د افغانستان د پولې سره پیوست د خېبرپښتونخوا صوبې قبایلي ضلعه شمالي وزیرستان کې د پوځ اؤ ترهګرو ترمنځ نښته شوې چې د پوځ په وینا دې نښته کې یو وسله وال وژل شوی دی.
د پوځ مطبوعاتي څانګې د گل/دوشنبې په ورځ خپل بیان کې ویلي دا نښته د شمالي وزیرستان په سپین وام سیمه کې هغه مهال شوې چې پوځ دغلته د ترهګرو یوه ځاله په نخښه کړه .
تېره ورځ د شمالي وزیرستان د سپین وام سیمې نه پولیس سرچینو وي او ای ډیوه ته ویلي وؤ دغه سیمه کې په ګزمه بوختو پوځیانو باندې چاودنه شوې ده چې په کې درې عسکر ژوبل شوي دي.
پوځ پخپل بیان کې ویلي نښته کې د یو ترهګر د وژل کیدو ترڅنګ دوه نور ژوبل شوي هم دي.
د پوځ بیان کې د وژل شوي ترهګر پېژندګلو نه ده په ډاګه کړل شوې چې نوم یې څه دی اؤ تعلق یې د کومې وسله والې ډلې سره دی خو پوځ دعوه کړې ده چې دغه وژل شوي ترهګر د امنیتي ځواکونو پرضد ترهګریزو فعالیتونو اؤ د بېګناه خلکو په وژنو کې لاس لرلو.
پوځ ویلي، د سیمې خلکو پوځي عملیات ستایلي اؤ پوځ ته یې سیمې نه د ترهګرۍ په ختمولو کې د کوټلې مرستې باور ورکړی دی.
تر دې وړاندې د9م او 10م جون په منځ شپه کې هم د شمالي وزیرستان په مرکز میران شاه کې د امنیتي ځواکونو اؤ ترهګرو ترمنځ یوه خونړۍ نښته شوې وه چې په کې درې پاکستاني پوځیان وژل شوي او نهه نور ژوبل شوي وو.
په ځوابي عملیاتو کې پوځ د څلورو وسله والو د وژلو دعوه هم کړې وه.
همداشان په پینځم جون شمالي وزیرستان کې د امنیتي ځواکونو اؤ ترهګرو ترمنځ یوه بله نښته کې دوه پوځیان وژل شوي وؤ اؤ پوځ د دوؤ ترهګرو د وژلو دعوه هم کړې وه.
په دې وروستیو کې چې پاکستان کې څومره ترهګریز بریدونه ترسره شوي هغې کې د زیاترو ذمه وارۍ تحریک طالبان پاکستان، تحریک جهاد پاکستان او داعش خراسان په غاړه اخستي دي.
د پاکستان انسټيټیوټ فار کنفلېکټ اېنډ سکیورټي اسټډیز په یو تازه رپورټ کې ویل شوي چې د تېر کال د وړومبیو پینځوو میاشتو په پرتله دروان کال وړومبیو پینځوو میاشتو کې د پاکستان دننه ترهګرو بریدونو کې 77 فیصدي،وژنو کې 39 فیصدي اؤ ژوبلو کې 33 فیصدي اضافه شوې ده.
رپورټ وایي د تېرې مې میاشت کې د پاکستان دننه 40 ترهګریزو بریدونو کې48 کسان وژل شوي او 102 نور ژوبل شوي دي.
د رپورټ شمیرې ښایي چې د تېرې مې میاشت کې د خېبر پښتونخوا قبایلي ضلعې تر ټولو زیاتې ترهګرۍ ځپلي چې دغلته 18 بریدونو کې 18 کسان وژل شوي او 27 ژوبل شوي دي.
د رپورټ له مخې د پاکستان دننه د مې میاشت کې ترسره شوو ترهګریزو بریدونو کې وژل شوو او ژوبل شوو کسانو کې تر ترنیمایي زیات امنیتي عسکر او نور عام وګړي دي.