لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسحاق ډار: آی اېم اېف سره د لسمې جایزې امکان هېڅ نشته، د پلان بي ترمخه، دوه اړخیزې قرضې بیا تنظیموو


د پاکستان د خزانې وزير اسحاق ډار ويلى هيواد به یې د نړيوالې مالياتي ادارې – آی اېم اېف - سره يا د هغوى پرته د بهرنۍ قرضو بيا تنظيمولو لپاره دوه اړخيزه قرض ورکوونکو ته ځي.

پخپل پوسټ بجټ وينا کې، ښاغلي ډار وويل د آی اېم اېف سره د لسمې جایزې هيڅ امکان نشته او دوى سره د 6.5 اربه ډالره د پور پروګرام به د لسمې جایزې پرته د 5.1 اربه ډالره پور باندې ختم شي.

په ظاهره آی اېم اېف ته په 'مخه ښه' ويلو سره نوموړي ' تش په نوم' د پلان بي' ذکر وکړ کوم به چې راتلونکې مياشت د 27 اربه ډالرو څخه زيات د دوه اړخيزه بهرنۍ قرضو د بيا تنظيمولو لپاره په سمدستى توګه کار وکړي. په دې قرضو کې زياتې قرضې پاکستان د چين نه اخيستي دي.

اسحاق ډار د څو اړخيزه ايجنسيانو يا پيرس کلب هيوادونو سره د بهرنۍ قرضو د بيا تنظيمولو په اړه څه قسمه خبرې رد کړې او ویې ویل چې "دا څه باوقاره څيز نه دی. مونږ به څو اړخيزه (قرضه ورکوونکي) نه پريشانه کٶو او دا چې پيرس کلب بيا برابرول زمونږ په مينيو کي نشته".

د خزانې وزير د دې خبرې هم سپيناوې وکړ چې د بجټ دستاويزاتو کې چې د 2.5 اربه ډالره کوم ذکر شوی چې طمع ده دا پيسې به د آی اېم اېف څخه تر لاسه شي، نو داسې نه ده، د نهمې ارزونې د لاندې به 1.1 اربه ډالره ترلاسه کيږي.

بل لور ته ښاغلي ډار وويل چې سعودي عرب او متحده عرب اماراتو آی اېم اېف ته پخلی کړی چې درې اربه ډالره به د پاکستان په واک کې ورکوي، د جون تر دېرشمې نېټې پورې د دې مالي ضمانت د نه مکمل کيدو په صورت کى به، دا پیسې د راتلونکي مالي کال وړمبو ته لاړ شي.

د چين سره د پور په اړه يوې پوښتنې ته په ځواب کې اسحاق ډار د کوم هيواد نوم اخيستلو پرته وويل "دا هغه څيز دی په کوم چې حکومت د بجټ منظورۍ وروسته د راتلونکي مالي کال په وړمبو کې ورباندې کار کول غواړي".

نوموړي وويل، 'دا به معاف کول نه بلکه د اوږد مهاله انتظاماتو لپاره به خبرې کيږي، کوم چې د کورونا وبا، د تير کال سيلابونو او نور نړيوال او ځايي ننګونو په وړاندې يو معمول دی'.

د پاکستان په مجموعي توګه دوه اړخيزه قرض خواو شا 37 اربه ډالره دی خو د G-20 يا شلو شتمنه هيوادونو د ډيټرسروس انيشيټو DSSI له مخې په حال کي د دي بيا تنظيمولو له وجې نه پيرس کلب خواٶشا لس اربه ډالره په پورولو کې ډېر کم ځای وي.

يوې بلې پوښتنې ته په ځوابد کې، ښاغلي ډار وويل چې آی ايم ايف يو بل بيل اٶټ پيکج يا د پور پروګرام باندي د خبرو پريکړه به د عمومي ټاکنو وروسته راتلونکی حکومت کوي.

ډار وويل په بجټ کي یې د انتخاباتو لپاره 45 اربه روپۍ ايښودي دي او دا چې د مخالفه ډلو دا دعوه بى بنياده ده چې حکومت ټاکنې نه کول غواړي.

د اسحاق ډار خبرو ته غبرګونونه

څيړونکى او مخالفه ډلې د خزانې د وزير دې خبرو سره اتفاق نه کوي او وایي چې د آی اېم اېف پروګرام بحاليدو پرته پاکستان ته به درنې بهرنۍ قرضې ورکول ناممکن وي.

وى او اې ډيوه سره خبرو کې څيړونکي عابد قيوم سلهري وويل: 'پاکستان ته به راتلونکي دريو کالو کي 77 اربه ډالره قرض په کار وي کوم چې د آی اېم اېف قرض پروګرام بحاليدلو پرته ممکن نه دي او دې سره حکومت ته به خپلې خرچې هم راکمول وي'.

لوی مخالفه ګوند تحريک انصاف د راتلونکى کال بجټ "مصنوعي او نه عملي کيدونکی" بللی دی او وایي حکومت غواړي په راتلونکى ټاکنو کې هم د دې بجټ په بنيادسياسي ګټې ترلاسه کړي.

د پي ټي آی يو مرکزي مشر حماد اظهر ويلي دغه بجټ به آی اېم اېف هم قانع نکړي چې پاکستان ته، چې اوس مهال د سخت مالي کړکيچ سره مخامخ دی، پور ورکړي.

د پي ټي آي وينا ده چې راتلونکى کې به حکومت ته د 8.8 اربه ډالره د پور اخيستو ضرورت راځي او دې حکومت اوسه پورې د آی اېم اېف سره خبرې ناکامه دي او دا هم امکان نشته چې راتلونکې حکومت دې هم د فنډ سره کيدونکې خبرې دې د کاميابۍ سره ترسره کړي.

پاکستان له سخت اقتصادي کړکېچ سره مخ دی او تر اوسه یې د آی اېم اېف سره د نوو قرضو د اخېستو هڅې کامیابه شوې نه دي.

که څه هم د خزانې وزیر اسحاق ډار څو څو ځله دا خبره کړې چې پاکستان به دیوالیه نشي، مګر ځیني اقتصاد پوهان وایي، دا تشه دعوه ده او دوی نه پوهیږي ډار په څه بنياد دغه دعوه کوي خو ښايي هغه خلکو ته هيله ورکوي، د اقتصاد ښه والی به د خلکو په ژوند کې د بدلون راتلو نه څرګنديږي او هغه څه نه ښکاري.

د پاکستان وتلی اقتصاد پوهه قېصر بنګالي څه موده وړاندې وي او اې ډیوه سره په خبرو کې وويل، " کله د ملک سره د قرضونو د واپس کولو پېسې نه وي د بهر نه راتلونکي څيزونه د ملک څخه بهر تلونکو توکيو په مقابله کې دوه چنده سېوا وي، نو دا بحران دی" .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG