرضې په لټه کې وي چې د قرضو په پرې کولو کې د کمزورۍ تور له ځانه لرې کړي.

د رپوټونو له مخې د پاکستان په مرکزي بېنک کې چې دا وخت څومره د بهرنۍ کرنسۍ ذخیرې پاته دي هغه تر یوې میاشتې پورې لا ملک ته د درآمداتو یا وارداتو لپاره کافي دي.

په تېره مې میاشت کې په پاکستان کې د ګرانۍ یا افراطِ زر کچه 37.97 فیصده ته لوړه شوې ده چې دا په دوو پرله پسې میاشتو کې د ریکارډ کچه ده او په جنوبي اېشیا کې تر ټولو لوړه ده.

د تېرې نهې- سه شنبې په ورځ د پاکستان د پلان جوړونې مرکزي وزیر احسن اقبال اعلان وکړ چې د راتلونکي مالي کال په بجټ کې د پرمختیايي لګښتونو هدف 1,150 اربه روپۍ دی چې 4.02 ارب ډالر کېږي، خو وایي امکان دی چې د ګرانۍ کچه به 21 فیصده وي.

رویټرز وایي اوس چې په پاکستان کې انتخابات په را نیژدې کېدو دي، ځینې څېړونکي وایي حکومت به د راتلونکې جمعې په ورځ داسې اقدامات اعلان کړي چې ګواکې ټاکنې ګټي که څه هم چې بیا بیرته له دې ژمنو پر شا شي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG