واشنګټن - د اوکراین صدر ولودیمیر زېلنسکي وايي، د روس د پوځونو خلاف د اوکراین پوځونو جوابي حملې شروع کړي دي خو د نور تفصیل ویلو نه یې ډډه کړي. بلخوا د روس صدر ولادیمیر پوتین هم دا خبره منلې خو وايي، د اوکراین پوځ تر اوسه پورې په یو اړخ هم کامیابي نده موندلې.
د کېنېډا د وزیراعظم جسټن ټروډو سره په کیېف کې د یو خبري کانفرنس په موقع د روس صدر ولادیمیر پوتین د بیان په حقله د یو خبریال د تپوس په جواب کې زیلنسکي اومنله چې جوابي عملیات شروع شوي دي خو د دې تفصېلات یې ورنکړل.
هغه وویل، “دلچسپه خبره ده چې پوتین زمونږ د جوابي حملو په حقله خبره وکړه. په اوکراین کې جوابي او دفاعي کارروايانې روانې دي. زه د دې تفصیلات نشم درکولې. مونږ ته پخپلو پوځونو یقین کول په کار دي. زه د خپلو ټولو کمانډرانو سره په رابطه کې یم. د هر چا سوچ مثبت دی. او دا دې پوتین ته ورسولی شي.”
د روس صدر ولادیمیر پوتین د جمعې په ورځ ویلي وو. چې اوکراین خپله جوابي کارروايي چې د ډېرې مودې نه یې طمع کېدله، شروع کړي ده. خو دا یې هم وویل چې اوسه پورې اوکرایني ځواکونو ته ډېر تاوان اړول شوې او خپل اهداف یې ندي ترلاسه کړي. او د دې دپاره یې د روسي پوځونو د زړه ورتیا او د جدید وسلې ستاینه وکړه.
د ولادیمیر پوتین وینا وه: “مونږ دا ویلې شو چې اوسه پورې یوه جوابي حمله هم نده کامیابه شوې. خو د کیېف د حکومت پوځونه لا هم د جوابي کارروايي توان لري”.
روسي صدر دا هم زیاته کړه چې راتلونکې میاشت کې به ماسکو په بېلاروس کې خپله ځینې اېټمي ټېکټیکل وسلې هم پرځای کړي. دغه ګام ته د بېلاروس حزب اختلاف د مغرب د بلېک مېل کولو کوشش وايي.
اخوا پرون د خالي/شنبې په ورځ د اوکراین د وسله والو پوځونو مشر وویل چې په شرقي اوکراین کې د باخموت او مارینکه ګېر چاپیره درنه جګړه روانه ده.
دا هغه ځایونه دي چې چرته نه چې اوکرایني پوځونو د روسي پوځونو پرمختګ ودرولې وو.
او دا یې هم اویل چې د روس پوځونه د درنو تاوانونو سره مخ دي خو د دې د پټولو کوششونه کوي.
د برطانېې د دفاع وزارت هم پرون دا خبره کړې وه چې په تېرو 48 ګنټو کې په مشرقي او جنوبي سیمو کې د اوکراین پوځ ډېر اهم عملیات کړي دي.
او په ځینې علاقو کې د روس ړومبنې دفاعي کرښې ته ورننوتلي. خو په نورو ځایونو کې د اوکراین پرمختګ لا سست دی.
د ازادو ذرایعو نه لا د دې تصدیق نه دی شوی چې اوکراین د روس دفاعي کرښو ته ورداخل شوی وي.