لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

رپوټ: د پاکستان لاهور د نړۍ تر ټولو او پېښور د سيمې فضايي خچن ښار دی


د هوا د خچنوالي جاج اخيستونکې نړيوالې ادارې ویلي، د پاکستان د پنجاب صوبې سر ښار لاهور د فضايي الودګۍ په اساس د دنيا لومړی او د خېبر پښتونخوا سر ښار پېښور د سيمې د هېوادونو په کچه په څلورم نمبر خچن او ککړ ښار دی.

څېړونکي وايي د هوا د ککړتيا لوی علتونه پخواني ګاډي، کارخانې او د خښتو بټۍ دي چې په زيات مقدار کې ګېسونه او پارټيکولېټ مېټرز یا ذرات خارجوي.

د هوا د ککړتيا جاج اخيستونکې نړيوالې ادارې ای کيوايېر پخپل تازه راپور کې پاکستان د فضايي الودګۍ په اساس درېم نمبر هېواد ګرځولی دی.

په رپوټ کې ويل شوي چې لاهور د فضايي الودګۍ په حساب د دنيا لومړی او پېښور په منځنۍ او سوېلي اېشيا کې څلورم خچن ښار دی.

پېښور پوهنتون کې د ماحولياتو د څانګې استاز پروفېسر ډاکټر حزب الله خان وي او اې ډيوه ته ويلي، پېښور کې د موجودو کارخانو څخه وتونکی لوګی، د پلاسټکي موادو سوځولو او د نورو علتونو له وجې د هوا د ککړتيا کچه ورځ تر بلې سېوا کيږي.

"په پېښور کې اکثره زاړه ګاډي دي هغې نه لوګی ډېر وځي او دا زرات هغه ډېر خوروي، په خواوشا علاقو کې چې کومې د خښتو بټۍ دي دا هم د دې يوه زريعه ده، او بل ځای په ځای چې کوم تعميراتي کارونه کيږي او کچه ځايونه ډېر وي نو د دې نه دا زرات ډېر راوځي او هوا کې شامليږي".

په رپوټ کې دا هم ويل شوي چې د پاکستان هر يو ښار کې د زراتو يا پارټيکولېټ مېټر مقدار د صحت نړيوالې ادارې د وړاندیز شوي لارښود څخه لږترلږه اته چنده سېوا دی.

پېښور اسلاميه کالج پوهنتون کې د ماحولياتو کارپوه پروفېسر ډاکټر سفير احمد وي او اې ډيوه ته ويلي، په هوا کې موجود دغه زرات او ګېسونه نه يواځې په انساني صحت خراب اثر پرېباسي بلکې د ونو بوټو پېداوار هم اغېزمنوي.

" دا زرات پړپوسانو ته لاړ شي او هلته پاتې شي چې له وجې يې د دمې، سا او د ټوخي ناروغۍ پېدا کيږي، دې سره سټروک کيږي يعنې سمدستي انسان ته د ذړه دوره وشي او د ټولو نه خطرناک دا دي، د دې سره کېنسر ناروغي خلکو ته لګي".

د هوا د ککړتيا جاج اخيستونکې نړيوالې ادارې د راپور ترمخه که چرې د پاکستان په هوا کې د زراتو کچه د صحت نړيوالې ادارې له خوا ټاکلي شوي مقدار ته راکمه شي نو اوسطً متوقع ژوند کې د دوو نه تر شپږو کلونو پورې زياتوالی راتلی شي.

د خېبر پښتونخوا د ماحولياتو محکمې چارواکي وايي د ګاډو له امله کومه الودګي خوريږي د هغې د مخنيوي لپاره د ټرانسپورټ ادارې سره همکاري کوي.

چارواکي زياتوي د خښتو بټۍ زېګ زيګ ټېکنالوجۍ ته اړولو باندې کار روان دی او که کومې کارخانې د قانون مطابق چلند نه کوي او د الودګۍ سبب ګرځي هغوی به جرمانه کولی شي.

  • 16x9 Image

    عبد الرزاق

    عبدالرزاق له وي او اې ډیوه سره په پېښور کې د خبریال په توګه د ملټي مېډیا په برخه کې کار کوي. هغه د خیبرپښتونخوا او افغانستان د سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي، تعلیمي او روغتیايي موضوعاتو په اړه رپوټونه جوړوي. ​عبدالرزاق له هزاره پوهنتونه په جرنلزم کې ماسټر ډګري اخیستې او له خیبرنیوز سره په پېښور کې د خبریال په توګه کار کړی. هغه ډان او ایکسپریس ټریبیون انګرېزي ورځپاڼو او نورو ویبپاڼو ته هم لیکنې کوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG