د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اؤ د پیپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداري ویلي د ده ګوند د یوې مودې راهسې د پوځ د سیاسي کردار ختمولو هڅې کوي خو دا کار به شپه په شپه یا په پوځي تنصیباتو د حملو د لارې ونه شي.
د قطر الجزیره ټي وي سره مرکه کې ښاغلي بلاول ویلي پاکستان کې په خړپوسو جمهوریت دوه ګامه پرمخ واخلي شي اؤ بیا دوه ګامه په شا لاړ شي خو هغه وایي چې د کال 2008 نه تر کال 2013م پورې موده کې سیاستدانانو ښې ډيرې کامیابۍ ترلاسه کړي دي.
نوموړي وویل د پوځ دسیاس کردار د ختمولو مقصد ترلاسه کولو لپاره به سویلین ادارو ته خپل پیاوړی مقام جوړول وي.
د بلاول بوټو زرداري په وینا "د پاکستان د قسمت فیصلې په سړکونو نه شي کیدای، پارلیمان ته به د ملک د قسمت فیصله کول وي".
خارجه وزیر وویل پاکستان کې د جمهوریت د ودې توان موجود دی اؤ دا مهال ملک د جمهوریت په لیکه ولاړ دی.
هغه وویل د ده په خیال د پخواني وزیراعظم عمران خان لخوا معرفي کړل شوي سیاست ملک کې په خړپوسو جمهوریت جړقولی دی اؤ په هیواد کې د جمهوریت د کدرونو ځای ته راوستل د دوی لپاره اساسي چیلنج دی.
هغه تور ولګولو چې عمران د پوځ د پخوانیو افسرانو په مرسته اؤ د ټګۍ نه د ډکو انتخاباتو په نتیجه کې په کال 2018م کې اقتدار ته رسیدلی ؤ اؤ بیا یې پوځ سره تېرکال د اپریل د میاشتې نه ستونزه راولاړه شوې وه.
د پاکستان تحریک انصاف ګوند په مشر عمران خان مدام د هغه سیاسي مخالفین د پوځ په مرسته کال 2018م کې اقتدار ته د رسیدو تورونه لګوي خو په تېرو وختونو کې عمران خان اؤ پخپله پوځ څو، څو ځله د دې دعوؤ تردید کړی دی.
بلاول بوټو وویل پوځ پروسږکال ویلي وؤ چې ځان یې د سیاست نه په ډډه کړی دی اؤ ترڅو چې د عمران خان معامله ده نو د هغه ګیله هم دا ده چې پوځ یې مرسته ولې نه کوي.
نوموړي دعوه وکړه چې د تحریک انصاف پلویان په دې خبره په قهر دي چې پوځ د ملک د قانون خلاف ورزي اؤ د عمران خان ملاتړ ولې نه کوي خو د پاکستاني وګړو اکثریت غواړي چې پوځ باید د سیاست نه په ډډه پاتې وي اؤ په سیاسي چارو کې دې لاسوهنه ونه کړي.
دا په داسې حال کې ده چې هم د جمعې په ورځ پخواني وزیراعظم عمران خان پخپله یوه ویډیو وینا کې د پوځ مشر جنرال عاصم منیر نه ده سره د مذاکراتو غوښتنه کړې ده خو د دې ترڅنګ یې ګیله کړې ده چې پوځ ورسره خبرو ته تیار نه دی.
د عمران خان لخوا پوځي مشر نه د مذاکراتو په غوښتنه د پاکستان مشهور صحافي حامد میر په ټویټر لیکلي:
سیاستمدار د سیاستدانانو سره خبرې کوي اؤ هرکله چې عمران خان د پوځ مشر سره د خبرو هڅه کوي نو د دې مطلب دا دی چې هغه پوځي سرلښکر د ایین د 244مې دفعې خلاف ورزۍ ته لسموي.
حامد حامد میر لیکلي پاکستان کې جمهوریت ځکه کمزوری دی چې دلته سیاستدانان د پوځ په اوږو اقتدار ته راځي اؤ کله چې یې پوځ له اوږو ښکته کړي نو انقلاب ورته وریاد شي.
خو عمران خان ویلي هغه پوځ سره خبرې د خپل ذات لپاره نه کوي اؤ نه یې د وزیراعظم منصب د خپل ضمیر خرڅون ته اړ کولی شي بلکې غواړي چې د ملک بچ کولو لپاره پوځ سره خبرې وکړي.
په نهم مئ د عمران خان د ګرفتارۍ پرضد پاکستان کې د شوؤ قهرجنو احتجاجونو په مهال ګن شمیر پوځي تاسیساتو اؤ دولتي ودانیو ته اورونه اچول شوي وؤ چې حکومت دهغې تور د تحریک انصاف ګوند په مشرانو اؤ پلویانو لګولی اؤ اعلان یې کړی دی چې دې پېښو کې د ککړو کسانو پرضد به پوځي عدالتونو کې مقدمې چلولی شي.