لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په کوټه ښار کې د چارواکو تر سخته څارنه لاندې پوليو کيمپېن تر سره کېږي


کوټه / واشنګټن ــــ په کوټه کې د پوليو کيمپېن د روغتيا چارواکو په سخته څارنه يا مانيټرنګ کې ترسره کېږي، چې هدف يې نه يواځې ماشومانو ته د پولیو ناروغۍ ضد څاڅکو ورکول دي، بلکې په کمپېن کې شته ستونځې هم ختمول دي.

د کوټې په نوي کلي سيمه کې يو روغتيايي چارواکی يا ډي ايچ سي ايس او نذیر مردانزی وايي، د پوليو کيمپېن څارنه د وېکسين کار په ګټه تمامېږي.

ښاغلی نذیر وایي‌ په کار کې له پوليو کارکوونکو سره هم مرسته کېږي، چې کله څوک نه غواړي خپلو ماشومانو ته څاڅکي ورکړي:

"زموږ مانيټرنګ يا څار د مرستې په توګه وي. موږ د پوليو ټيمونو هغه ستونځې ختموو چې دوی ورسره په کار کولو کې مخامخ کېږي. د دې له برکته اوس د پوليو کار ښه شوی او هيڅ داسي ماشوم نه وي چې له پوليو څاڅکو پاتي شي".

نذیر مردانزی زياتوي چې ځينې وخت ميندې خپلو ماشومانو ته قطرې نه ورکوي او يا هم خپل ماشومان په کورونو کې پټ کړي. وايي له څارنې وروسته هيڅ ماشوم داسې نه وي چې له قطرو پاته شوی وي:

"د څارنې يا مانيټرنګ ګټه دا وي، چې خلک د وېکسين په ارزښت پوه شي او هغه څوک چې انکاري وي خپل ماشومان وېکسين کوي. موږ د ټولو ماشومانو ريکارډ ساتو او بيا له وېکسين وروسته يې ګورو، ځکه نو له څاڅکو د پاته ماشوم چانس کم وي".

د سيمې اوسېدونکی محمد عارف وايي په هر پوليو کمپېن کې خپلو ماشومانو ته څاڅکي ورکوي. هغه په دې خبر دی چې پوليو يوه خطرناکه ناروغي ده او پوليو شوی ماشوم د ټول عمر لپاره د مور پلار د اوږو بار وي:

"زما پینځه ماشومان دي او دوو ته په هر کمپېن کې قطرې ورکول کېږي. زه تر خپل لاس ماشومانو ته څاڅکي ورکوم، له دې سره سره نورو کورونو ته هم ورسره ځم، چې پوليو کارکوونکي قطرې ورکړي او خپل ماشومان له ګوزڼ ناروغۍ خوندي وساتي".

په بلوچستان کې د پوليو کار په دوو برخو وېشل شوی دی او پینځه ضلعې کوټه، چمن، پښين، کلاعبدالله او مستونګ په کوټه بلاک کې شاملې ضلعې دي، دلته پخوا هم د پوليو مثبت کېسونه رپوټ شوي وو، ځکه نو امکان شته چې بیا پکې مثبت کېسونه رپوټ شي.

  • 16x9 Image

    رفیع الله مندوخېل

    رفیع الله مندوخېل په بلوچستان کې د وي او اې ډیوه خبریال دی چې د پولیو په اړه رپوټونه جوړوي. ده له بلوچستان پوهنتونه په انګرېزي ادبیاتو کې ماسټري کړې ده او وخت په وخت یې د پاکستان له ګڼ شمېر رسنیو لکه «ډان»، «نوای وقت»، «انډیپینډینټ اردو»، «دي فرنټېر پوسټ» او «پیکټ رېډیو» سره هم کار کړی دی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG