لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې د رجسټرډ ووټرانو شمېره 12 نیمو او پښتونخوا کې 2 کروړو نه اوښتې ده


دپاکستان دټولټاکنو کمیشن وایي په دغه هیواد کې د ثبت شوؤ رایې ورکوونکو یا ووټرانو شمیره 12 کروړو،59 لکو اؤ 63 زرو ته رسېدلې ده.

دالیکشن کمیشن لوري ملک کې درجسټرډ ووټرانو په جاري کړل شوؤ شمیرو کې ویل شوي چې په خېبر پښتونخوا صوبه کې ټول 2 کروړه، 15 لکه، 82 زره اؤ 556 ووټران درج دي.

دا شمیرې د روان کال دمئ 31مې نیټې پورې دي.

په ملک کې دنارینه ووټرانو شمیره 6 کروړه، 80 لکه، 48 زره اؤ 816 ښودل شوې ده اؤ ښځې ووټرانې بیا 5 کروړه، 79 لکه، 14 زره اؤ 782 دي.

په ثبت شوؤ رایې ورکوونکو کې د سړو کچه 54.02 فیصدي او دښځو کچه 45.98 فیصدي ښودل شوې ده.

په دې شمیرو کې تر ټولو زیات ووټران په پنجاب صوبه کې ښودل شوي چې شمیره یې 7 کروړه، 16 لکه، 6 زره اؤ 379 ښودل شوې اؤ په دویم نمبر ورپسې بیا سیند صوبه ده چې دغلته 2 کروړه، 64 لکه،88 زره 841 ووټران رجسټرډ کړی شوي دي.

د رقبې په لحاط دپاکستان دتر ټولو لویې صوبې بلوچستان د ووټرانو شمیره بیا تر ټولو کمه ښودل شوې ده چې 52 لکه، 60 زره اؤ 247 ده.

همدا شان په پلازمینه اسلام اباد کې د رجسټرډ ووټرانو شمیره 10 لکه، 25 زره اؤ 575 مخې ته راغلې ده

په پاکستان کې وروستۍ سرشمیرنه دتېرې مئ میاشتې په 15 نیټه سرته رسېدلې چې دهغې له مخې دپاکستان ټوله ابادي 24 کروړه اؤ 65 لکه ښودل شوې ده.

په ترسره شوې دې نوې سرشمیرنه دپاکستان سیند اؤ خېبر پښتونخوا صوبو کې کلکې نیوکې هم راپورته شوې وې اؤ ویل شوي وؤ ددغو صوبو دننه ابادي کمه شمیرل شوې ده.

د خېبرپښتونخوا د قبايلي ضلعو سره تعلق لرونکو د بېلابيلو سیاسي ګوندونو استازو په دې سرشمیرنه نیوکې کړې وې چې د تېرو دوه لیسزو نه د سېوا مودې راهسې قبايلي سیمه د مشکلاتو سره مخ پاتې شوې ،د سیمې ډهانچه ړنګه شوې او په تېره د کال 2017 په سر شمېرنه کې د دوی يو کروړ او 20 لکه ابادي په مشکله سره 5000000 (پنځوس لکه) ښودل شوې ده.

دوي تور لګولی چې په روانه سرشمېرنه کې د قبايلي ولس سره خيانت شوی دی.

دجمعيت علمااسلام ف ګوند د قبايلي سیمې مرستیال مشر مفتي اعجاز وي او اې ډيوه ته ويلي وؤ چې په تېره سرشمېرنه کې د دوی نيمه ابادي شمار کړی شوې او دا ځل بیا د دوی د ابادۍ د کمې ښودلو هڅه کيږي او د دغه لارې د دوی نيم حقونه تروړل کيږي.

د شمالي وزيرستان نه د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د صوبايي اسمبلۍ پخوانی غړی مير کلام وزیر هم په دې وروستیو کې وي او ای ډیوه سره خبرو کې ویلي وؤ دوي اندېښنه لري چې په پښتون مېشته سيمو کې به سمه سرشمېرنه ونه شي.

دمیرکلام وزیر په وینا "مونږ ګڼو چې دا اوسنۍ سرشمېرنه به هم د تېر په شان کمه وي، د شمالي وزيرستان مخکنۍ ابادي پينځه نيم لکه شمار کړی شوې وه په تېره سرشمېرنه کې، خو په جون 2014م کې چې د وزيرستان د رزمک، دوسلي، شوې او ګړيوم ډېر خلک کډوال شوي هم نه وو خو دوی بيا هم څوارلس نيم لکه خلک شمار کړي چې اسانتیاوې یې ورته ورکړی شوې وې په دغه حساب درېمه برخه هم نه ده شمار کړل شوې ځکه مونږ اندېښنه لرو چې په پښتون مېشته سيمو کې به سمه سرشمېرنه ونه شي"

د عوامي نيشنل ګوند د مومندو ضلعې سره تعلق لرونکي د خېبرپښتونخوا اسمبلۍ پخوانی غړي نثار مومند هم ډیوه سره خبرو کې په دې سر شمیرنه اندېښنې ښکاره کړې وې اؤ ویلي یې وؤ "دا سرشمېرنه په داسې حال کې کيږي چې زمونږ خلک اوس هم کډوال دي"

هغه ویلي وؤ "په قبایلي ضلعو کې د امنیت مسله هم ده د هغې له کبله او د روزګار د غمه قبایلي خلک مجبوره دي مزدورو له تللي دي، وړاندې به داسې کېده چې خلکو به له هر ځای کولی شو چې ځان په خپله علاقه کې وليکی يا اندراج وکړي خو اوس ډيجیټيل کيږي نو خلک به بیا کم شمار شي، ددې سرشمېرنې په بنياد حلقه بندۍ او انتخابات کېدل دي او چې د کمې سرشمېرنې په بنياد انتخابات او بيا فنډنګ کيږي د قبايلو حق به بيا نيم ترلاسه شي"

د پاکستان د شمارياتو د ادارې ترمخه پاکستان کې وروستۍ د کال 2017 په سرشمېرنه کې د ملک ټوله ابادي 207اعشاريه 68 ملينه ښودل شوې وه چې پکې د مخکنۍ فاټا ابادي 49 لکه93044 ويل شوې وه.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG