دپاکستان تحریک انصاف ګوند نه په دې وروستیو کې جلا شوؤ دقامي اسمبلۍ قابو 100پخوانیو غړو اؤ مشرانو دعمران خان دیو پخواني ملګري جهانګیر ترین په مشرۍ د "استحکام پاکستان" په نوم د یو نوي ګوند جوړولو اؤ په دې ګوند کې د شاملیدو اعلان کړی دی.
پاکستاني رسنۍ وایي دا اعلان دچهارشنبې په ماښام دعلیم خان په کور کې د دپي ټي ایي نه د اوښتو پخوانیو پارلیماني غړو اؤ مشرانو لپاره د راجوړې شوې یوې میلمستیا په مهال ښاغلي جهانګیر ترین کړی دی.
پاکستان کې په نهم مئ دپخواني وزیراعظم عمران خان دنیول کیدو پرضد دهغه دګوند له لخوا په شوؤ قهرجنو احتجاجونو کې ګڼ شمیر دولتي ودانیو اؤ پوځي تاسیساتو ته اورونه اچول شوي وؤ چې دهغې راپدیخوا ددغه ګوند دمشرانو اؤ فعالینو پرضد دامنیتي ځواکونو له لوري عملیات دوامداره دي .
دتحریک انصاف تر 100زیاتو دپارلیمان پخوانیو غړو اؤ مشرانو ددغه ګوند نه خپلې لارې جدا کړي چې عمران خان دې ته پخپل غبرګون کې ویلي یاد مشران پوځ اؤ ایجنسیو د فشار په راوړلو سره دتحریک انصاف ګوند په پرېښودلو مجبور کړي دي.
د رسنیو له مخې دتحریک انصناف نه وتلو پخوانیو دپارلیمان غړو اؤ مشرانو د جهانګیر ترین په مشرتابه کلک باور ښودلی اؤ ویلي یې دي چې دوي به نور د استحکام پاکستان ګوند ملګري وي.
په رسنیو کې دخپرو شوؤ رپورټونو له مخې دې غونډه کې دسیند صوبې پخواني ګورنر عمران اسماعیل،دسمندري چارو پخواني وزیر علي زیدي،پخواني مرکزي وزیر عامر کیاني،پخوانۍ وزیرې فردوس عاشق اعوان،محمود مولوي،فیاض الحسن چوهان، مرداد راس،جی پرکاش،جی جی جمال،اجمل وزیر،نعمان لنګړیال، نوریز شکور،عون چوهدري اؤ ګڼور نورو برخه درلوده.
رسنۍ وایي دغونډې په مهال ښاغلي جهانکیر ترین د خپل نوم ګوند استحکام پاکستان دجوړولو اعلان کړی خو هیله ده چې نن به دیو پریس کانفرنس په ترڅ کې جهانګیر ترین اؤ دپي ټي ایي نه وتلي نور مشران دنوي ګوند په اړه جذیات په یو پریس کانفرنس کې رسنیو ته روښانه کړي.
جهانګیر ترین چې پخپله هم پخوا د تحریک انصاف ګوند عمومي سکتر ؤ اؤ دعمران خان تر ټولو نزدې ملګری ګڼل کیدو،په کال 2017م کې دپانامه په نوم دغبن په قضیه کې دسپریم کورټ لخوا نااهله ګرځول شوی ؤ اؤ بیا هغه دعمران خان اؤ تحریک انصاف ګوند نه ځان په ډډه کړی ؤ.
دنهم مئ له پېښو وروسته هغه یو وارې بیا په سیاست کې ځان فعال کړی اؤ ځینې څیړونکي شکونه کوي چې ګنې دپردې ترشا هغه ته دپوځ اؤ استخباراتي شبکو مرسته ترلاسه ده اؤ پوځ غواړي چې دتحریک انصاف کمزوري کولو لپاره دغه ګوند نه جلا کیدونکي مشران دجهانګیر ترین په مشرۍ یو نوي ګوند کې منظم کړي.
ځیني سیاسي څېړونکي په دې نظر دي چې په پاکستان کې دکال 2013م او 2018م دټولټاکنو نه وړاندې اؤ وروسته دنورو ګوندونو نه مشران اؤ دپارلیمان غړي هم دجهانګیر ترین په مرسته استخباراتي شبکو رامات کړي اؤ په تحریک انصاف ګوند کې یې شامل کړي وؤ.
پي ټي ایي په تېرو وختونو کې دا تاثر رد کړی ؤ چې ګنې دا ګوند دپوځ په مټ پیاوړی کړل شوی اؤ اقتدار ته رسول شوی ؤ خو اوس چې ددغه ګوند نه ګڼ شمیر مشران په چټکتیا سره خپلې لارې بیلوي نو دګوند مشر عمران خان هم اندېښنه ښودلې چې دوي به په یو "کنګ پارټۍ" کې منظم کولی شي