لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د سویډن عدالت: پولیسو په فرورۍ کې د قرآن سوځولو د مظاهرو مخه بغیر د کوم قانوني دلیل ونیوله


واشنګټن - په سوېډن کې یو د اپیل عدالت د ګل/دوشنبې په ورځ وویل، پولیسو د روان کال په اوایلو کې هېڅ داسې کوم قانوني دلیل نه درلود چې وکړی شي د هغو احتجاج کوونکو مخه ونیسي کوم چې د قرآن سوځولو تابیا یې کړې وه.

په جنوري میاشت کې چې سويډني مظاهره چیانو په سټاکهولم کې د ترکیې سفارت مخې ته د اسلام سپېڅلي کتاب، قرآن ته اور ورته کړ، دې کار د نړۍ په مسلمانانو کې قهر او خفګان راوپارولو چې په نتیجه کې یې څو هفتې د مسلمانانو مظاهرې وشوې او د سويډن سره د تجارت د بندولو او په نېټو کې د هغه ملک د غړیتوب د مخنیوي غوښتنه یې کوله.

د هغې پېښې نه وروستو، دوه ځله نور هم د پولیسو نه په سويډن کې د قرآن سوځولو اجازت وغوښتل شو چې پولیسو د دې اجازت د ورکولو نه انکار وکړو. دا مطالبې د فروري میاشت کې وشوې چې په لړ کې یې یو وګړي او یو تنظیم غوښتل د ترکیې او عراق سفارتونو مخې ته قرآن وسوځي.

پولیسو د اجازت نه ورکولو وجه دا وښوده چې د جنوري میاشتې مظاهرو او قرآن سوځولو، سویډن د تندلارو د حملو یوه تر ټولو اهمه نښه ګرځولی شي.

مګر دغه وګړي او تنظیم چې په فبروري کې یې د قرآن سوځولو د مظاهرې اجازت رد شوی و، د سټاکهولم انتظامي عدالت ته ولاړل او عدالت د پولیسو فیصله منسوخه وګرځوله. عدالت وویل چې د پولیسو له خوا څرګند شوي امنیتي فکرمندۍ دومره ندي چې په هغې سره آزادي رآی محدود وګرځول شي.

د هغه نه پس، د سټاکهولم پولیس د دې حکم په سر د اپیل کورټ ته درخواست وکړ، مګر د اپیل کوټ هم د ګل/دوشنبې په ورځ د انتظامي عدالت حکم تایید کړ.

اپیل کورټ هم پخپل حکم کې ویلي چې د پولیسو له خوا کومې امنیتي ستونزې څرګندې شوي، هغه د پلان شوې مظاهرې سره کوم واضحه تعلق نشي درلودلی.

د دې باوجود، اپیل کورټ ویلي چې که پولیس غواړي، نو دا فیصله په سپریم کورټ یا اعلی عدالت کې هم چلېنج کولی شي.

تر دې وړاندې په جنوري میاشت کې چې پولیسو د کومې مظاهرې اجازت ورکړی و او هغه کې قرآن ته اور واچول شو، هغه مظاهره د راسموس پالوډان په نوم یو سويډني-ډنمارکي فعال جوړه کړې وه چې نوموړی د نسل پرستۍ په جرم هم مجرم پېژندلی شوی و.

پالوډان تېر کال هم په سويډن کې وګرځېډ او د عوامو مخې ته یې د قرآن نسخو ته اور ورته کړ. د هغه دې عمل سره په سویډن کې بلوا هم رامېنځ ته شوه.

د جنوري میاشت کې د قرآن سوځولو پېښې، د سویډن او ترکیې ترمنځ تعلقات هم خړپړ کړل. ترکیه په دې ډېره خفه وه چې د سټاکهولم پولیسو ولې دا اجازت ورکړ چې مظاهره چیان دغسې یوه مظاهره جوړه کړي.

سویډن په نېټو کې شاملېدل غواړي، او ترکیه چې د نېټو ممبرشپ لري، نو د سویډن د شاملېدلو مخه یې نیولې ده. البته د ترکیې دلیل دا دی چې هغه کردان کوم چې ترکیه یې "ترهگر" بلي، سویډن هغو ته ولې څه نه وایي او ورته یې پناه ورکړې ده.

د ترکیې صدر رجب طیب اردوان د جنوري په میاشت کې وویل: "دا واضحه ده، هغه کسان چې زمونږ د ملک د سفارت مخې ته دغسې یو ناوړه عمل ترسره کوي، نور نو په نېټو کې خپل د شاملېدو درخواست په اړه، زمونږ نه د کوم احسان طمعه نشي کولی."

د سویډن سیاستمدارانو د قرآن سوځولو په پېښو تنقید کړی مګر د آزادي رای د حق نه یې په کلکه دفاع کړې ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG