د پاکستان وزيراعظم شهباز شریف ویلي، د روس څخه په رعايتي نرخ اخستل شوې د خام تېلو لومړۍ کارګو يا سمندري بېړۍ کراچۍ ته رسېدلې او نن به د سمندري بېړۍ څخه د تېلو کوزولو عمل پېلولی شي. خو نوموړي نه دي ویلي چې په رعايتي نرخ د روس څخه د خام تېلو سره به په ملک کې تېل څومره ارزان شي.
د پاکستان وزيراعظم د روس څخه په تېلو رارسېدو د خوښۍ څرګندونه کړې چې د قام سره کړې ژمنه یې پوره کړې ده.
شهباز شریف تېر ماسخوتن په ټویټر ويلي، ننۍ ورځ به د تاريخي بدلون په توګه يادول کيږي او زياته کړې یې ده خوشالۍ، اقتصادي پرمختيا، سلامتۍ او په کم لګښټ د تېلو ورکولو دپاره یې لومړی او مهم قدم اوچت کړی دی.
نوموړي ويلي، د روس څخه د تېلو راغوښتل د دواړو ملکونو ترمنځ په اړيکو کې د نوي باب پېل دی.
پاکستاني رسنيو خبر ورکړی، د روس څخه کراچۍ ته رسېدلې کارګو کې 45000 مېټرک ټنه خام تېل دي. او راتلونکې اوونۍ به د 50000 مېټرک ټنه څخه زياته بله کارګو کراچۍ ته ورسي.
تېر کال د پاکستان د خزانې وزير اسحاق ډار د روس څخه په رعايتي نرخ د تېلو اخستو ويلي وو.
هغه ويلي وو، د پاکستان ګاونډي هند هم هم د روس نه تېل اخلي ځکه پاکستان ته هم د دې موقعې نه ګټه پورته کول پکار دي.
او تېره میاشت د روس څخه پاکستان ته د تېلو راغوښتو د خبر سره په ټولنيزو رسنيو بحث تود شوی وو چې د روس د تېلو سره به پاکستان کې تېل ارزان شي.
خو د پټروليم وزير مصدق ملک د مې په وروستيو کې ويلي وو، د روس څخه خام تېل راغوښتل کيږي هغه به ریفاين يا پاکول کيږي او د هغې وروسته به معلومه شي چې د روس څخه راغوښتونکي تېل به د پاکستان دپاره څومره ګټور وي.
د راپورونو ترمخه تېره میاشت په واشنګټن کې د پاکستان سفير مسعود خان ويلي وو، د روس څخه په تېلو اخستو یې د امریکا د حکومت سره مشوره کړې وه.